دبایرن مېشتو افغانانو دغونډې رپوټ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
{jcomments off}نن دجرمني  په بایرن  آیالت کې دافغانانو دکولتوري  ټولنې غړو دکال  وروستۍ غونډه  په  Aibling Bad   باد ایبلینګ  ښارګوټي کې وکړه .
په  غونډه کې د۲۰۱۰ز کال  په  مهمو پېښو، زموږ  په ستونځو، بریاوواو د ملګرو په نه ستړي کېدونکوهڅواو
نارسیوخبرې وشوې .

زموږ دغونډو، اعلامیو،لاریونونو، غږیزو اوقلمي  رسینیوکې دفعالې ونډې په اړوند اوږدې خبرې  وشوې  په ځانګړي  ډول زموږ  لاریونونه  خوراګټور  وارزول شول .
په نننۍ غونډه کې مو یو ځل بیا دولسې جرګې له شرمه  ډکې ټاکنې وغندلې،له ګرانوهېواد والو څخه یوځل بیا هیله کوو چې دا نامشروع  ټاکنې  دسولیزو لاریونونو په  طرځ کې  وغندي څوایرانی  پارلمان  زموږ په ولس  ونه تپل شي .
موږدافغانستان د روان کړکېچ حل لاره یوازې دیو نړیوال بې پرې کنفرانس  په دایرېدوکې وینوڅویوه لنډ مهاله اداره  رامینځ  ته کړي او بیا ټول ولس  ته  د رښتینو ټاکنویوه سولیزه فضأ برابره شي .
قدرمنو خویندو او وروڼو!
تاسوته په ډېر درناوي سره بلنه درکووچې په لاندینیولینکونوکې دبېلګې په توګه زموږ دسږ کال هڅې وګورئ :
دسپینې ماڼۍ واکمنانوته دبایرن مېشتو افغانانواحتجاجلیک په لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://larawbar.com/peace/?p=334

دکندهار دعملیاتو په وړاندې  زموږ  اعلامیه  په لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://talafghan.com/messegesandreports/byrenafghculassoc16052010=mabismel.html

په ایران کې دافغان زندانیانوداعدامونو پر خلاف زموږ  هڅې په لاندیني لینک کې لوستلای اواورېدلای شئ :
http://www.salgay.com/Elan/Germany%20Bayran%20AFghan%20Community%200003.html
په کابل کې دبې مفهومې جرګې په اړوند زموږ لیکنه  په  دې لاندیني لینک کې لیدلای شئ :
http://talafghan.com/messegesandreports/jarganadadawalassargardanida=mabismel.pdf
دملي یووالي دټینګښت لپاره دجرمن مېشتو افغانانولمړنی اوبریالی تیلیفوني کنفرانس په اړوند په دې لاندې لینک کې مالومات  ترلاسه کولای شئ :
http://talafghan.com/socialpolitics/milliyawwalaighwaru=mabismel.html

له آلمانانو سره دهمغږي  دګډو هڅوجریان  په لاندې لینک کې  لیدلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/12961

دولسي جرګې دتحمیلي اوجعلي ټاکنو په اړوند زموږ اعلامیه په لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/13035

دډېورنډ دتحمیلي کرښې په اړوند زموږ  د  اکتوبر میاشتې  اعلامیه په لاندې لینک کې لوستلای شئ :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/13482

که  دلینکونوپه خلاصېدوکې ستونځه لرئ، دسولې او نښتر په ویبلاګونو کې هم  زموږ  دچارو جاج اخیستلای شئ :
http://larawbar.com/peace/                                   http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/11512

دجرمني  په بایرن  آیالت کې زموږ دکولتوري ټولنې ټول ملګري  دنړۍ هر انسان ته را روان ۲۰۱۱ زکال  له سولې اوثبات  څخه  ډک او بختور کال غواړي .
الله امین یا رب العلمین

دجرمني په بایرن آیالت کې دافغانانو کولتوري ټولنه