مړینه که وژنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
دوینزویلا دولسمشر هوګوچاوز دمرګ خبردهغه دمرستیال لخوا ورکړل شو۰ دهغه مرستیال ددې خبرې یادونه هم کړې ده چې دهغه دمرګ اسراربه یووخت افشا شي۰ دده دمرګ داعلانولونه مخکې  د وینزویلا څخه دجاسوسۍ په توردوه امریکایي دپلوماتان شړل شوي هم دي۰دچاوز دمرستیال څرګندونې اودامریکایي دپلوماتانوشړل ښيي چې ښایي  دهغه  دمرګ ترشاه دامریکایي چارواکو لاس وي۰ دنړی په بیلابیلوسیموکې دهغوملي

مشرانواورهبرانوکوموچې خپلوملي ګټوته ژمن وواوسیاستونه یې دزبرځواکونوله ګټوسره ټکرکاوه په مرموزه ډول ،  دهغوی ددسیسو، یا دهغوی دګوډاګیانواویا دمستقیم پوځي یرغل له لارۍ راپرزول شوي چې څه موده وروسته پدې هکله واقعیتونه  بربنډ شوي دي۰ دافغانستان دروان ناورین پرمهال هم ولیدل شول چې څه ډول مسکو پرافغانستان باندې دخپلې ولکې دټینګولوپه موخه په کومولوبو، دسیسو اومستقیم تیري لاس پورې کړ۰یوپه بل پسې یې هغه مشران له ډګره وایستل او وژل شول کوم چې ملي ګټوته ژمن وو۰
 داچې د وینزیویلا مرستیال ولسمشرداخبره کوي چې دچاوزدمرګ اسراربه یووخت افشا شي په تاریخ کې ورته پیښې وروسته له لسیزو افشا شوي دي۰ څرګندساری یې پاتریس لوممبا دکانګوددموکراتیک جمهوریت لومړی وزیر و چې داوه شپیتوورځوحکومت وروسته پرهغه کودتا وشوه۰ هغه اودهغه دوه نور وزیران  دبلژیکي پوځیانو لخوا  ووژ ل شول اوخاوروته وسپارل شول۰ خودبلژیک دوخت د پاچا له امرسره سم  هغوی باید داسې له منځه یوړل شي چې څوک یې څرک هم ونه مومي ۰ قاتلین د هغوی مړي له خاوروبیرته راوباسي ، ټوټې ټوټې  کوي یې ،په اسید سلفوریک  کیمیاوي مایع کې یې اچوي اوهډوکي یې بیا په  اور کې سوزوي۰ دا موضوع وروسته له ۳۹ کلونوپه ۲۰۰۰ کال کې افشا شوه اودبلژیک حکومت  دبلژیکي ښکیلاکګروله لوري په کانګوکې دشویو جنایتونونه بخښنه وغوښتله خوامریکا چې ځان دننۍ نړی خاوندبولي تراوسه کوم غبرګون ندۍ ښودلی۰ دلته داپوښتنه را پیدا کیږي چې ولې یې لوممبا له واکه ګوښه اوپه وحشیانه توګه یې وواژه۰ خبره پدې کې وه چې کله بلژیکي ښکیلاکګر دکانګو د ولس دمبارزې له امله اړشول چې کانګوته خپلواکي ورکړي د خپلواکۍ دجشن په نمانځغونډه کې لوممبا دښکیلاکګرو دجنایتونوپه اړه وینا وکړه چې دبلژیکي واکدارانولپاره دزغم وړنه وه ۰ بل داچې لوممبا واک ته درسیدووروسته  دشوروي اتحادسره ددوستۍ مزي ټینګ کړل چې دابیا دامریکا له ګټو سره ټکر کاوه۰ دامریکې دوخت څلوردیرشم ولسمشر آیزنهاورپه رسمي لیکونوکې پاتریس لوممبا « لومباویچ » نوماوه۰ د « ایچ » پسوندپه روسي ژبه کې دیوه چا دپلاردنوم سره نښلول کیږي۰ دامریکا دجمهوررییس لخوا د ایچ دپسوندنښلولومانه داوه چې ګواکې هغه دروس زوی دۍ۰هغه اسنادچې په ۲۰۰۰ کال کې خپاره شوي دي داهم پکې راغلي چې  د امریکې ولسمشر سی آی اې ته صلاحیت ورکړی وچې