د وبا ناروغۍ څه ده او څنګه خپرېږي؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د روغتیا نړیوال سازمان وروستی راپور په ۲۰۲۲ کال کې د وبا یا کولرا د زیاتو پېښو شمېرې په ګوتو کوي چې له مخې یې د نړۍ په کچه په افغانستان کې ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د نوي راپور له مخې، په تېر میلادي کال کې د نړۍ په کچه ۴۷۰ زره د وبا ناروغي پېښې ثبت شوې دي. افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې تر ټولو ډېرې پېښې په کې ثبت شوې دي. ککړې اوبه او د حفظ الصحې بد شرایط د کولرا د خپریدو لپاره یوه ښه زمینه ده، په ځانګړې توګه په بحراني او ناورین ځپلو سیمو کې لکه لیبیا او سوریه کې چې ډیری خلک په تنګو ځایونو کې یوځای ژوند کوي. کله چې د حفظ الصحې تاسیسات ویجاړ شي او خواړه او د څښاک اوبه ککړې شي، د کولرا د خپریدو خطر لوړېږي. دا ناروغي ځاني ګواښ هم لري او په شدیدو مواردو کې د مرګ لامل هم کېږي.

وبا څه ده؟
وبا یا کولرا په کولمو کې یو شدید مکروبي حالت دی. دا ناروغي د « ویبریو کولرا» باکتریا له لاري رامنځته کېږي او د اسهال او استفراغ لامل ګرځي. د رغیدو موده، یعني په دې ویروس له اخته کیدو څخه د نښو نښانو تر څرګندیدو پورې وخت، کیدای شي له څو ساعتونو څخه تر پنځو ورځو پورې دوام وکړي. د هغو کسانو لسمه برخه چې په دې باکتریا اخته وي د کولرا په ناروغۍ اخته کیږي. په عادي توګه د دې ناروغۍ نښې نښانې دوه یا درې ورځې د یادې په باکتریا له اخته کېدو څخه څرګندېږي او د یادې ناروغۍ جریان پرته له شدیدو علایمو څخه وي. په شدیدو مواردو کې د بدن اوبه او الکترولیتونه یا مالګې ضایع کېږي چې په بدن کې د اوبو د مرګونې کمی لامل کېږي.

وبا څنګه خپرېږي؟
د کولرا د خپریدو اصلي لامل ناپاکې اوبه دي چې د فاضله موادو سره ککړې شوي دي. د ککړو خواړو او شیانو له لارې هم د دې ناروغۍ لیږد ممکن دی. په ډیرو نادرو پیښو کې د دې ناروغۍ باکتریا هم د مستقیم تماس له لارې انتقال کیږي. کولرا په ځانګړي توګه د افریقا او آسیا په ډېرو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او د حفظ الصحې ضعیف خدماتو له امله خپریږي. د دې ناروغۍ د اخته کیدو خطر په هغو کسانو کې ډیر شدید دی چې پر خوارځواکۍاخته وي. دا ګواښ د هغو خلکو په قضیه کې هم لوړ دی چې د معافیت سیسټم ضعیف وي یا په اچ آی وي ویروس اخته وي. که د کولرا ناروغۍ درملنه ونه شي، په ۶۰ سلنه مواردو کې د مرګ لامل کېږي.

څرنګه کولای شو د وبا له خپرېدو څخه مخنیوی وکړو؟
د دې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی تر ټولو مهم ټکی دی. په هغو سیمو کې چې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، غوره دا ده  چې د څښاک اوبه جوشې شي او د کلور مادې په کارولو سره بې ضرره شي. په داسې سیمو کې باید خواړه په ښه توګه پخه یا سره شي. که دا اسانتیاوو ته لاسرسی نه وي، په بیړني حالاتو کې له ټوکر ټوټې څخه په استفادې یا د لمر د تودوخې« د لمر د تودوخې په مرسته د اوبو مکروبونه له منځه وړلو طریقه» هم مرسته کولی شي. دا طریقه په ځانګړې توګه په هغو هیوادونو کې پلي کیږي چې ګرمه او لمرینه هوا لري. په دې طریقه کې اوبه په پلاستیکي لوښې کې اچول کیږي او لمر ته  د شپږو ساعتونو لپاره اېښودل کېږي ترڅو مکروبونه یې له منځته ولاړ شي. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوه بله لاره هم د واکسین تطبیقول دي. دا واکسین د بدن د ځواکمن ساتلو ۹۰ سلنې ظرفیت لري او اغیزمنتیا یې تر دوو کلونو پورې وي. وروسته تر دې مودې باید نوی واکسین ترسره شي.

څنګه په وبا د اخته کسانو درملنه وکړو؟
په دې ناروغۍ د اخته کسانو د بدن اوبه او مالګې تنظیمول خورا مهم دي. د دې لپاره  معمولا له پاکو اوبو سره د بورې، مالګي او یا نورو د منرالونو له محلول څخه ګټه اخیستل کېږي. په همدې موخه، د روغتیا نړیوال سازمان په اوبو کې منحلېدو وړ پوډر چمتو کړي چې ټول اړین مواد پکې دي او د (او ار اس) په نوم یادیږي. د دې ناروغۍ په شدیدو قضیو کې په وینه کې د دې موادو مستقیم پیچکارۍ هم ممکن وي. له انټي بیوټیکونو څخه ګټه اخیستل هم ممکن وي. سربېره پر دې د کولرا ناروغانو د درملنې لپاره اغیزمن زیربنا ته اړتیا ده؛ چې په ډیریو هغو هیوادونو کې چې په شخړو یا بحران کې وي، لاسرسی ورته نشته.

موږ ته خپل نظر راواستوﺉ
ستاسې نظر
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل