څرنګه په ستونزمنو حالاتو کې ځانونه خوشاله وساتو؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کله چې کورونا وبا پر نړۍ راغله،‌ خلک په کورونو کې اېسار شول،‌ ګڼو هېوادونو پولې وتړلې او اقتصادي حالت هم خورا بد شو؛ ډېره ګرانه وه چې څه ډول له دغو او دې ته له ورته حالت سره مقابله وشي‌ او دا هر څه حس نه کړئ.‌

اوس چې وبا پای ته نژدې شوې،‌ د اقتصادي کړاونو تر څنګ انسانان په ژوند له نورو سختو حالاتو سره لاس او ګرایون دي.‌ خو ښه خبره دا ده چې د فشار او خپګان په ډېر سخت حالت کې ځینې ګامونه اخیستلای شئ چې موډ مو ورسره ښه شي.‌

د احساساتو علم ډېر پیچلی دی خو له نیکه مرغه دې برخه کې پراخه څېړه شوې.

بي‌ بي‌ سي‌ فیوچر د دې برخې له لسګونو کارپوهانو او اروا پوهانو سره خبرې کړې دي او د سختو حالاتو د کابو کولو لپاره یې ورځنۍ او عملي‌ مالومات له موږ سره شریک کړي‌ دي. ځینې مهم یې دلته راوړل شوي‌ چې ښایي‌ ځینې یې درته حیرانونکې وي.‌

۱ پر بل څه ځان بوخت کړئ
دا اسانه ده چې پر هغه موضوع بیا بیا فکر وکړئ او پرې تېر شئ چې فشار درته پیدا کوي. ‌

دا‌ ښايي‌ کورونا وبا وي،‌ اقتصادي‌ کړاو وي، یا اقلیمي‌ بدلون وي او یا هم بل څه وي.

افغان ماشومان

خو که د هغې پېښې په اړه تازه یې سټریس یا فشار درته پیدا کړی وي،‌ فکر ونه کړئ او ځان تر په بل څه بوخت کړئ؛ همدا مو د وینې فشار عادي‌ حالت ته بولو کې مرسته کوي او یو ډول د ارامۍ احساس درکوي.‌‌‌

۲ ‌ذکر کول،‌ خو ممکن له هر چا سره مرسته ونه کړي‌
په سختو حالاتو کې ذکر کول او یا هم ځان ته ځیر کېدل ښايي ځینو خلکو سره مرسته وکړي. خو ښايي‌ د هر چا درد دارو نه کړي.‌

ځینې خلک که ځانونه څنډې ته کوي او خاموش پاتېږي،‌ ښايي‌ بیرته پر هغو پېښو فکر ته بیا بیا اړ باسل شي چې خپګان او یا هم فشار یې ترې پیدا کړی دی.

کله چې هڅه کوئ فکر مو له هر څه پاک کړئ،‌ ډېره ګرانه ده چې پر خواشینونکو پېښو فکر ونه کړئ‌.‌

ممکن همدا د دې ثبوت وي‌ چې د ګوښیتوب ګټې په دغه ډول حالاتو کې ډېر د پام وړ نه وي. نو ستونزونو حالاتو کې وي، ښايي‌ پام په بله اړول یا په نورو کارونو کې ځان بوختول یو څه د ارامتیا سبب شي.‌

۳ حالت ته له بل اړخه فکر وکړئ

موږ چې خپل احساسات څه ډول ښکاروو، تر ډېره دې پورې اړه لري چې په تړاو یې څه ډول فکر لرو.

د خپل ۲۰۱۷ کال کتاب "هپي یا خوشاله" په اړه د خبرو پر وخت ډارېن بروان د یوه ټنېس لوبغاړي مثال ورکوي.

وايي، که د لوبې میدان ته په دې فکر ورشي چې باید دا لوبه وګټم، که یې تمه دا وي چې یوازې بریا هر څه دي، نو کله چې دی لوبه بایلي نو ځان ورته د یوه نابریالي او ناکام کس په څېر ښکاري.

هغه کسان چې ژوند کې هر څه عالي او بهترین غواړي ډېر کله په دغه احساساتي جال کې ځان ایساروي او ډېر کله یې بیا حالاتو ته د شرم، غوصې او ناکامۍ په احساس غبرګون ښيي. دوی تر نورو ډېر ښايي له نهیلۍ سره مخ شي.

هغه لوبغاړی چې د لوبې له پیل وړاندې دا فکر ولري چې زه به نن تر خپلې وسې ښه لوبه کوم نو کله چې بیا دوی لوبه بایلي، نو ډېر اغېز پرې نه کوي ځکه پوهېږي چې خپل تر وسې خواري یې کړې.

د نابریالیتوب او ناکامۍ له احساساتو سره د دواړو لوبغاړو غبرګون جلا دی او دې پورې اړه لري چې دوی لوبې ته له څه ډول فکر او تمې سره ننوتي.

ارزي چې موږ د خپل ورځني ژوند په اړه هم ورته فکر وکړو او وګورو چې څنګه دغه ډول یو فکر خپل ورځني ژوند کې عملي کولی شو.

ایا هره ورځ داسې تېرولی شو چې موږ د فشار حالت سره تر خپلې وسې مبارزه وکړو پر ځای د دې چې په داسې احساساتو او فکرونو ځان خپه کړو چې کنترول یې زموږ په وس کې نه دی‌.

دلته کنترول مهم دی. د خپګان حالت ډېر کله زموږ له کنتروله بهر وي او موږ چې کله د داسې یو څه کنترولولو هڅه وکړو چې نه یې شو کنترولولی نو ورسره خپلې اندېښنې او خپګان زیاتوو.

د دې پر ځای انرژي او وخت په هغه څه لګول چې موږ یې کنترولولی شو زموږ خپګان او اندېښنه راکمولی شي.

۴ مثبت فکر او خوښي ډېره جدي مه نیسئ

تل د مثبتو احساساتو لټه ښايي ښې پایلې درته ونه لري. هر وخت او تل د خوښي په لټه اوسېدل کېدلی شي په اصل کې تاسو خپه کړي.

یوه خبره خو دا ده چې موږ څومره په خپلې خوشالۍ پسې ګرځو، هغومره مو د شاوخوا خلکو خوښۍ ته پام نه کېږي او دا کېدلی شي موږ د ګوښي والي او یوازېتوب په احساس اخته کړي.

که تاسو داسې یو فکر ولرئ چې نه زه باید حتمآ خوشاله واوسم نو که چېرته تاسو بریالي نه شئ نو کېدلی شي د ځان په اړه بد احساس وکړئ.

موږ هره ورځ هغو کوچنیو څیزونو ته ډېر پام کولی شو چې خپل ذهن د مثبت فکر لوري ته بوځو.

۵ کوچینو څیزونو ته ډېر پام
دا به هوښیاري وي چې موږ په دې کم وخت ولګوو چې ځان خوشاله کړو او ډېر وخت هغو کوچنیو څیزونو ته ورکړو چې اصلا موږ خوشالوي.

ساندي مېن چې د بریتانیا په لنکاشایر پوهنتون کې استاده ده په خپل کتاب "لسو دقیقو کې خوښي" کې وايي، د ورځنیو یادښتونو د ساتلو پلوۍ ده.

اغلې من وايي یو اسانه لار یې دا ده چې هره ورځ له ځانه سره شپږ پوښتنې ځواب کړو چې کېدای شي تر لسو دقیقو زیات وخت ونه نیسي.

دا کېدالی شي موږ سره مرسته وکړي چې خپل ورځني ژوند کې لا نوره خوښي پیدا کړو.

۱: څه ډول تجربو، که هر څومره کوچنۍ یا لویه وي، خوښي درکړې؟

۲: څه ډول غبرګون یا ستاینه دې ترلاسه کړې؟

۳: د ښه بخت شېبې کومې وې؟

۴: کومې لاسته راوړنې دې لرلې، که هر څومره کوچنۍ هم وي؟

۵: څه شي د قناعت احساس درکړ؟

۶: پر نورو مهرباني دې په کومه بڼه ښوولې؟

د دغه ډول کوچنیو یادښتونو ساتل دوه ګټې لري.

لومړی خو دا چې موږ یې کله لیکو نو دا مو دې ته هڅوي چې هغو کوچنیو څیزونو ته یو ځل بیا پام وکړو چې خوشالي یې راکړې.

دویم دا چې موږ سره مرسته کوي چې هغه یادښتونه د ارشیف په بڼه وساتو چې په تېر کې زموږ د خوشالۍ لامل شوي.

۶ پاک چاپېریال

د کور راټولول او پاک کاري ډېرې ګټې لري. څېړنو ښوولې چې کور کې ګډوډي موږ دې ته نه پرېږدي چې یو کار په سمه توګه سر ته ورسوو.

نو که تاسو له کوره کار کوئ نو کور کې پاک چاپېریال تاسو سره په ورځنۍ دنده کې مرسته کوي.

د خوب خونه که ګډه وډه وي نو د شپې مو پر خوب بد اغېز کوي، او که پخلنځی مو ګډ وډ وي نو دا مو دې ته هڅوي چې غیر صحي خواړه وخورئ.

که چېرته پوهېږئ چې په ورځني ډول کور کې له بهره وخت ډېر تېروئ نو دا به ګټور وي چې د کور صفايي او پاک چاپېریال ته یې پام وشي.

۷ د ټولنیزو رسنیو کارونه کې انډول ومومئ
تر ډېره ښايي د ټولنیزو رسنیو په اړه داسې فکر وشي چې له بدو او خپه کوونکو خبرونو ډکې دي خو د ډېرو خلکو لپاره بیا همدغه ټولنیزې رسنۍ یوازینۍ لاره ده چې خپلو خپلوانو سره اړیکه ټینګه کړي.

پر دې محدودیت لګول چې هره ورځ څومره وخت موبایل وکاروئ او یا د خوب خونه کې د موبایل نه کارول درسره دا مرسته کولی شي چې د ټولنیزو رسنیو د منفي او مثبتو اغېزو تر منځ انډول وساتئ.

۸ له خپلې سیمې بهر لاړ شئ

که ښار کې اوسېږئ نو یوه لار دا ده چې یو کم وخت لپاره یې پرېږدئ او بل ځای ته ولاړ شئ.

ښاري خلک د کلیو پرتله د خپګان له احساساتو ډېر کړېږي. دې سره هم مهاله، لمر او تازه هوا ستاسو په طبیعت ښه اغېز لرلی شي.

جالبه خبره دا ده چې د څېړنو له مخې زرغون ځای پر طبیعت دومره ښه اغېز نه لري څومره یې چې شین یا اسماني رنګ لري. نو کوم بڼ ته د تلو پر ځآی ښايي سیند غاړې ته تګ ستاسو د طبیعت لپاره لا بهتره وي.

نو که راتلونکي کې مو داسې احساس کاوه چې ګواکې د نړۍ ټول بار ستاسو پر اوږو دی نو هڅه وکړئ چې له دغو لارښوونو ځینې هغه پلي کړئ. دا په یاد لرئ چې احساسات او طبیعت به مو هاغسې وي چې څه ډول یې موږ په اړه فکر کوو.