نړۍ کې لومړی ځل د ښځې ماغزو کې ژوندی چینجی موندل شوی

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په نړۍ کې په لومړي ځل ساینسپوهانو ویلي، چې د یوې اسټرالیایۍ ښځې په ماغزو کې ۸ سانتي متره (۳انچه) چینجی ژوندی موندل شوی دی.

"د تار په شان جوړ" دا چینجی تېر کال کینبیرا کې د جراحۍ پر مهال د ناروغې ښځې د ماغزو له مخکنۍ برخې رایستل شوی و.

ښځه له یوه داسې حالت سره مخامخ وه چې ډاکټرانو "غیر عادي نښې لرونکی" حالت بللی و، د هغې د معدې درد، ټوخی،‌ شپه کې د خولې کېدو، هېرېدو او اضطراب حالت په سختېدو و.

څېړونکو خبرداری ورکړی چې دا ډول حالت د ناروغیو او انتاناتو ډېر خطر په ګوته کوي چې له څارویو څخه خلکو ته لېږدي.

د کینبیرا روغتون کې د میکروبي ناروغیو یوه ډاکټر سنجایا سینانایاک وویل: "هر یوه په عملیاتي ځای کې ټکان وخوړ چې جراح په غیر عادي حالت کې ۸ سانتي متره روښانه سور چینجی غوندې یو څه ولیدل."

"ان که تاسو د کرکې له فکټور لیرې شئ، دا نوی عفونت په انسان کې مخکې نه دی ثبت شوی".

Ophidascaris robertsi غونډ چینجی فایتون غیر زهري مارانو غوندې څېره لري چې تر ډېره په اسټرالیا کې موندل کېږي.

ساینسپوهان وايي، ډېر احتمال شته چې دې ښځې ته د اوبو بند ته نژدې- چېرې چې دا اوسېدله- له یو ډول بومي وښو څخه چې د Warrigal greens په نامه یادېږي، دا چینجی ورغلی وي.

د پرازیت‌پوهنې اسټرالیايي متخصص مهراب حسین په Emerging Infectious Diseases مجله کې لیکلي،‌ مشکوک دی چې دې ښځې ته له یاد ډول وښو له ګټې اخیستو وروسته د دغه چینجي هګۍ د هغې وجود ته ننوتلې وي.

ناروغه ښځه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ وروستیو کې روغتون کې بستري شوې وه.‌ د هغې د ماغزو سکن د مغز په مخکنۍ ښۍ خوا کې یو غیر عادي څه وښودل، خو د ۲۰۲۲ تر جون میاشتې (د جراحۍ له پیلېدو پورې) هېچا ته پته نه لګېده چې دا به څه وي.

له جراحۍ وروسته د هغې حالت ورو-ورو په ښه کېدو شو.

ډاکټر سنجایا سینانایاک چې د اسټرالیا ملي طبي پوهنتون مرستیال استاد دی، بي بي سي ته ویلي "دا حالت د خبرداري په معنا دی".

د یاد پوهنتون یوې ډلې ویلي په تېرو ۳۰ کلونو کې ۳۰ ډوله نوي میکروبونه راڅرګند شوي چې دریمه برخه یې پر حیواني ناروغیو پورې تړاو لري، دا هغه ساري ناروغۍ دي چې له حیواناتو نه انسانانو ته لېږدول شوې دي.

"دا یوازې د انسانانو د شمېر له ډېرېدو سره راڅرګندېږي، په تېره کله چې موږ د حیواناتو اوسېدو ته نژدې یو. دا ستونزه موږ تل وینو، هغه که له سارايي اسمان څکالي (نیپا) انسانانو ته رالېږدېدونکی وېروس وي یا له کورنیو خوګانو، یا د سارس او میرس کورونا وېروس په شان چې له اسمان څکالي دویم حیوان او بیا انسان ته لېږدېدلی دی".

"که څه هم اوس کوویډ-۱۹ ورو-ورو په ورکېدو دی، خو د وبا اړوندو ناروغیو پوهان او حکومتونه باید د ساري ناروغیو له ښه څار څخه ځانونه ډاډمن کړي."