افغان چارواکو ته دنړۍمېشتو افغانانواحتجاجلیک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بســـــــــــــــــــــــــــــمل
نن  د جرمني دبایرن  آیالت  دکولتوري  ټولنې غړو دنوي ۲۰۱۱ ز کال لمړنۍ غونډه  د ښاغلي  اسدالله  وحیدي د غیرقانوني  توقیف کېدو په اړوند وکړه  دغونډې جریان په لاندې ډول دی :
زموږ  د غونډې ګډونوالود افرادوپه  شخصي  فرمایشونو د افغان  ژورنالست  ښاغلي اسدالله  وحیدي نیول  په کلکه وغندل 
موږ د ښاغلي  وحیدي  نیول  دافغانستان  دبنسټیز قانون اوبیان  آزادي  ترپښولاندي کېدل  وبلل .
دافسوس ځای  دی  چې  د نړیوالودلسوکالویوازینۍ لاس  ته  راوړنه  د(بیان آزادي) هم غرغرې  ته  پورته  شوه  د یادولو وړده  چې د روانوستونځو اوکړاونوله کبله  هره ورځ  ښاغلی کرزی  په مخامخ ډول  ترنیوکو لاندې  راځي له  تلویزیون څخه  رانیولې تر  رادیو ګانو او نورو  رسنیو پورې  آن  دهېواد په  دننه کې په ډول  ډول  توهین کیږي  خوموږ  ونه لیدل  چې  ښاغلي کرزي  دې  دکوم  چادنیولو امر ورکړی  وي  داچې ښاغلی سپنتا نه توهین شوی او نه مخامخ ګوته ورته نیوله شوې  یوازې  د خبري ارزښت  لپاره هغه هم دواقعیت  له مخې یې له خپل سکني ورور سره نوم  ذکر شوی دا نه کومه ګناه ده او نه کوم جرم .
زموږ په اند دسپنتا دا سرزوري  دیو توپکسالار له  سرزوري سره یو برابر ده  ځکه خو موږ د افغانستان دبنسټیز قانون  په  رڼا کې  دښاغلي اسدالله وحیدي  په ځای  درنګین دادپرسپنتا  دمحکمې غوښتنه کوو .
دلته یوځل بیاراګرزو  زموږ غونډې  ته  دازموږ  دسږکال  لمړنۍ اوبریالۍ غونډه وه، له  پخوانیو غونډو سره یې توپیر پدې کې و چې  داځل  مو دیو نوي نوښت  په رڼا کې  داسې تصمیم  ونیو چې  نه  تنها بایرن مېشتي افغانان  بلکې  ټول  جرمن مېشتي، اروپا مېشتي  او آن  نړۍ مېشتي  افغانان  دملي مسئلو،بشري  حقونواو ملي ګټو په اړوند سره یو موټی او همغږي کړو .
له  همدې کبله  مو د غونډې  په  جریان کې  داکار پیل کړلمړی  مودجرمني کلن  ښارمېشتوافغانانو او ځینونورو  ښارونوکې له  پردېسو افغانانوسره تیلیفوني اړیکه  ونیوه ورپسې موله جرمني څخه بهرله فرانسي  رانیولې بیا ترانګلستان، سویس، اطریش، بلجیم، هالنډ، ډنمارک،سویډن، ناروي  اوله ځینونورواروپايي هېوادونوڅخه  
وروسته استرالیا، کاناډا امریکا اوافریقا مېشتو افغانانو ته هم تیلیفونونه وکړل  .
زموږ د تیلیفوني اړیکو پایله  خورا ګټوره تمامه  شوه  هغه  داچې  له  موږ سره وصل نړۍ  مېشتو افغانانو په یوه خوله  دبشري حقونو په  رڼا کې دښاغلي اسدالله وحیدي  غیرقانوني زندانېدل وغندل او له افغان چارواکو څخه یې ژر تر ژره  دنوموړي  راخوشي کېدل  او دهغه  د شخصیت اعاده وغوښته .
دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې ټول غړي لمړی له جرمن مېشتو بیا له اروپا مېشتو او ورپسې له ټولو نړۍ مېشتو افغانانو، ګرانوخویندو او وروڼوڅخه مننه کوي  چې نه تنهازموږ له ټولنې سره یې اتفاق  نظر وښود بلکې زموږ  دا ډاډیې هم  زیات کړ چې نوربه  انشالله  په نړۍ کې په ګډه  داخواره  واره  پردېس افغان  خویندې او وروڼه  سره منظم او دګران  هېواد او ولس دسوکالي لپاره به  دملي  روحې پر بنا په ګډه خولې تویه وو .
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
نن مودپنځو بجو په شااوخواکې  افغان سفارت  ته  هم  تیلیفوني هڅه وکړه خو فکر کوو چې دوی وتلي وو زموږ  داپورتنی احتجاج لیک به  ورفاکس کړو هیله ده چې دوی به هم رسمأ اجرأت وکړي .
په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنـــــــــــــــــــــه