دکابل دولت درۍ ګونې قواوې دایران په ولکه کې دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدامین بسمل
دافغان او ایران  په  تاریخ  پاڼو کې به  هیڅ  داسې کرښه ونه وینئ چې ایران  له افغانستان سره  ښه نېت لرلی وي .
که د صفویانو، نادرافشاراو ګورګین  وختونه اخوا پرېږدو او دا شاوخوا تېرو څلورو لسېزو ته ځیر شو بیا به هم  داسې  څه  ونه ګورئ  چې ایراني واکمنانوله افغان ولس سره مرسته،  زړه سوی او خواخوږي  ښکاره کړې وي .

دا چې  دروسي  اشغال  په وخت کې یې یو شمېر افغانانو ته  پناه ورکړې وه هغه هم له غرض څخه ډکه وه زموږ بې شمېره افغانان یې د عراق  په  تپل شوې جګړه کې دخپلو ملي ګټو لپاره  قرباني کړل  لکه  څنګه  چې  پنجابیانو د
کشمیر په مسئله کې دخپلوموخو لپاره  افغانان  وسوځول، افغان هفت  ګانه ګوندونه  یې یک ګانه  یا دوګانه نه کړل همداسې  د ګورګین لمسیانو افغان سه ګانه ګوندونه  یک ګانه  یا حتی دوګانه  هم نه کړل .
داچې زموږ دغو دوو تاریخي  دښمنوګاونډیانو ولې زموږ  دافغان  ګوندونو یوالی نه غوښت  فکر کوم اوس  خو به پدې  مسئله زموږ ماشومان  هم  پوهیږي .
کله  چې مسعوداو کارمل  د روسانو په دستور دملګروملتونو دسولې پلان سبوتاژ او وروسته  له مجددي څخه یې  په زور د رباني واکمني ته لار پرانستله له  هغه وخته  ایران  زموږ د وروڼو قومونو په مینځ کې دنفاق  په لمبو دتېلو شیندلو ته لا نور زور هم  ورکړ .
ایراني واکمنانو به  زموږ  د هزاره وروڼو دحمایې ترڅنګ  دنظار جنایتکاره شوراهم حمایه کوله  د رباني په دوره کې ایرانیانو په شمالي ټلواله کې ټول سست  عنصر ه او افغان  دښمن  کسان  پېژندلي وو .
دطالبانو له  را مینځ   ته کېدو سره  سم  دایران سیاست  نور هم  پسې پېچلی  شو، تهران  له  سپینې ماڼۍ سره  په  مشوره  دطالبانو په  وړاندې  دومره  په  شا تګ  وکړچې  په  مزارشریف کې  یې د خپلو مرموزو د یپلوماتانو؟؟ د مرګ  غچ  هم ونه شو اخیستلای .
دوه اونۍ مخکې مې همدې خبرې ته دآزادي په رادیو کې یوه لنډه اشاره کړې وه ممکین زموږ ځيرک سیاستوال پرې  پوه  شوي وي  خوکه  څوک نه وې پرې پوه  شوي  هغه یوه داسې خبره وه چې په سیمه کې دامریکايي اوږدې
ستراتیژي  یوه مهمه برخه  ایراني واکمنانو ته ورلوڅه  شوې  وه  چې  ګواکې  دطالبانو عمر  به  ډېر نه وي تاسو به په راتلونکې کې په افغانستان کې آزاد لاس ولرئ  .
همداسې وشول دیونوکال اوبریداس دتېلو کمپنیو په ټس کې دطالبانو نظام  په لوی لاس  را وپرزول شو دشمال غله او هېواد دښمن عناصر دقدرت  په ګدۍ کښېنول شول لکه  مخکې مې چې اشاره  ورته وکړه  ایران  د شمالي ټلوالې په مینځ کې  ټول سست عنصر ه او افغان دښمن  کسان  ښه  پېژندلي وو نو دا ځل یې همهغه  هېواد دښمن کسان دخپل خواهرزاده (حامدکرزي) له شااوخوارا تاو او دکابل دولت  په  درۍ ګونو قواوو مسلط کړل .
آیادکابل کابینې  یو شمېر وزیران لکه  دکولتور وزیر مخدوم  رهین  او ځیني نور وزیران   څوک او دچا لپاره کار کوي؟
دکرزي پخواني او اوسني  دوه مرستیالان څوک او دچا لپاره یې کار کاوه او یا یې اوس کوي؟
دولسي جرګې په ورستیو جعلي، تحمیلي او شرمېدلو ټاکنو کې څوک او دچا په مرسته ومنل شول؟
له  یونیم لک بهرنیوسرتېرو سره  یو ځای  دکابل  ادارې  اجرایه  قوې  په  ځانګړې  توګه  پولیس اوملیشیي اردو د چا اود څه  لپاره  ګڼ  شمېر د ټاکنو مرکزونه  ونه  شوای ساتلای  او یا یې  په  مصنوعي  ډول  دشمال په  پښتون مېشتو سیمو کې  نا ارامی جوړه کړه ؟
دقضایه ارګان ځانګړې  محکمه په څه لګیا ده چې لاتراوسه  دمعترضو وکیلانو په اړوندپرېکړه نه شي کولای ؟
له پورتنیو جملواو پوښتنو څخه  څرګنده  ده چې دکابل دولت  درۍ ګونې قواوې  دایران په ولکه کې دي .
دایران  دنورو بې شرمانه  مداخلو په اړوند مې تېره اونۍ دآزادي  رادیو ترشنه  اسمان لاندې  پروګرام کې  خپلې غاړې خلاصې کړې هیله  من یم  چې  زموږ  هېواد وال  راسره موافق  وي .
ومن الله توفیق                        http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/13405