ولې بې اتفاقه یو ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
  څلورمه برخه
عقیدتي باورونه اوملي ګټې                                     

دتاریخ په اوږدو کې ډیرو هڅې کړې دي چې دایدیولوژیوپرمټ آرماني  ټولنې جوړې کړي خو دډیرو تلفاتوسره سره هغه هیڅکله هم په واقعیت ندي بدلې نشوي۰ داځکه چې په هره ټولنه کې هر څوک ،هره ډله  اوهره طبقه خپلې اندیښنې اوخپلې ګټې لري۰همدا اندیښنې اوګټې دي چې په ټولنه کې دوګړو ترمنځ واټن اواختلاف راوړي۰دلته دسیاست دنده ده چې داواټن اواختلاف له منځه یوسي ترڅو په ټولنه کې دشخړو، ټکرونو اوجګړو مخه

ونیول شي۰ خوکله چې داسې سیاست غوره یا پلی شي چې هلته  یوه ځانګړې اندیښنه ، عقیده یا ایدیولوژي دعمل لارښود شي اودنظریوپلورالیزم ته ځای نه وي پایله یې داکیږي چې واکمنه ډله دډول ډول مخالفواوموافقوفکرونواونظریو سره مخامخ شي۰ دا ځکه چې په هره ټولنه کې منل شوی اصل  د یوې ځانګړې اندیښنې اوعقیدې پرځای دنظریو او اندیښنوپلورالیزم دۍ۰ داپلورالیزم دهمکارۍ اوسیالۍ پربنسټ صورت مومي ۰زموږنړۍ د تضادونو ډکه نړۍ ده اوداتضادونه دټولنې دپرمختګ محرکه ځواکونه جوړوي ۰ بل داچې په ټولنه کې د مختلفوطبقواواقشارترمنځ پوهاوی اوتفاهم نسبي اواختلاف مطلق دۍ  چې لامل یې دهغوی ګټې دي۰ پردې بنسټ دټولنیزو ستونزو دحل لپاره قطعي ځواب او لیکل شوې نسخه  نشته بلکې دحل مختلفې لارې چارې اودمختلفواندیښنو اوټولنیزوجوړښتونود همکارۍ اوسیالۍ له لارې کیدای شي ټولنیزې ستونزې حل شي۰ کله چې سیاست دځانګړې دیني یاغیردیني ایدیولوژۍ څخه الهام واخلي یا سیاست  ساده اوایدیولوژیک شي هغه نشي کولای دوګړوترمنځ همکاري  او همغږي تامین کړي بلکې خبره مخامختیا ته وړي چې دلته داندیښنودټکرله امله ټولنیزټکرونه رامنځته کیږي ۰ پدې وروستیو څلورو لسیزوکې موږسیاست خورا ساده کړ،ټولنه  اوپه ټولنه کې موشته سیاسي جوړښتونه په پوره آسانۍ سره په  موږاودوی ، دوست اودښمن ، سپین  اوتور ، سره اوشنه ،انقلابي اوانقلابي ضد،  مجاهد او کمونست ، پرمختلونکي اوپرشاه تلونکي او۰۰۰ وویشل۰ ددوی په وړاندې مومبارزه اوجهادپیل کړ چې دهغوسره جوخت دهیوادڅخه  د مغزونوتیښته ، کډوالۍ، دوینو دتوئیدو، د هیواد دورانیدو اود پردیود لاسوهنو اوتیریو غم لړلی بهیرهم پیل شو۰ لدې امله ویلای شو چې کله موږاودوی سیاسي شي، دیوشان کولوفکراواندیښنه ، دایدیولوژۍ اوعقیدې پرمټ د ټولنې لارښوونه اودیوې آرمانې ټولنې دجوړولو تګلاره غوره شي هغه ناورین راوړونکې پایلې لري۰ پخوا ه چې دولسونوترمنځ دنن په څیرپراخو هراړخیزو اړیکوشتون نه درلود موږاودوی ته دسیاسي اوایدیالوژیکي تړاوونوله زاویې دخواخوږۍ اومرستې درسولوپه نامه دپردیو دلاسوهنوبیلګې ډیرې لږ اویا