د سره بیرغ زوال

کتابونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولي الله ملکزی 

(د سره بیرغ زوال) د یوې داسې څیړنې نوم دی چې روایت، درایت او ولوله په کې یو له بل  سره غاړه غړۍ بریښي. دلته د یوې داسې مفلسې ایډیالوژۍ د زنکدن شیبې شمارل شویدي چې له اولې ورځې په ماتې محکومه وه. دلته د کمونیزم په فکري جوړښت او اخلاقي زوال خبرې شوي چې ولې یې په دین پالو ټولنو کې معنوي ارزښتونه اپین وګڼل؟ دلته په اشارو او کنایو کې، د کلخوز او سلخوز اقتصادي نظریه نقد شوې او هغه یې د ملکیت د فطري غوښتنې خلاف یوه ناچله قباله ګڼلې ده. له ختیزې اروپا سره د افغانستان عیني واقعیتونه پرتله شوي، د کلتورونو او دودونو رنګونه په نښه شوي او د برلین  دیوال هم له پامه نه دی غورځیدلی.

دلته د خلق او پرچم د کیڼ اړخو ګوندونو د پیدایښت، سیاسي ناندریو او سلیقوي اختلافاتو څخه پرده پورته شوې او د میر اکبر خیبر د ترور په خبر باندې خبره شویده. د کور دننه، د خلقي په خلقي او پرچميانو په خلقيانو د تورونو، تومتونو او ګواهیو ذکر خیر شوی چې د حضرت یوسف او زلیخا یادونه یې تازه کړيده. (وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ أَهْلِهَا - د زلیخا د خپلې کورنۍ ماشوم د هغه د برائت ګواهي ورکړه). دلته (د شرق د نابغه او خلاق رهبر) نور محمد تره کي او د هغه د وفادار شاګرد (د ثور د پرتمین انقلاب زړور قومندان) حفیظ الله امین خپلمنځي اړیکې شاربل شوي او د ځینو په وینا، د هغه فاشستي خویونه یې انځور کړیدي.

دلته په ډیر هنر سره، ځای ځای د غوايي د خونړۍ کودتا په ماښام د پیل شوي ناورین او د باروتو د لوګیو، زندانونو او ناځوانه رقابتونو لاملونه او کرکترونه په ګوته شويدي. دلته د لوستونکو په اذهانو کې د وینو، غمونو او بمونو د صحنو د مجسم کولو یوه ښایستوکې هڅه هم شوې چې د تراژیدۍ ترټولو ناخوالی څپرکې دی. دلته د وجدان د  ویرجنې محکمې اشارې ترسترګو کیږي او د تاریخ ارشیف ته یې د سپارلو مسیر حتمي بولي. دلته په ډیر تفصیل سره، د مرغومي په شپږمې د تاج بیګ ماڼې کې د انقلابي ملګرو د میلمستیا او نعناع د خوندور سوپ کیسه راغلی او د امین د خنداګانو او خوشباوریو خاطرې هم لیکل شویدي. دلته د ببرک کارمل د (اخلاق شوروي و انسان نوین) شعارونو او د برژنیف سیاسي اشتها او وهمونو ته یوه لنډه وقفه د یادونې وړ ده. د هیواد په هرې کوڅې، بانډې او کلي کې، د شوروي اتحاد د سرو لښکرو بې کرکې جنایتونه افشا شوي او د مرموزو وحشتونو رازونه لوڅ لپړ شويدي.

د جلال آباد د نامرادې جګړې هغه خونړۍ پیښې ترسیم شوېدي چې یو جهادي مشر یې اوس ستره تیروتنه بولي، خو بیا هم د بښنې د غوښتنې هوډ ورسره نه شته. د شاهنواز تڼي کودتا او له حکمتیار سره د تار غزولو داستان، د عبدالوکیل، جنرال عظیمي، آصف دلاور او د شورای نظار د مشر احمد شاه مسعود ترمنځ د جبل السراج تړون، نور هغه څه دي چې په دې کتاب کې ورباندې بحث شویدی.

