• د مولوی صاحب خالص ډله د تور او سپین په څیره کی‏

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
تیر پسی ۲۶ څپرکی
د ۱۹۸۰ لسیزی کی په ننګرهار کی تقریبا دری سوه ۳۰۰ نیمه دولتی اجیر جنګیالی(د مشرقی ګیلم جم) ملیشو د جګړی په ډګر کی غړی وښوییدل او د مولوی خالص مجاهدینو ته سلامی شول خو د طمع برخلاف هغوی ټول په وحشیانه ډول د شپی له مخی ووژل شول او بیا په پلاستیکی بوریو کی د سیند تر غاړی په غوړګو
کی غورځول شوی وو خو نه ددی ګوند مشرتابه او نه یی قومندانانو کوم دلیل وړاندی کړ چی ایا ددوی ظالمانه وژنه کوم دینی فریضه وه او که دا تسلیم شوی عسکر د کوم افغانی دود له مخی ووژل شول ؟ زه د مکتب د نهم صنف محصل ووم چی د اوازه شوه چی حکمتیار د حزبیانو لیسی ته راغلی او محصلینو ،استادانو او د کیمپ مهاجرینو ته وینا کوی نو زما یو همصنفی چی حکمتیار ته  به یی ورور ویلی(زمونږ ورور د ستاسو یار حکمتیار حکمتیار) نو ماته یی په خندا وویل  وهلکه رازه چی نن درباندی ورور وګورم او ستا پلار خو هسی د ګیلانی لکی کلکه نیولی او هغه هم خلک واي چی موټر کی ځان سره سیار ټوایلټ (بیت الخلا) ګرځوی نو داخبره راباندی ډیره زښته ولګیده خو ده ته می څه ونه ویل ځکه چی د روسانو او کمونستانو له خوا قتل عام شروع وو او  هره ورځ به کیمپ ته شهید او زخمی راتلو او زما د پلار امیر پیر ګیلانی چندان د سنګر میړنی هم نه و خو که به مو اخبار او یا مجله لیده نو د ګلبدین به داسی عکس حتمآ پکی و چی وسله  په لاس او یا په غاړه کی ورسره وي نو خدای شته دی کار ددی ترڅنګ چی سنګر کی میړنی وول نو په عکس کی هم میړنی ښکاریدل. دوست هم خفه نکړ ورسره لاړم د لیسی دروازه کی مسلح کسان ولاړ وول خو بیی له تالاشی دننه شولو او دا می لومړی ځل و چی ګلبدین له نږدی ګورم خو وینا یی تیره شوی وه او د استادانو او محصلینو پوښتنو ته یی ځوابونه ویل او کس ترینه سوال وکړ چی د نورو تنظیمونو مجاهدین راته پیغورونه راکوی چی تاسو شاهنواز تڼی ته پناه ورکړه: نو حکمتیار ورته په ځواب کی وویل هو دا کار مونږ کړی هغه ځکه چی له ټولو د مخه مونږه عمومی عفوه اعلان کړی او ددولت هر مامور او کارمند، که د هری سویه وی له خپلو کړو وړو نادم او پښیمان وی د اسلام غیږی ته راګرځي د ملت په خلاف له جګړی لاس اخلی له خپل ولس سره ملګری کیږی ،مونږ د اسلامی اصولو له مخی دا پریکړه کړی حزب اسلامی  به ورته پناه ورکوی دا کار مو کړی او اینده کی یی هم کوو، زمونږ له اعلان وروسته نورو تنظیمونو هم همدا  کار وکړ عمومی عفوه یی اعلان کړه ،هغه دی نجیب هم نن وای چی مسلمان یم او یوازی ږیره می نده پریښی چی د نجیب دا حال وی نو تڼی چی د حزب په ګاډو کی ګرځی د حزب اسلامی سره وی نو د هغه به څه حال وی؟ که نجیب هم همدا لار تعقیب کړی زه ورته پناه ورکووم او په دی کی داسی څه نه وینو چی اسلام دی ورسره مخالف وی.

کله چی د طالبانو تحریک په مشرقی حاکم شولو نو مولو خالص په ګوند کی له قومندان حضرت علی  او حاجی قدیر پرته نورو ټولو له ملا محمد عمر سره بیعت وکړ او مولوی صاحب خالص او حاجی دین محمد کندهار ته د بیعت لپاره ورغلل او له دی وروسته پرلپسی کابل او کندهار ته سفرونه کول خو کله کله به له اوږده انتظار وروسته لیدنه تر سره کیده او کله به له یوی هفتي انتطار وروسته بی له ملاقاته بیرته راتلل خو په جګړه ایز دګر کی ددی ګوند قومندانان حاضر وول د طالبانو په څو کلن حکومت کی چی څومره ټول وژنی شوی دا ګوند پکي شریک وو او جلال الدین حقانی په تحریک کی د ډولچیانو یو رسمی کنډ ک هم درلودو چی د جګړی د ګرمیدو په وخت کی ډول ودرزوی او جنګیالی راټول کړی ددی ګوند غړی په تحریک کی د وزارت تر حده رسیدلی وو نو په ډاډ سره ویلی شو چی له بیعت وروسته دا ګوند منحل شوی او نوره هیڅ ګوندی ریښه نه لری. بله دا چی دا ګوند په ملی خیانت ،جنګی جرمونو کی تر ستونی غرق دی او له ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا له خوا د افغانستان راتلوونکی  مشر تابه لپاره انتخاب هم د همدی ګوند د معاون ورور او د کابل ولایتی امیر او د مجددی او ربانی په دوره کی د کابل د نظامی شورای د څو کسیزی کمیټی غړی قومندان عبدالحق و که د طالبانو په لاس وژل شوی نه وایی نو د کرزی په ځایی د امریکا یانو انتخاب د مولوی خالص د منحل شوی ګوند څخه و دا ددی غمازی کوی چی دا ګوند له پیل څخه له امریکا سره ښیی پالنی درلودی.

ادامه لری
ملا وحید