• دا تصادف مه ګڼۍ جدئ خطر ده‏

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ملا وحید
•    رلپسې څلورمه برخه
•    د ازره ولسوالی د تیرو یوولسو کلونو په دوران کې تقریبآ څلور میاشتې د امریکايئ عسکرو د شتون شاهده وه او هغه هم د قومي مشرانو د هلو ځلو په نتیجه کې له سیمی ووتل او په ډاډ سره ویلی شم چی که ظاهر خان جبارخیل، حاجی منجئ ،او رحیم وردک دا ولسوالی ورته د القایده ،طالب او حزب اسلامی په رنګ نه وايي لړلې نو شاهد یوه هفته يي هم نه واي تیره کړی خو د قومی مشرانو دی کور ودان وی چې له پرلپسې خبرو اترو

وروسته يي یرغلګر قانع کړل او له سیمې ووتل او له دی وروسته د لوګراو ځاځیو په ولسوالیو کې د ملی پیوستون له لاری ډیر د پام وړ کارونه وشول او همدا اوس ۶۰-۶۵٪ ازره د اوبو بريښنا لری او نه يي په خلکو بیل شته دا خکه چې د سیمی خلکو اکثره بودیجه د برق په جوړیدو مصرف کړه ، کله چی د عشق څلې په کوتل د شپې له مخې ور کوز شی نو ټوله ازره سپین برقونه ښکاری.
•    دولت فیصله وکړه چې د لوګر له مرکز پل علم نه ازره او له هغه ځایه د ننګرهار حصارک ولسوالی او ځاځیو ته پوخ او اساسی سړک وغځوئ او عملا کار ورباندی شروع شولو سروئ يې وشو او بلډوزرو کار پری پیل کړ څو کسان ورباندی شریک وول او یو کس د دلاور فیضان په نوم قراردادی هم پکی و چی په غالب ګمان د ازره څخه ؤ خو نوموړی د سیمی له طالبانو سره جوړ جاړی وکړ چې تاسو ټکه پوکه وکړی زه به دولت ته ووایم چی ما ته پیسې ډیری کړی چی زه قومی لښکر پری جوړ کړم چی د بلډوزرو امنیت ونیسئ  نو نیمی به تاسو ته درکووم او نیمی به زه اخلم خو طالب پاټکئ ملا لعل محمد دا خبره ورسره قبوله کړه خو کله چې موضوع رسواي ته ووتله نو فیضان ډالر پری بند کړل او په بدل کې طالبانو مزدوران او یو تن د ملې پیوستون مامور داکتر عبدالولی چې فعلا د لوګر د ولایتئ شورای ریس ده او د غلا دوسیه هم لری وتښتاؤ مګر د کلیوالو په مټ راخلاص شولو ، دلاور فیضان د ولسی جرګې لپاره کاندید هم و خو ناکام شو او د کمپاین په وخت کې يي یو کس هم قتل کړ بیا امریکا ته وتښتیده اوس هلته ژوند کوی او د سړک پیسې يې هم یوړې او په فیسبوک کې هم د دلاور فیضان په نوم شته او اوږدی څنې يي هم دی.
•      خو څه وخت وروسته ازره د صلح ولسوالی اعلان شوه د خلکو ژوند مخ په ښه کیدو و ځوانان لیسو او مکتبونو ته تلل، انجونه مکتب ته تللې،کلینیکونه فعال وول،د ابادی کارونه شروع وول،مسجدونه له خلکو ډک وو او ژوند په خپل عادی مسیر راوان و خو متا سفانه راتلوونکې اوړې د پاکستان حکومت دی سیمو ته د طالبانو ځانګړئ ګروپونه و ګمارل چې د مولوی منصور وراره يې مشری کوی او هم د لوګر لپاره ټاکل شوی والی ده او د ځاځیو سیمه کې د حقانی او د کرم ایجنسې  طالبان وګمارل شول ددوی لومړی ګواښ  د انجونو مکتبونو ته وو او له هغې وروسته د سړک د جوړونې په پروژی بریدونه پیل کړل ددي سړک لپاره څلورویشت۲۴ میلونه ډالر منظور شوی و او د ځاځیو تر اخره سرحده به قیر کیدو نو د مخنوی لپاره يې د طالبانو څو ګروپونه وګمارل شول او ټولو ګروپونو ته قومندانان کوچیان وټاکل شول مثلآ
•    ادم کوچی
•    امارتې کوچې
•    لعل محمد په ازره کې  او امین جان کوچې  د حصارک لپاره  په محمد اغې ولسوالی کې سلطانخیل کوچیان، مچلغو کې کوچیان،ګردیز کې کوچیان او همدا اوس په پاکستان کې کوچیانو ته شناختی کارډونه ویشل پیل شوی دی او د پنجاب طرف اټک کې د حاجی منجی په کور کې لستونه جوړیږی او خلکو ته کارتونه ورکول کیږی دا لړی وخته شروع شوی او په همدی شناختی کارډونو ځینی کسان حج ته هم لاړ وول تاسو به څه وخت دمخه د خیبر ټې وی څخه او له پاکستانی میډیا اوریدلی وی چی حاجی منجی له شهباز شریف،زرداری او نورو وغوښتل چی کوچیانو ته شناختې کارډونه ایشو(توزیع) کړی ....کیونکه هم پاکستانی هیی پاکستان همارا فخر هی  او......خو دا هسی د اي اس آي مانور و خو کارتونه يې ډیر د وخته ورته شروع کړی دی او څه موده د مخه فیسبوک ته د هغو اخبارونو کاپی هم رسیدلی وی چی د حاجی منجې د همدی غونډی او شعار عکس هم پکی و.
•    ادامه لری
•    ملا وحید
•