• لوګر کې څه تیریږی ۷ برخه‏

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شاهد لوګري
تیر پسې...اوومه ۷ برخه
په ازري کې د طالبانو لومړی وژنه له دی پیل شوه چې د یو شخصې پاک اپ موټر ډریور شیرولې د حضرت محمد زوی د منګل د کلې اوسیدونکې او دده تره شاه ولې د خالص (رح) د تنظیم جهادی قومندان و او دیو د سردار په نوم د همدی کلې یو اوسیدونکې راته وویل چې شاه ولې  په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د کیمپ ملک هم و او په همدی وجه خلکو ورته ملک شاه ولي هم ویل.شیر ولې شخصې موټر درلود
او له ازره به يي جلال اباد-ځاځیو او لوګر ته سوارلې وړله او راوړه دده کلیوال واي چې ډیر ټولنیز او اجتماعي خاصیتونه یي درلودل او ډیر ملګری يي درلودل خودده د مرګ سبب دا وو چې نوموړی په ځاځیو کې د افغانستان د ملې اردو د سرحدی قواؤ له قومندان سره شناخت درلو او ناسته پاسته يي ورسره کوله خو نومړی په دی نه پوهیده چي بې هویته طالبانو زما د مرګ فتوا صادره کړی ده،یوه ورځ نوموړی د ازره د مشهور کوتل (لکړي) د غره په سر کې له پوز وهلو وسلوالو سره مخ کیږی او له موټر څخه نوموړی او سوارلې ښکته کوی او په نوموړی لاسونه تړی او له نورو يي جدا کوی او باقې پاتي سوارلي له شیرولی جدا بلې کندی ته ښکته کوی او یو مسلح کس ورته د پیري په خاطر مؤظف کوی خو له څو دقیقو ځنډ وروسته دا وسلوال په کندی کې ناستو کسانو ته واي چې ترڅو موږ درته حکم نه وی کړی له دی ځایه به نه اوچتیږی او دوی ته واي چې مخونه هم ښکته طرف ته کړی او جګ هم نشې او وسلوال هم له دوی څخه ځې،خو دهمدی پیښې یو عینې شاهد داسې راته وویل:

موږ څونفره سوارلې يي په کنده کې کښینولو او وسلوال راته خبرداری هم راکړ که له ځایه وښوریدی نو سزا به مو مرګ وی او ټول يي په اول سر کې تالاشي کړو ساعتونه،نقدی پیسې يی راڅخه واخیستې لومړی په هغه لاسونه وتړل او د نوم پوښتنه يی تری وکړه خو هغه د خپل کشر ورور نورحمن نوم ورکړ چې ایله بیله اوس د۱۳ دیارلسو کلونو و خو کله يي چې له موږ راوان کړ نو صرف همدومره خبره يي له خولې ووته چې(هي د حضرتي زویه څه بیځایه لاړي) او بیا يي موږ یوی ژوری ته ښکته کړو نو نور مو د شیرولې شهید څیره او غږ وا نه وریدو ،طالبان له چا سره په سټلایټ تلیفون غږیدل خو چې کله خبری ختمې شوی د پک اپ انجن غږ مو واوریدو چې چالان يي کړ او غږ ورو ورو لیری کیده خو بیا ورک شه خو لکه چې موټر يي لږ وړاندی بیولې وی او هلته یي بیا انجن خاموش کړ خو د وسلوالو خبری مو اوریدی چې بیا په تلیفون کې غږیدل خو واضع نه وی او دمقابل طرف غږ خو هیڅ نه اوریدل کیدو بس له دی سره سم څو ډزي وشوی او د موټر د انجن غږ هم اوچت شو او لږ وروسته هر څه ورک شول خو موږ له ویري هملته ناست وو او ډیر وروسته مو ورو ورو څار وکړ چې ګورو هیڅوک نشته او د شیرولي شهید جسد په وینو لت پت پروت دی او مړی ته ورنغلو او د کلې په خوا مو منډی کړی خو یو نیم او یا دوه ساعته وروسته کلې ته راورسیدو.

