د مولوی خالص ډله د تور او سپین دریمه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تیر پسی دریمه برخه
د مولوی صاحب خالص او د انجنیر صاحب حکمتیار د ګوندونو  په فکری لحاظ سره ورته دی او مولوی صاحب خالص نوی ګوند هم همغه د حزب اسلامی  د اساسنامی مواد  او اصول یي سره برابر وول خو که وروسته نه وی بدل شوی.د نجیب د حکومت د سقوط په وخت کی چي د شورا نظار او پرچمیانو د یو ګډ سازش له محی یي سقوط وکړ او ډاکتر نجیب خپل ملګری

د مر ګ په پوله پریښودل او تر هواي ډګر يي منده هم وکړه خو بخت ورسره یاری و نکړه په کابل کی د مجاهدینو د شپږو تنظیمونو او د نجیب ضد پارچم ډلی واک تر لاسه کړ د مولوی خالص ګوند په ټول قوت په دی حکومت کی برخه واخیسته او ټول قومندانان يي کابل ته ور و کوچیدل دا کار د هغی موافقی له مخی وشو چي په بیښور کی د مجاهدینو ۵۱ کسیزه شورای جوړه شوه او  او ددی شورای وظیفه دا وه چی  واک به ځان ته انتقالوی او مجددی به دوه میاستی ریس جمهور او ددی شورای سر پرست وی او بیابه واک استاد ربانی ته انتقالیږی چی له څلورو میاشتو تر دوه کلونو پوری به وی خو په دی موده کی به حتمی ازاد انتخابات تر سره کیږی.

ددی شورای  په جوړیدو کی لاندی مشرانو لاسلیکونه کړی دی
۱. مولوی صاحب محمد یونس خالص
۲.استاد برهان الدین ربانی
۳.استاد عبد الرب رسول سیاف
۴.پیر سید احمد ګیلانی
۵.حضرت صبغت الله مجددی
۶.مولوی محمدنبی محمدی
۷.انجنیر قطب الدین هلال د انجنیر ګلبدین حکمتیار په استازیتوب ځکه حکمتیار دغه وخت په لوګر کی و
احمدشاه مسعود ددفاع وزیر په حیث  همدی مشرانو ټاکلی
حکمتیار صراعظم او مولوی خالص،او ځینی نور د صدارت مرستیالان ټاکل شوی و
مولوی محمدی قاضی الفضات
دریمه ماده کی يي راغلی و چي دا موده به نوره نه اوږدیږی او د کابینی غړی به د رهبرانو له ډلی نه وی باید د تنظیمونو د ټیټی درجی غړی وی او کابینه یا وزیران به د صدراعظم له لوری معرفی کیږی

 


