• د مولوی صاحب خالص ډله ۲۱ برخه‏

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
تیرپسې....۲۱ حصه
ددی ناوړه پیښې پیل د جلال اباد د والې په ماڼې کې د ننه د والې،معاون او د شورای د غړو تر منځ له یوه معمولې لفظې شخړی راپورته شو او هغه دا وه چې د والې په رسمی دفتر کې په داسی حال کې د شورای د غړو ترمخ په لمیزونو نسواردانې ایښې وی چې تاه به ویل دګلانو ګلدانې ایښې دی او خپله والې صاحب ښاغلې حاجی عبدالقدیر به د خپلي سوارلې په ګاډی کې هم ګرځوله او په اخر کې ددی ګوند په پلویانو
کې همدا یو منلي دستور وګرځول شو هر قومندان او سرګروپ به موټر کې نسواردانې له ځان سره ګرځوله.د معشوقې سقاوی ته به چې ورغلې نو دشمالې هر سرګروپ او مجاهد به ورته ویل ماته داسې ږیره سازه کړه لکه د حاجی شمالې. د والی معاون د شورای سالون ته را دننه شو چې د لمیزونو په سر نسواردانیو ته يي وکتل په خپله ورتیر شو او ټولې يي راټولې کړی خپل باډیګارډ قدیم نامی ته يي ونیولې او ورته یي وویل دا دباندی په لښتي کې ګذار کړه او هغه هم د خپل مشر امر په ځای کړ له همدی مسلې یوه لفظی شخړه راپیدا شوه او حاجی قدیر ،زمان حاجی او شمالي ترمنځ ډیر بد بد الفاظ تبادله شول شمالی ورته وویل داد ولایت دفتر دی نه سرخرود او نه خوګیاڼې دا خبره په زمان ډیره بده ولږیده او شمالی ته يي وویل ته راسره ناست يي موږفکر وکړ دولایت په ځاي کیژدی کې ناست یوو(یعنې ته کوچی يي) خو شمالې ورته وویل موږ د ځناورو لپاره جدا کیژدی لرو خو په دی وخت کې قومندان ملنګیار او فضل حق مجاهد مداخیله پیل کړه او شمالې يي له لاس ونیوو چې له سالون یي د باندی اوباسي نو حاجی قدیر ورته وویل شمالې خان موږ مجبوروی چې په شورای کې ستا په غړیتوب له سره فکر وکړو خو شمالی رډ ځواب ورکړ او ورته یي وویل دا پکول په دی لمیز درته ږدم که دادی هم له خپله ځایه اوچت کړ نو نر يي او که....نور غلې شو او د تولو خواوو باډیګاردان هم څک څک ودریدل او شمالې له سالون وویستل شو د قصر په چمن کې ملنګیار او مجاهد ورته نصیحت وکړ چې دا کار ستا له شان سره برابر نه و او له یو څه خبرو وروسته بیا هم شمالې کې کوم بدلون ونه لیدل شو او شورای ته د ستنیدو په ځاي د ولایت په ۵۰۰ متری کې خپل استوګنځې ته ستون شو او نوره شورای په خپل ځاي کې ناسته وه او کله چې ملنګیار او مجاهد بیرته راننوتل نو شورای ته يي وویل هغه مو رخصت کړ او خپل مرکز ته لاړو خو دا هم د ټولو له نوم او شان سره نابرابره خبره ده چې د نسوار دانیو په سرمو دومره جنجال جوړ کړ حاجې حضرت علې ورته وویل آګا شمالې سره هم څوک په خبره پوهیداي شي؟ خو هریو لږ لږ څه وویل مګرله زیات بحث یي ډډه وکړ او هریو له ولایت ووتل خو له همدی ورځې وروسته یو په بل ناباوره شول او د شورای جلسئ معطل شوی او والې او معاون بې له دی چې هماهنګې ولری په خپل سر کارونه اجرا کول او ډول ډول ګنګوسي هم راپیداشوی قومندان شمالې په طورخم کې د خپل ګوند یوه غنډ باندی حمله وکړه او ډیر مهمات او امکانات لاس ته ورغلل او خپله يي هم په جلال اباد ښار کې استوګنه بس کړه او په همدی نیولې غنډ کې اوسیدل پیل کړل،له څو اوونیو وروسته د زمان ورور حاجې امان له پیښور ورغې د شمالې او شورای ترمنځ يي د روغې جوړی هلې ځلې پیل کړی خو شمالې یي دی ته راضې کړ چې جلال اباد ته لاړشې او خپل مرکز کې ځاي په ځاي شی څو ورځې وروسته په ولایت کې شورای دایره شوه او له سره يي د ولایت په تشکیل غور پیل کړ او انتخابات یي سره وکړل او شمالې د شورای ریاست ته لاره ونه مونده خو دلته بل جنجال دا راپیدا شو چې ادعا کیده ځینې کسانو خپله رایه دوه ځایه کارولې وه نو دی مسلې  نوی کشمکش وزیږاؤ او دی اخ او ډب نوره بیباوری پیدا کړه خو لس ورځې وروسته یي بیا د مجلس دایرؤلو باندی توافق وکړ د پیښور او دوبې چکری پکې ووهل شوی او نوی تعهدونه او پیلانونه په کار اچول شوی وو.