یو بل کلیوال حاجې عبدالقیوم راته وویل وویل تقریبا پنځوس کسان ځوانان له وسلو سره برابر شولو او ورپسې ورغللو مګر بدقیسمتې په دی کې وه چې موږ له دی پیښې تقریبا ۵-۶ ساعته وروسته خبر شولو نو اوس دا ناشونې وه چې قاتلان دی په لاس راشي او په دومره وخت کې هغوی پاکستان ته هم رسیدلې شول او همداسې شوی هم و،بس د شهید جسد مو راپورته کړ او پک اپ موټر يي وسلوالو له ځان سره بیولې و،شیرولی په عمر تقریبا۲۶-۲۸ کلونو تر منځ و او تازه يي واده کړی و د کلې په هدیره کې مو دده ځوانمرګ جسد له ځوانمرګو ارمانونو سره خاورو ته وسپارلو،میرمنې،خویندو،مور او خپلوانو يي په چیغو چیغو خپل سرونه شوکول او هیڅ هم په لاس نه ورتلل،یو بل کس راته وویل خورا ستره جنازه یي وه او د جنازی په مراسمو کې غږ پورته کړاي شوه چې تر خپله وسه چنده واچوی ترڅو څه کسان وګمارو چې ددی کار پلټنه وکړی او ګودر یي پیدا کړی ځوانانو څادرونه ونیول او هرچا جیب ته لاس کړل او تر خپلې وسي سره سم يي څادر ته پیسې ورغورزولې او تقریبا ۱۴۰۰۰۰ یولکه څلویښت زره نقدی راټولې شوی او او د قاتلانو د تعقیب لپاره عبدالستار چې د منګل په لیسه کې معلیم دی،سردار چې د شیرولې اوښیې کیږی او خپله د شهید مشر ورور نعیم خان و ګمارل شول اخر يي درک دا وشو چې موټر د خړډنډ له لاری پاکستان ته بیول شوی و او په ځاځیواو جړډنډ کې هم عسکرو او ځینې نوروکسانو د موټر نښیې او نښانې ورته ویلې وی چې په دی لاره تیر شوی و خو اخر د پاکستان په ټل نومي ښارګوټې کې د یو رنګمال ددوکان مخې ته وموندل شو او کله چې له رنګمال وپوښتل شو دا موټر خرڅوی؟ نو هغه ځواب ورکړ نه وروره دا طالبانو راوستي ورته رنګووم يې او بیا يي زیاته کړه په دی کې يی د ملې امنیت ریس وژلې او دا يی څلورمه ورځ ده چې دلته يي راورسولو خو دی کسانو د ټل بازار علاوه د صدی بازرا هم لټولې و او کله يی چې موټر پیدا کړ دوه ورځې څار وروسته یي رنګمال ته وویل چې وروره دا ګاډی زموږ ده او زموږ نفر هم پکې وژل شوی خو دی پیغام رنګمال ولړزاؤه او د طالبانو ادرس يي ورکړ مګر لومړی یي ځان سره یو سیمه ایز طالب پلوه ملا د یو بل چا په ذریعه ملګری کړ او بیا یي اصلې ځاي ته ورغلل طالبانو په دی فیصله وکړه چې موټر بیرته ورکړی او د قتل په هکله به پلټنه کوی پک اپ طالبانو بیرته له سرحد ورته راواړوله او دوی ته یي وعده ورکړه چې تحقیق به کوی خو یوه میاشت وروسته بیا ورغلل چې د قاتل درک وکړی طالبانو ورته وویل که له دی مسلې پسي مو نور څار وکړ نو برخلیک به مو د همغه په څیر وی او په تیښته راوتښتیدل خو د طالبانو انقلابې وژنو داسي ډیر ځوانان وخوړل.

نور بیا