تیر پسی ۴ برخه
بزرګان پکی لغړ شول له ایمانه؟
څومره ښه چی بی نیاز د ګلیمجم شوی؟..
ها ها ها ها
حاجی ابراهیم د حقانی ورور د احمد شاه مسعود له خوا د قول اردو قومندان  ټاکل شوی و او همدوی ته د خوست  او پکتیا د قول اردو ټول نظامی مصارف سپارل کیدل او زما هغه ورځ شه یاد ده چی په کابل کی د سیاف او هزاره ګانو جګړه پیل شوه زه په همدی ورځ کمیټه مرکزی کی وم  الله دی ورته جنت په نصیب کړی مولوی محمدنبی پکی اوسیده قومندان موسی د میدان راغی محمد نبی سره یي لیدل خو هغه ویده و او بیا قومندان موسی د همدی تعمیر په عمومی دروازه کی په چوکی کیناستو په شټیل چیبر کی شین چای راغی همدلته مو نوش کړ او ما ته هم پکی یوه پیالګی ورسید ۲۰ دقیقی وروسته جلال الدین حقانی راغی همدلته له موسی سره خبری کولی چی مولوی منصور راغی او وروسته احمد شاه مسعود راغی ټولو روغبړ وکړ خو زما ډیره د لچسپی په دی کی وه چی دا وګورم چی ایا د مسعود رښتیا یو غوږ نشته؟ ځکه ما اوریدلی و چی دا پکول ځکه کوږ ږدی چی یو غوږ حکمتیار ترینه پری کړی خو دا هسی افسانه وه مولو محمدی هم ځان سره راټول کړی و د میلمنو لیدو ته يي ځان چمتو کړی و د همدی تعمیر پورته پوړ ته ټول وختل ما هم ځان د مهمو اشخاصو په لیکه کی تیر کړ د یو ستر سالون په منځ کی مولوی محمدی د ټولو هرکلی وکړ تک سپین کالی او تکه توره چپن او شینبخونه لونګی په سر او دا می د خپل ژوند لومړی ورځ وه چی دا ډول جلسه کی ګډون کوم او داسی سالون او غرونه غرونه غټی غټی چوکی وینم خو څه دروغ به وایم په چوکی می کوناټی کینښود او یو زه نه نور هم ډیر ولاړ وول او شاید ما رنګی ډیر په دی جلسه کی به و خو ما هم ښه لباس په غاړه و د حقانی کسانو به فکر کاو چی د موسی کس دی او د مسعود کسانو به فکر کاو چی د حقانی سره راغلی یم او د مولوی محمدی له ساتونکو خو بیخی لار ورکه وه مګر یوه مسله دا وه چی هغه وخت دا دجاهلیت  ځانمرګی نه وه چی نه مسجد تری په امن کی دی،نه فاتحه او نه بازار او هسپتال او مکتب او .................

غونډه کی د مسعود خبرو دروندوالی درلود اخر فیصله په دی وشوه چی مولوی صاحب حقانی دی سیمی ته ورشی او ددواړو تر منځ دی اوربند وکړی او که هزاره ګانو اوربند ونه مانه نو ټول په ګډه پری حمله کوو دا د مسعود الفاظ و او نورو ټولو ورسره هو وکړل خو ددی پریکړی بدی پایلی پښتنو و ګاللی او تر هغی د میرمنو سینی پری کیدی،په سر و یي میخونه ټکوهل  کیدل او يښتانه داسی په کانتینرو کی په اور پاخه شول لکه نن چی د برما مظلوم مسلمانان په ښکاره د سړکونو په سر په ژوندینی سوزول کیږی  تر هغی چی د هماهنګی شورای په جوړیدو سره ددی اور لمبی خاموشی شوی،بله خوا د خالص د ګوند بل مهم قومندان حاجی حضرت علی له مهماتو ډکی طیاری مسعود ته ورلیږلی او په هلیکوپترو يي هم لیکلی و(این طیاره خود سنک استه دعوه کس قبول نمیشود) سنک د حضرت علی ورور و.ایا داسی کوم بل قومندان د مولوی صاحب خالص د ګوند شته چی له دی جګړو،تباهیو،وینی تویدو ځان ته برات ورکړی او دا ادعا وکړی چی دا ګوند بیپری او  دنورو په نسبت سپیځلی دی؟؟؟؟؟؟؟؟ نه پو هیږم چی محمد زمان مزمل شعر د کوم مسلمان او د کوم بی ایمانه په هکله ګړیږی؟ د ننګرهار د ولایت په اداره کی ۵۰٪ واک له مولوی صاحب خالص  د ګوند سره و ایا همدی ډلی د ننګرهار د والی معاون او د شورای مزستیال حاجی شمالی په بی مروتی سره و نه وژلو؟ ایا ننګرهار یي په قومی او تنظیمی جګړو اخته نکړ؟ ایا مولوی صاحب دا مسلمانی او میړانه وکړه چی حاجی قدیر،انجنیر صاحب محمود،حضرت علی او نور هغه چی د شمالی او د هغه د ورور په شمول د نورو مجاهدینو په قتل کی شریک وول؟ د حاجی شمالی کورنی وای چی له پهلوان سیدمحمد شهید،مرحوم منلګیار او فضل حق مجاهد پرته نور ټول قومندانان زموږ د وروڼواو ملګرو په قتل کی شریک و او په راز کی وول.
مننه نور بیا

ملا   وحید