لوممبا له منځه یوسي۰ یوځل یې دخپلو اجنټانوله لورې غوښتل کوم کیمیاوي توکې دهغه کورته واستوي  چې هغه ووژني خوبریالي نشول ترڅویې په کانګوکې پوځي کودتا تنظیم اوهغه یې و واژه۰ داوودمتمدن لویدیځ اودبشرد بشردحقوقو دمدعیانو کړنې ۰  که چیرې دهوګوچاوزسیاستونو اوکړنوته اودهغه په وړاندې دانګلو- ساکسوني واکدارانو غبرګونوته وکتل شی هغه په لاتینه امریکا کې دواشنګتن او دهغه دمتحدینو لپاره دسترګو یواغزی و۰ چاوز دانګلو- ساکسوني واکدارانوسیاستونه اوکړنې افشا ه کړې او دکوردننه یې  داسې سمونونه پیل اوپلې کړل چې دامریکې ته دمنلووړنه و۰ چاوز په ۲۰۰۶ کال کې دملګروملتوپه عمومي غونډه کې جورج بوش شیطان وباله اوویې ویل «آغلو اوښاغلو! دامریکا جمهوررئیس چې زه هغه شیطان یادوم دلته راغی ، داسې خبرې یې کولې چې دنړی خاوندوي،  په رښتیا سره لکه چې  دنړی خاوندوي »۰ چاوز یوځل پخپله ویناکې دبریتانیا دملکې په پته ویلي و« دبریتانیا ملکې، خبرې مې تاته متوجه دي!  دبریتانیا ملکې ،نن په نړۍ کې امپراطورۍ نشته۰ آیا تاسې دې موضوع ته متوجه نه یاست۰ دبریتانیا ملکې ، دمالویناس جزیرې بیرته دارجنتاین خلکوته ورکړۍ» ۰ چاوز دیوې قطبي نړۍ واقعیتونوته دملګروملتودتریبون اوپخپلو ویناوواومرکو کې ګوته نیوله اودامریکې اودهغه دمتحدینوناروا سیاستونه یۍ بربنډول چې دنړۍ دیوازینې زبرځواک اودهغه درښتیني  متحد انګریز په مزاج ښه  نه لګیدل ۰ ښايي دهغه دمرستیال څرګندونې رښتیا وی چې چاوزدیوې دسیسې له امله وژل شوی وي ( الغیب عندا الله ) ۰ دابه ژوندوښيي چې د چاوزمرګ عادي مړینه وه که وژنه یا به لکه  د نوروهیوادونوددولتي مشرانواوسیاستوالودوژنې په څیرهیڅکله هم بربنډه نشي۰ موږولیدل چې کله معمرالقزافي دلیبیا پخواني مشر دملګروملتوپه عمومي غونډه کې دامنیت شورا دترهګروشورا وبلله څه موده وروسته ځینې ناټویي هیوادونو پرلیبیایي پوځي اهدافو هوایي بریدونه پیل کړل اود ځمکې له لورې یې لیبیایی اپوزیسیون دپلې ځواکونوپه شان دقزافي دراپرزولو په موخه استعمال کړ او هغه یې هم بیله محاکمې په وحشیانه ډول وواژه۰ هوګوچاوز مړشویا ووژل شوخوهغه به تل د وینزویلا دهغومیلیونونو خوارو اوبېوزلو خلکوهیرنشي چې دچاوزپه واکمنۍ کې دهغوی دژونددښه کیدو په موخه  اړین ګامونه اوچت کړل شول۰ ولسونه هیڅکله هم خپل خادمان اودعمل کسان نه هیروي اودهغوی درناوی کوي۰ هیله ده چې افغا ن جګړه ځپلی ولس دچاوزپه شان مشر اویا داسې یوځواک وویني چې داځپل شوی ولس له ننۍ په پردیوپورې تړلې واکمنۍ اودفاسدوواکمنوڅخه وژغوري ، په هیوادکې دسولې دټينګښت په موخه عملي ګامونه پورته کړي اودهیوادوږو او بې سرپناه خلکوته دانساني ژوندشرایط برابرکړي ۰هوګوچاوزدا کارونه پیل کړل چې نن نه یوازې دوینزویلا خوارولس دهغه درناوی کوي بلکې دهغه کورني اوبهرني مخالفان  هم ظاهرآدهغه په مرګ باندۍ خواشیني ښيي۰
پای