ولې بې اتفاقه یو؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
ترپورتني سرلیک لاندې دښاغلي زکریا پوپل یوه په زړه پورې  اومفصله لیکنه په ځینو ویب پاڼو کې خپره شوې چې دپام وړ ټکوته یې ګوته نیولې ده۰ په ننیوحساسو،ترینګلواوجګړه ییزو شرایطوکې چې دهیواد او خلکوپه برخلیک پردي واکمن دي اوظاهرآ دوسلوال اپوزیسیون سره د جوړجاړي او پخلاینې خبرې هم کیږي داموضوع دخپل ارزښت اولومړیتوب  له امله دغوراوبحث وړهدف دۍ ۰ لدې کبله ما وغوښتل پد ې هکله خپل آندونه 

ددرنو لوستونکوسره شریک کړم اوهم د ښاغلي پوپل وړاندیزته چې نوروطنوال هم پردې اړینه موضوع  بحث وکړي مثبت ځواب ورکړم ۰ هیره نشي چې دټولنیزوچارواوپه ځانګړې توګه دیوه ولس دتاریخ ، کړنواوټولنیزروان څیړنه خوراپیچلې اودرنه مساله ده چې دلوړې کچې پوهې خاوندان کولای شي هغه په ښه توګه ترسره کړي۰ داچې دې پوښتنې ته چې موږولې بې اتفاقه یو اویا ولې زموږتاریخ  دمخامختیا ،ټکرونو ،بې ثباتۍ ، خونړیوجګړو، ډله ئیزو وژنو ، توطئو، پټومعاملو،بغاوتونو، پاڅونونو، کودتاګانو ، اړودوړو، دواک دمد عیانوله لوري یوبل ته دماینونود ایښودلو او تاوتریخوالي یوه ټولیزه ده هغې ته ځواب موندل خورا ګران  کاردۍ اویوازې هغه څیړونکي او پوهان ددې کارجوګه کیدای شي چې د افغانستان دپرونيو اوننيوترخو واقعیتونونسبي رښتینی انځوروکاږي چې دانتروپولوژۍ ( بشرپیژندنې ) ،سوسیالوژۍ ( ټولنپیژندنې ) اوسیاسي تاریخ په عصري تئوریوسمبال وي۰داهم باید وویل شي هغه څه چې پدې لیکنه کې وړاندې کیږي زما د نیمګړې پوهې محصول اواخیستنې دي ۰ زما له آنده داچې افغانان ددې جوګه شوي ندي چې خپلمنځي ستونزې اوددولت جوړولو چارې د پوهاوي اوسوله ییزولاروحل کړي هغه دهیواد وروسته پاتې والی دۍ۰ ددې وروسته پاتې والي  منطقي پایله بیسوادي اوبیخبري ، تحجر، احساساتي چلند ،خودخواهي ،قبیلوي او سکتاریستي تفکر ، غیرعلمي نړی لید ، ټیټ سیاسي شعور اود افغان سیاستوالوسیاسي کمزوري ده۰ سربیره پردې دوه نورلاملونه هم ددې سبب شوي چې افغانان سره ویشلې پاتې شي او دیوه واحد ملت په شان سر راپورته نکړي ۰ یودهیواد طبیعي غرنی جوړښت دۍ چې په افغانستان کې دمیشتووروڼو قومونواوتوکمونو ترمنځ  داړیکو محدودیتونه  رامنځته کړي دي۰ نن مهال هم په هیوادکې داسې سیمې ترسترګو کیږي چې دسړکونودنشتون له امله  دخلکو ترانسپورتي وسیلې حیوانات دي ۰ چاپیریال لکه سیاسي نظام اوډله ییزې رسنۍ د خلکو د آندونوپه سمبالولوکې دسترګو وړرول لوبوي اوهغوی ته لوری ( استقامت ) ورکوي۰  دښاري او غرنیوسیمودخلکوترمنځ توپیریې ښه بیلګه ده اوداتوپیرپدې کې دۍ چې دغرنیوسیموخلک