د وینې معاینې له لارې د الزایمر ناروغۍ تشخیص "ممکن" شو

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په سویډن کې د یوې څېړنې پایلې ښیي، د الزایمر ناروغۍ د تشخیص لپاره کارول شوې نوې طریقه ډېره سمه ده.

په نوي میتود کې، چې په ۷۸۶ کسانو ترسره شوی، د پي ټي اې یو ۲۱۷ په نوم پروټین کچه په وینې کې معاینه او اندازه کېږي.

په وینه کې د دې پروټین اندازه د الزایمر ناروغانو په مغزو کې بیولوژیکي بدلونونه ښیې.

څېړونکي هیله لري چې دا ازموینه د الزایمر ناروغۍ په لومړني تشخیص کې اغېزمنه وي، کوم چې په ډېری مواردو کې د ذهني زوال (ډیمنشیا) لامل کېږي.

څېړونکي دا باور هم لري چې دا ازموینه کولای شي په خلکو کې د ورځنیو معاینو برخه شي، لکه په وینه کې د کولیسټرول اندازه کول.

اوس مهال د الزایمر د تشخیص لپاره د نخاع شوکي څخه نمونه اخیستل کېږي، چې خورا ستونزمنه او دردناکه طریقه ده.

په ټوله نړۍ کې په میلیونونو خلک الزایمر لري، چې ډېری یې تر ۶۵ کلونو ډېر عمر لري او هر کال میلیونونه نور کسان پرې اخته کېږي.

په بریتانیا کې په دې ناروغۍ د ۵۰۰ زره اخته کسانو په اړه ویلی شو چې ډېری یې په ۶۰ یا ۷۰ کلنۍ او یا د ناروغۍ په لومړي پړاو کې د "اډوکانوماب" درملو خوړلو جوګه دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د حافظې زوال داسې ناروغي ده چې د عمر له ډېریدو سره پیدا کېږي.

سربېره پر دې د حافظې زوال په نړۍ کې د معلولیت یو لوی لامل هم دی.

د حافظې د زوال (الزایمر) ناروغي نه یوازې پر اخته کس فزیکي، رواني، ټولنیز او اقتصادي اغېزې لري بلکې هغه کسان هم اغېزمنوي چې د حافظې په زوال د اخته ناروغانو پالنه او ساتنه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د حافظې زوال پر هر کس جلا جلا اغیزې لرلی شي خو هغه نښې نښانې چې په ټولو کې یو شان دي درې دي، لکه هیرجن کېدل، په وخت نه پوهېدل او په اشنا ځایونو کې ورکېدل.

ایا د الزایمر مخه نیول کېدای شي؟

د الزایمر د مخنیوي لپاره کومه ثابته لار نشته، خو تاسو کولی شئ د خپل ژوند په بڼه کې ځینې بدلونونه رامنځته کړئ چې ستاسو په ګټه کار کوي.

څېړنې ښیي، د ناروغۍ له دریو پېښو، یوه یې د خلکو په ژوند کې د بدلون راوستلو کې مرسته کولای شي. ځینې دا بدلونونه:

- په منځني عمر کې د اورېدو کمېدو ستونزې ته پام او درملنه

- د اوږدې مودې لپاره مطالعه کول

- سګرټ نه څکول

- د خپګان د درملنې او کنټرول لپاره ژر لاس په کار کېدل

- په فزیکي توګه فعاله اوسېدل

- له ټولنیز پلوه نه جلا کېدل

- د وینی د لوړ فشار مخنیوی او کنټرول

- د چاغښت مخنیوی

- د شکرې په دویمه بڼه له اخته کېدو لپاره کوښښ.