د مولوی خالص ګوند او د محاذ ملې قومندان حاجی زمان د ننګرهار په سطحه موافقه کړی وه چې باید شمالې ووژل شي او دا پریکړه حتمئ وه ،کله چی په ټاکلې نیټې شورای ته راغې نو باید ووېل شې او کوم قومندانان چې په دی پروګرام کې شریک وول هریو خپل لس لس(۱۰) اعتمادی باډیګارتان په دی ګمارلې وو چې کله شمالې شورای ته راغې او بیرته درووت که موږ ورسره یو ځاي درووتو نو ددی معنې دادی چې موافقې ته رسیدلې یوو او که یوازی شمالې درووت نو ددی معنې به داوی چې جوړه مو نده شوی نو باید ترور یي کړی خو عاجل اخیستې بیا عقل نلری د شورای له ټاکلې نیټې یوه ورځ دمخه شمالي ولایت ته غوښتل کیږی او نوموړی هم په داسی حالت کې ورځې چې ډریور،او پنځه ساتوونکې ورسره وو.دده شخصې ډریور تورګل داسي واي:موږ چې کله ولایت ته ورغلو نو زه په وضع شکمن شوم او ما حاجې شمالې ته مخ کړ چې حاجې صاحب دادی شورای وضعیت راته ښه نه ښکاری او مړ دی نه کې؟ نو شمالې په غصه ځواب راکړ د ډار تعویذ درته نشم کولاي او زه هم غلې شوم خکه شمالې داسی خاصیت درلود چې موږ يي کله هم ډیر دلیل او بحث ته نه پریښودو او ډیر قاطع و،دوی ټول شورای ته ننوتل زه له موټر سره د حویلې په منځ کې وم خو د نورو عادی ورځو په پرتله نن دلته ډیر وسلوال لیدل کیدل او د ولایت د بام په سر هم مسلح کسان کینول شوی و د ولایت ددروازی مخامخ د امان الله خان د باغ ددیوال شاته هم کسان ولاړ وو او د ښار په طرف هم تللې سړک کې کمین ناست و. کله چې شمالې د قصر له سالون راووت په غصه و او ماته يي وویل حرکت وکه توره نو دغه وخت مي بیا ورته وویل چې حاجې صاحب دا خلک مو وژنې هر طرف يي کسان کښینولې دی خو د صابر په نوم یو بل ساتوونکې چې دازره ولسوالې د منګل د کلې و او ډیره ایمانداره مجاهد و هغه ورته وویل چې مخابیره به وکړو نور کسان به راوغواړو خوشمالې ونه منله او ویل يي حرکت وکړه چې څنګه د ولایت مخکې د پلپل غټی ونې خواته ورسیدو له هر طرف راباندی برید وشو او ټولو له موټر ځانونه خطا کړل شمالې لومړی زخمې شو او لاندی د ونې لاندی يي ځان خطا کړ او له هغه ځایه ځان نالې ته ګذار کړ د باغ له خلکو پناه شه مګر د بام خلکو وویشت او شهید يي کړ.زه په خپله سخت زخمې شوم،صابر هم زخمي شو او نور ساتوونکې ووژل شول، دولایت شا او خوا کسان وتښتیدل د شورای غړی وختې د ولایت له ماڼې د شاه طرف ته وتلې و زموږ مړی هملته پراته وو او زه او صابر په زخمې حالت کې ووتو او خپل نږدی مرکز ته مو ځانونه ورسول دوا ډیره وه او پټې مو وکړی او ددرد ستنې يي راته راکړی او موټر یي راته ونیوه او دعلاج لپاره يي کابل ته  ولیږلو او یو خط یی هم راکړ چې دا سروبې کې زرداد ته ورکړی او هغې کې ورته د شمالې د وژلو خبر لیکلې خو هغوی د مخابیری له لاری د پیښې له پیښیدو سره سم خبر وول او خط ته یي ضرورت هم نه و.موږ ته يي کسانو قدر راکړ پټیې يي راته بدلې کړی یو میلون افغاني يي هم راکړی او کابل ته یي رخصت کړو خو خپله زرداد په چهاراسیاب کې و.

نور بیا
ملا وحید