دښاري خلکو په پرتله سرسخت اونه ایلیدونکې دي۰ دوهم داچې کله  داتلسمې  پیړۍ وروسته بریتانیاي ښکیلاکګروپه سیمه کې شتون درلود د تزاري روسیې سره دې هوکې ته رسیدلې وه چې افغانستان ددوی ترمنځ دیوه حایل هیوادپه توګه په انزواکې پاتې شي چې پدې ډول افغان ولس دنړۍ دوخت دپرمختیاوو څخه بیخبره پاتې شو اوله هغونه اغیزمن  نشو۰ پدې زماني پړاوکې افغانستان دبرتانوي هندپرته دنړۍ دنوروهیوادونو سره  اړیکې نلرلې۰ داخبره جوته ده چې هر ټولنیزسیاسي – اقتصادي سیستم پرملت، دولت ، مذهب او طبیعي چاپیریال باندې غیږرا ګرزوي او دهیوادپه تاریخ اوجغرافیه اغیږشندي۰ پدې اوږده موده کې دانګریزانو دفشارونواوپالیسیوپربنسټ دوخت حکومتونوعمل کړی دۍ چې ولس تري اغیزمن شوی دۍ۰  پورتني لاملونه ددې سبب شوي دي چې اوس مهال هغه وطنپال افغان چې دخپل ولس روانه غمیزه ، دننۍ واکمنۍ  ددری ګونو دولتي ځواکونو ترمنځ مخامختیا اوټکرونه، د ملي – وطني ګټو په وړاندې دافغان سیاستوالوناسم دریځونه ، زموږپه کورنیوچارو کې بهرنۍ پریمانه لاسوهنې اوپه دولتي نظام کې دپردیودسترګووړنفوذ ویني داپوښتنې ورسره پیداکیږي چې ولې بې اتفاقه یو؟ ولې ددې وس اوقابلیت نلروچې خپلمنځي ستونزې  دپوهاوي اوسوله ییزولارو حل کړو؟ ولې مو دخپلې خاورې څخه  دپردیودجغرافیايي سیاست یوه لانجه جوړه کړې ده  ؟  دهیواددې ډول ځورونکي اوله شرمه ډک وضعیت اوپورتنیو پوښتنو ته په کتو سره باید داومنواودامیړانه ولروچې ووایوموږونشوای کړای  لکه  دنورومتمدنوولسونو په څیرفکراو عمل وکړو چې  هغه زموږدڅرګندې کمزورۍ ، خاموالي اوټیټ سیاسي شعورښکارندوی دي۰ زما له آنده پورتني لاملونه  زموږدبې اتفاقۍ اودیوبل سره دګډې ژبې دنه موندلو بنسټیزلاملونه دي نه داچې دځینو کسانو اوپه هغوکې دیوشمیرروڼ اندو په آندزموږ دبې اتفاقۍلامل ددې هیواد خاوره ده اویا هغه یوه  میراثي اوجنیتیکي پدیده شمیري ۰داډول څرګندونې چې منطقي اوعلمي بنسټ نلري دپردیولخوااشاعه شوې دي اوځینې هغه زمزمه کوي چې پدې توګه په غیرشعوري ډول دپردیوپه چوپړ کې دریږي۰ البته دبهرني عامل یعني دپردیو دلاسوهنوڅخه سترګې نشي پټیدلای۰ خوپدې اړه اصلي خبره داده چې هیڅ کوم هیواد اوپه تیره کمزوري او خوارهیوادونه دپردیودلاسوهنوڅـخه خوندي ندي۰دزیات شمیرهیوادونو واکمن اوسیاستوال پخپل درایت اوزرنګۍ سره ددې جوګه شوي دي چې پردۍ لاسوهنې شنډې کړي اودخپلوملي ګټوپه پام کې نیولوسره د ګاونډیانو او زبرځواکونوسره دخپلواکودولتونوپه شان مساویانه متقابلې اړیکې تامین اوپه خپلوهیوادونو کې نه یوازې  ټیکاووساتي اودغمیزومخنیوی وکړي بلکې دپرمختګ په لورګامونه اوچت کړي۰ خوزموږاکثره