پیکه دي ۰ موږپه منځنیوپیړیو کې ددولتونوترمنځ د نیغ په نیغه  جګړو اوټکرونوشاهدان یوچې اکثرآ دمذهب په نامه خود خپلو ملي ګټوپربنسټ ترسره شوې دي او مستقیمآ یوهیواددبل هیوادترڅرګندبریدلاندې راغلی دۍ۰ خوپه شلمه پیړۍ کې دعلمي – تخنیکي انکشافاتو اودښکیلاکګرواوزبرځواکونو دسیاستونودبدلون له امله  که له یوې خوا نوي حالات رامنځته شول ، له بل لوري نړۍ خورا کوچنۍ خوپیچلې شوه او ددې پیچلتوب په رازونویوازې اویوازې زیرک اووتلي نخبه ګان پوهیږي اومیلیونونوپرګنوته  ددرک وړ ندي۰کله چې په هیوادکې موږاودوی سیاسي شول ،دیوشان کولو اندیښنو اوفکرونوزمزمې پیل شوې ، دبرترۍ اوعظمت غوښتنې دادعاووبازارتودشو، ایدیولوژیک جوړښتونه منځته راغلل  دمغزونوټکرونه  هم ورسره پیل شول۰ د دموکراسۍ په لسیزه کې دمختلفو اندیښنودخاوندانوترمنځ بحثونه ښیي چې هغه زیاتره دشوروي اتحاد، چین اولویدیځوالو اوپه سرکې دامریکې دتګلاروپه تائیداویا نه تائید راتاویدل۰ دې دامانا لرله چې دااندیښنې ددې پرځای چې دافغاني ټولنې  دواقعیتونو څخه الهام واخلي دبهرڅخه راوړل شوې وې۰کله چې دا اندیښنې دپوهې د خاوندانو یوې برخې خپلې کړې اودهغودپلې کولولپاره یې عملي ګامونه پورته کړل ټولنیزټکرونه او جګړې پیل شوې اوورسره جوخت ددې جګړواصلي لوبغاړي چې پردي وو هم بربنډ شول چې په جګړه کې دښکیلې دې یا هغې ډلې ترشاه ولاړدي۰ خوپه جګړه کې دښکیلواړخونومشرتابه ددې واقعیت ددرک وړتیا نلرله اویا یې نه غوښتل  داواقعیت  ومني چې په افغانستان کې دابل شوی اورنوروبل کړی دۍ چې افغانان یې د سون توکې دي۰ دوی دې ته غاړه نه ایښودله چې داجګړه زموږنه بلکې ددوی ده چې موږیې پر مخ وړو۰ داچې ولې داسې وشول دیولړلاملونوترڅنګ یې اصلي لامل  عقیدتي باورونه دي۰ دهیواد ددې زماني پړاوسیاستوالو پخپلو بهرنیو عقیدتي ملګرو، دوستانویا حامیانو دا ټینګ باوردرلود چې هغوی په رښتینې توګه ددوی مل دي خودوی نه پوهیدل چې ددوی دادوستان خپل پروګرامونه لري چې هغه دهغوی دملي ګټوپرمحورراڅرخیږي اوکیدای شي دنویوحالاتوپه واکمنیدواویا دخپلونخښوپه ناکامیدو سره لاره بدله کړي اوددوی له ملاتړنه لاس واخلي۰ څرګندساری یې پرونی شوروي اتحاد اوپاکستان و وچې لومړني دافغانستان دخلکودموکراتیک ګوند( وطن ګوند) دواکمنۍٌ اودویم دطالبانو داسلامي امارت  له ملاتړنه لاس واخیست اودهغوددښمنانوترڅنګ ودریدل۰  په جګړه کې دښکیلوخواوو مشرتابه خپلوپلویانوته دخپلوعقیدتي  باورونوله مخې داخیالي اوله واقعیت نه لرې مفهومونه او شعارونه« پرولتاریا وطن نلري » او « اسلام پولې نه پیژني » وړاندې کولې چې پدې توګه یې دافغانستان په کورنیوچاروکې دپردیو لاسوهنو ته مشروعیت ورکاوه۰ د موږ د انقلابیونویوه سویتست – انترناسیونالست