د دې څیړنې نوښتګر څیړونکي، اجمل اټک یوسفزي د لمر او سیوریي په پیوند کې مزل کړی، خپله عاطفه یې زندۍ کړې او د کیڼ لاسونو سیالو اړخونو متبادل تومتونه یې په بې پرې بڼې کاږلي او له ټولو سره یې ځان په یو واټن کې ساتلی دی. پخپله داسې وايي: (قضاوت، سپینول او تورول زما کار نه دی او نه د کوم لوري یا شخص سره خواخوږي او فکري تړاو لرم. نه د مغرضو کسانو په شان دومره تنګ نظر او وړوکې فکر لرم چې په دغه شان حساسو او ملي مسائلو کې خپل آند او سلیقه ورګډه کړم). زما په فکر، که کوم خلقي دا کتاب ولولي ښايي ووايي چې دا خو پرچمی دی، که پرچمي یې مطالعه کړي نو ممکن ګومان وکړي چې دا کس به حتما خلقي وي؛ خو که اخواني ټپیپه بنده یې ولولي نو ضرور به وپوښتي چې دا په کې لا څوک دی؟

یوسفزی په دې باور دی چې: د افسوس خبره دا ده چې ترننه هم د دغو پیښو اصلي عاملینو یو هم خپلې تیروتنه نه ده منلی. د ولس او تاریخ نه یې بخښنه ونه غوښتله، بلکې هڅه کوي چې خپلو غلطیو، بغاوتونو او دې ستر ناورین ته توجیهات پیدا کړي او د خپلمنځي اختلافاتو پړه هم یو په بل باندې واچوي. دغو سرو انقلابیانو د هیواد اکثریت وګړي اشرار او د امپریالیزم ګوډاګیان بلل؛ مخالفین چار ماري کیدل، پولیګون کې خالي ځای پاتې نه شو او د بي بي سي د راډیو اوریدل جرم وو. خو نن همدغه ملګري د دوئ په اصطلاح له اخوان الشیاطین وړاندې د غرب سیوسیال ته ناست دي.

دا کتاب کې چې ۴۱۰ مخونه لري، ما تر پایه نه دې لوستې خو څو ټکو ته مې پام شو: له ۱۶ مخ څخه تر ۱۰۸ مخ پورې له خال خال پیرګرافونو پرته ټول یې دري/ فارسي دي چې باید ژباړل شوي وای. څو ځایه مې د املائي غلطیو ترڅنګ، ګرامري غلطۍ هم ولیدلې او د علمي میتود له مخې، د کتاب په پای کې د ماخذونو او سرچینو د یادولو په ځای د ۲۹ مطرحو ګوندي او پوځي افسرانو په عکسونو باندې بسیا شوېده. بله دا چې په کتاب کې د ۱۹ برخو یادونه شوې خو اوله برخه یې ما پیدا نه کړه؛ بهتره به وه که کتاب په فصلونو باندې ویشل شوې وای او بیل بیل عنوانه ورته غوره شوي و‪و.

۵۱ کلن یوسفزی د ننګرهار په کامې کې زیږیدلې، د شعر وږمو او خوږو یې د هیواد او کوزې پښتونخوا د هنرمندانو د حنجرو ذائقه برابره کړې او د هندوستان څو کلاسیکو سندرغاړو یې هم اشعار زمزمه کړیدي. تردې یې دمه پنځلس کتابونه د نثر، شعر، طنز، ناول او تحقیق په برخې کې لیکلي او چاپ کړي چې ارګ یا مرګ، پښتانه مباح الدم دي، رڼې اوښکې او د شربت ګلې کیسه یې د یادولو دي.

زه ګران اجمل جان ته له ستر خالق څخه د لازیاتو نظمونو، نثرونو او پنځونو توفیق غواړم او هیله کوم چې قلم یې تل له رنګونو او ذهن یې له رنګینو خیالونو ډک وي.

—------------------------------------------------

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay