د انسان پر دماغو د چرسو د استعمال اغیزې؛ ولې ځوانان ډېر اغیزمن کوي؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوې تازه څیړنې ښودلې چې د چرسو څکول د انسان د دماغ پر مهمو فعالیتونو لکه فکر کولو، د ستونزو حل کولو، پریکړو کولو او پلان نیولو باندې ښايي منفي اغیزه وکړي.

د دې څیړنې د موندنو له مخې، چرس (ماروانا) د خوب د اختلالاتو لامل هم کیږي، په ځانګړې توګه په هغو خلکو کې چې دا ماده په دوامدار ډول کاروي.

له دې وړاندې نورو څیړنو ښودلې وه چې د چرسو او دې ته ورته نورو نشه يي توکو استعمال کولی شي د دماغ ادراکي فعالیتونه ګډوډ کړي.

خو وروستۍ څیړنې په ډیر وضاحت سره ویلي چې د چرسو نشه کولی شي د ستونزو د حل کولو د توان او احساساتو کنترول کولو په شمول د انسان پر مهمو دماغي فعالیتونو باندې منفي اغېزه وکړي.

کارپوهان وايي چې د چرسو استعمال اکثره تنکي زلمیان ډیر اغیزمنوي، ځکه چې د دوی دماغ د ودې په حال کې دی. طبي موندنو ښودلې چې د چرسو او بنګو تولیدات د ځوانانو د زده کړې پر توان هم منفي اغیزه کولای شي.

دې څیړنې، چې ۴۳زره کسانو پکې برخه اخیستې، د انسان د دماغ پر ادراکي توان باندې د بنګو په تولیداتو کې د موجود کیمیاوي عنصر تیتراهایدرو کانابینول (Tetrahydrocannabinol) منفي اغیزې ثابتې کړي دي.

ځینې څیړنې ښيي چې د چرسو او بنګو د تولیداتو د نشې له پرېښودو وروسته یې منفي اغیزې له منځه ځي. خو څیړنې وايي چې دا پدې پورې اړه لري چې یو کس څومره مواد او د څومره وخت دپاره استعمال کړي دي. په بل عبارت، د چرسو د استعمال موده چې څومره اوږده او مکرره وي، په هماغه اندازه به یې د استعمال له بندولو وروسته منفي اغیزې پر ځای پاتې وي.

برسېره په دې، یو شمیر نورو څیړنو ښودلې چې انسانان چې هر څومره په ټیټ عمر کې په چرسو روږدي شي، په هغه اندازه به په زاړه عمر کې کمزوری ادراکي فعالیت ولري.

ساینسپوهان وړاندیز کوي چې د چرسو د اغیزو په اړه د څیړنو سره په یو وخت کې لازمه ده چې ځوانان د چرسو او د بنګو د نورو تولیداتو له روغتیایی خطرونو څخه خبر کړل شي تر څو له کارولو څخه یې ډډه وکړي.