د پاڼې تګ لاره

Uncategorised
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سپرغۍ ویب پاڼه یوه ملي، فرهنګي،سیاسي تاریخي ، ټولنیزه، ادبي، اقتصادي، علمي ، خبري او مالوماتي خپرونه ده . دغه خپرونه په هیڅ سیاسي، ډلې ټپلې او ګوند پورې تړاو نه لري.

د سپرغۍ برېښنا پاڼه هوډ لري د خپلو امکاناتو په اډانه کې د خپلو قلمي ملګرو او همکارانو د ډله یز کار له لارې د آزادۍ ، عدالت ، ترقي او دموکراسۍ له پاره د افغانستان د خلکو مبارزې ، قربانۍ او هلې ځلې  منعکسې او د هیواد او نړۍ د حالاتو  ريښتني انځور وړاندې کړي. سپرغۍ هوډمنه ده د بې عدالتۍ، ظلم او استبداد په خلاف  د مبارزې بیرغ رپاند وساتي او په همدې ډول د ستونزمنو حالاتو څخه د وتلو لارې چارې، په پوره ژمنتیا سره  د څېړنېزواو تحلیلي لیکنو د خپرولو له لارې  په ګوته کړي.

دغه پاڼه د افغانستان د تير او اوسني ناورین په اړوند د سیمې او نړيوال استبدادي او نیواکګره ځواکونو او د هغو د ګوډاګیانو د استبدادي او استعماري سیاستونو او جنایتکارانه کړنو څخه د پردې د پورته کولو تاریخي رسالت په غاړه لري.

موږ عقیده لرو چې د استعماري او استبدادي ځواکونو ګټې زموږ د هیواد او خلکو له ګټو سره په تضاد کې دي.

په هیواد کې د تورو ، متعصبه دیني، مذهبي، قومي او ژبنیو ډلو ټپلو شتون د استعماري ځواکونو د دسایسو پایله او نتیجه ده.

زموږ له نظره له نیواکګرو څخه د هیواد بشپړه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري خپلواکي او د هیواد دملي واکمنۍ بیا پر پښو درول د هیواد د سوکالۍ، نیکمرغۍ او سولې یوازنۍ لاره ده.

د سپرغۍ ویب پاڼه د افغان ملت د اړتیاوو ، هيلو او ارمانونو خپرولو ته  ژمنه ده. د غه پاڼه په خپلو خپرونو کې لاندې ټکي په پام کې نیسي:

    1.د افغان د ملي هویت د مدافعینو، وطنپالو او پوهانو د نظريوخپرول.
    2.د هیواد د ملي واکمنۍ، د ځمکې د بشپړتیا ، خپلواکۍ او ملي یووالي څخه دفاع .
    3.د هیواد پرمختیا ، ترقي، عدالت او سوله.
    4.د جګړې، ګډوډۍ، نفاق پر خلاف مبارزه.
    5.د هیواد د قومونو او ملیتونو تر منځ د یووالي او اتحاد د ټینګښت .
    6.ټول هغه لیکلي ، غږیز او تصویري آثار چې د سولې، امنیت، پرمختیا ، عدالت او د خلکو ددوستۍ د ټينګښت موخه ولري بې له توپیره خپروي.
    7. منل شویو نړېوال خپرنیزو اصولو او مقرراتو ته ژمنتوب.  د بیان ، فکر او عقیدې د آزادئ پر بنسټ د ټولو هیوادوالو د لیکنو خپرول چې د نورو پر حقوقي او خصوصي اډانه تېری  ونه کړي.
    8.د هغه لیکنو نه خپرول چې پرشخصیتونو او وګړو د ادب، اخلاقو او حقوقي نورمونو له رعایت پرته تېری کوي .
    9.د هغه لیکنو له خپرولو ډډه  چې د هيواد  ملي ویاړونو او دیني عقیدو ته سپکاوی کوي.
    10. د سپرغۍ له ویبپانې څخه د مطالب او آثار کاپي کول د اخست  ځای په نومول آزاد دی.
        11.د سپرغۍ په ویب پاڼه کې د لیکوالو د خپرو شویو لیکنو مسوولیت د هغو د لیکوالو پر غاړه دی.
        12.ټول کسان کولی شي د ادب او درناوي په اډانه کې ددغه پاڼې له لارې له ځانه دفاع وکړي که په دغه پاڼه کې پرهغوې نیوکې شوي وي.
        13.دغه پاڼه د هغه کسانو لیکنې چې د هیواد او خلکو تر وړاندې يې جنایتونه کړي وي نه خپروي.
        14.ټول هغه لیکوال ددغه پاڼې له امکاناتو څخه ګټه اخیستلی شي چې هدف يې په  هیواد کې ترقي، عدالت، سوله او دموکراسي وي.
        15.د سپرغۍ ویبپاڼه هغه لیکنې چې په هیواد کې جګړې او دښمنۍ ته لمن وهي نه خپروي.
        16.په دغه پاڼه کې د شخصي شخړو اړوند مسایل نه خپرېږي.
        17.دا پاڼه خپله دنده بولي څو د هیواد تېر تاریخي او ملي ویاړونه را ژوندي کړي.
        18.دغه پاڼه د انسان لوړ دريځ ته درناوی، فکري آزادي ، معنویت او روڼ اندي د خپل کار اصلي لوری بولي.