د ویښتانو تویېدو نوې درملنه؛ د طب ډګر بل هیله بخښونکی انقلاب

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ویښتانو د تویېدو د مخنیوی یوه نوې او هیله بخښونکې طریقه به د طب په ‌ډګر کې یو لوی انقلاب رامنځته کړي.

په دغه نوې طریقه کې د سر ویښتانو حجرو ته ورته حجرې (کلون) جوړیږي او بیا د سر د کوپړۍ په هغه ځایونو کې چې ويښته یې تللې وي لګول کیږي.

نږدې ۸۵ سلنه نارینه تر پنځوس کلنۍ پورې خپل د سر ويښتان په بیلابیلو بڼو له لاسه ورکوي او ځینې خو هان په بشپړه توګه ګنجي کیږي.

د ويښتانو توییدل نه یوازې د فریکي او ظاهري پلوه یوه ستونزه ګڼل کیږي، بلکې ځینې دا حالت دومره جدي نیسي چې په ژور خپګان اخته کیږي او په ځان باور بایلي.

د ویښتانو توییدل هغه مهال پیلیږي کله چې د "پیپیلا" حجرې چې د ویښتو پیاز لاندې موقعیت لري او د ویښتو ضخامت، وده او جوړښت تنظیموي، له منځه ولاړ شي.

دا حجرې د "دي هایدروتستسترون" هورمون پر وړاندې چې د نارینه خواص مشخص کوونکی دی، ډېر حساس دي او د همدې هورمون تر اغیز لاندې له منځه ځي.

د ويښتانو د هر پیاز شاوخوا د "پیپیلا" نږدې ۱۰۰۰حجرې شته دي. په هره اندازه چې د ویښتو پیاز کې د "پیپیلا " حجرې ډیرې وي، په هم هغه انداه ویښتان قوي او ضخیم وي؛ او څومره چې دا حجرې کمې وي، هغومره ویښتان نازک او کمزوري وي.

د "پیپیلا "حجرو له منځه تلل د ویښتانو او د هغه د پیاز د حتمي ورکیدو په مانا نه دي. کله چې د ویښتانو د پیاز شاوخوا د "پیپیلا " حجرې په بشپړه توګه له منځه ځي، ویښته ډیر نازک کیږي او کمزوري وده کوي چې په ډیرو مواردو کې هان د لیدو وړ نه وي.

د درملنې په نوې طریقه کې، د ویښتو پیاز ته ورته جوړې شوې حجرې (کلون) په هم هغه اندازه چې یو کس ورته اړتیا لري،‌ چمتو کیږي او بیا د سر په هغه ځایونو کې چې ویښتان یې تللي وي، لګول کیږي.

پر حیواناتو باندې د دې طریقې ازمایلو ښودلې چې د ویښتو پیاز ته ورته د جوړو شویو حجرو لګول، د ویښتانو د ودې بهیر تر دې بریده ګړندۍ کوي، چې ویښتان د زلمیتوب د وخت په څیر وده کوي.

په حقیقت کې دا طریقه د نوي ویښتانو لګول نه دي، بلکې د هغو ويښتانو را ژوندي کول دي چې د "پیپیلا " حجرو د زوال له امله نازک او کمزوري شوي دي.

یاده دې وي‌ چې دا نوې طریقه لا په لومړیو پړاونو کې ده او باید پر انسانانو باندې د کلینیکي ازموینې د مراحلو له تیریدو او همدارنګه د خطرونو او هر اړخیزو اغیزو له پیژندلو وروسته بیا د ويښتانو د توییدو د درملنې د نوي میتود په توګه مجاز وګڼل شي.

اوس مهال د ویښتانو د توییدو د درملنې کومه طریقه چې کارول کیږي، په هغه کې، ویښتان د پیاز سره یوځای د سر له هغه برخو څخه چې ډیر ویښتان لري ایستل کیږي او بیا په هغه برخو کې لګول کیږي چې ويښتان یې تللي وي.

تمه کیږي چې دغه نوی طریقه که د درملنې لګښت کم نه کړي، لږ تر لږه به هغه درد ‌چې هر کس یې د ویښتو د لګولو پرمهال زغمي، تر ډیره بریده محدود کړي.