واکمنیو او سیاستوالونه داچې دپردیود لاسوهنومخه نده نیولې بلکې دهغوی دلاس وسیلې ګرزیدلې دي۰ د وروستیو دری نیمولسیزوپیښې یې څرګندې بیلګې دي۰ موږولیدل چې څه ډول ځینې واکمنی ،سیاستوال اوروڼ اندي دخپلو عقیدتي اوایدیالوژیکي باورونوله مخې دنوروپه چوپړکې دریدلي اودپردیودافغاني ضد سیاستونو او موخورښتیني پلي کونکي ګرزیدليٍ دي۰ یوشمیر داسلامي اخوت اومذهبي تړاوله امله داسلام آباد، تهران ، ریاض اودهغودغربي حامیانودارادې او قوماندې لاندې دواکمنیواو خپلوسیاسي مخالفانو او سیالانوپه وړاندې دسپیڅلي جهاد په نامه مبارزه اوجګړه پیل کړه۰ بل بیا دپرولتري انټرناسیونالیسم ترشعارلاندې دهیوادبرخلیک مسکوته وسپارلواونن بیا وینوچې په هیواد کي  دناټویي لښکرواود ګاونډیانولخواپیل شوي غوبل ته دترهګرۍ سره دمبارزې عنوان ورکوي اوپه هیواد کې د پردیو لښکروشتون طلایی چانس ګڼي۰
اوس دا پوښتنه را پیداکیږي چې چاره څه ده اوباید څه وشي؟  څرنګه چې زموږتاریخ ددې څرګند واقعیت ښکارندوی دۍ چې هم په تیروکې اوهم نن مهال دهیواد دکړکیچ ، بې ثباتۍ ، جګړو اوغمیزو سرچینه ولس نه بلکې حکومتونه، سیاستوال او مذهبي مخور پاتې شوي دي او پدې وروستۍ نیمه پیړۍ کې ګڼ شمیر روڼ اندي ،ګوندونه اوسیاسي کړۍ هم دې کتارته وراضافه شوي دي۰ لدې کبله زما د لیکنې مخاطب عوام الناس اوپرګنې نه دي۰ ددې لیکنې مخاطب هغه افغان روڼ اندي دي کوم چې دیوه خپلواک اوپرمختللي افغانستان اوپه افغاني دودیزه وروسته پاتې ټولنه کې دیوه مثبت بدلون په هیله هلې ځلې اوژوند کوي۰ داچې دا هلې ځلې اړینې لاسته راوړنې نلري علت یې بیا هم په موږکې دۍ۰ هغه داچې موږله خپل تاریخ نه زده کړه نده کړې اویا داچې دخپل تاریخ نه بیخبره یو۰ موږ د خپلې ټولنې واقعیتونه نه وینواوهغوته دنورودعینکونه ګورواویا غواړودافغاني دودیزه ټولنې لارښونه اوپه هغې کې سمونونه دخپلو اصولواویا ایدیولوژیکي باورونوپرمټ ترسره کړو۰ نړی په حرکت ، خوځښت اوبدلون کې ده خوموږدابدلونونه نه وینواودخپلواصولوله مخې واقعیتونوته ګورو۰موږروانې غمیزې ته په کتوسره پخپل ځان ،پخپل فکراوعملي چلندکې بدلون ندی راوړی۰ زما دلیکنې دویمه برخه  چې چاره څه ده اوڅه بایدوشي ترپوښتنې لاندې به راشي پردې څرخیږي چې دروانې غمیزې څخه دزده کړې پربنسټ څرنګه افغان روڼ اندی پخپل عملي چلندکې بدلون راوړي ترڅوپورتنیو پوښتنو ته چې کله ناکله زموږپه ذهنونوکې  ګرزي اوراګرزي نسبي ځواب ورکړي۰ دښاغلو اوآغلولوستونکونه هیله ده چې هغه په غوراوحوصله سره ولولي اودهغو دغنا اوسمون لپاره پدې حیاتي مساله هراړخیزبحث ته راودانګي۰
   چاره څه ده اوڅه بایدوشي؟ (نوربیا )