مشردخپلوعقیدتي باورونوله مخې یووخت ځوانانو ته پخپله وینا کې ویلي و : «ستاسو دمیندواوپلرونو، خویندودمینې ډک زړونه ستاسو نه غواړي چې ډیرژر اوپه سرلوړۍ سره  دشوروي علم ، دشوروي پوهه ،شوروي روزنه ، دشوروي نوې انسان پوهه دافغان رښتینووطنپالو زامنوپه شان ترلاسه کړۍ ۰» ( دوروز پی درپي ) داډول څرګندونې هغه وخت کیدلې چې شوروي یرغلګر په افغانستان کې  د افغان ولس په ځپلواودنویوجهادي متحدینوسره دپټومزواو اړیکوپه ټینګولولګیا وو۰بل لوری دموږ مجاهدینو مشرانو دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دکنفدراسیون په جوړولو اودپولې (کرښې ) په نشتون ټینګارکاوه۰ دې مشرانوله یوې خوا ددې وړتیا نلرله او وپوهیږي  چې افغانستان دپاکستان سره یوه ملي ستونزه لري کومه چې دناسورټپ په شان ترې ځوریږو۰ دوی له خپله ځانه داپوښتنه  نه کوله چې څرنګه به داډول دولت زموږسره رښتینی چلندوکړي۰ دې مشرانو دپاکستان دهغه مهال مشر ضیآ الحق ته دشهید مقام ورکړ هغه چاچې د پاکستان د څارګرې ادارې مشراخترعبدالرحمن ته ویلې و :« کابل بایدورورو وسوزیږي » ۰ ددې مشرانوله لورې دپاکستاني مشرپه اړه څرګندونې ددې لامل شوې وي چې په دوی پورې تړلې له سیاست نه بیخبرپلویان د ضیآالحق سترسترعکسونه لکه دخپل ملي لارښوداودیوه اتل په توګه پخپلو خونوکې ځوړندوساتي اودهغه درناوی وکړي ۰البته دایران د اسلامي انقلاب دمشر آیت الله خمیني عکسونه نن هم دپخوانیواته ګونوتنظیمونو دپلویانواوپه فکري لحاظ یرغمل شوو افغان شیعیه وطنوالو دکورونودښکلا سمبول ګڼل کیږي۰ دپردیو په کوډو زموږ تیروتلو اوپه فکري لحاظ یرغمل شوو سیاستوالو که له یوې خوایې سیاست خورا ساده او ایدیولوژیک کړ، له بله پلوه ددې وړتیا هم نلرله اووپوهیږي چې دپرولتري انټرناسیونالیزم ، اسلامي اخوت او دیموکراسۍ ښکلي مفهومونه  دسیاسي رنګ شووشعارونوپرته بل څه ندي ۰ دنړۍ ټول دولتونه اوپه تیره زبرځواکونه پورتنیو اودې ته ورته  تیرایستونکو مفهومونو  اوشعارونوترپردې لاندې غواړي پرنورو ملکونوخپل پروګرامونه اونخښې پلې کړي۰ خودافغانستان دروان ناورین  مشرتابه کوم چې غوڅ اکثریت یې پیښوسیاست او تاریخ ته راوړې اویا پردیودواک اوځواک پرګډۍ کینولې دي دومره دپردیو  دکوډوتراغیزلاندې راغلي چې دخپلو عقیدتي انډیوالانو او حامیانو ګټوته یې دملي – وطني ګټوپه پرتله لومړیتوب ورکړی دۍ ۰ دې ډول چلند په هیوادکې دملت جوړونې بهیر په ټپه ودراوه اودوطنپالنې اوملتپالنې پرځای څرګنده پردۍ پالنه پیل شوه۰ پایله یې دا شوه چې هیوادپه کنډواله واوړي او داسیاستوال اودهغوی ملګري پرونیو  قومي جوړښتونوته مخه کړي۰ هغوی چې تکیه کلام یې طبقاتي مبارزه ، خلک ،  اوپرولټري انټرناسیونالیزم ونن دیوه قام اوحتي سیمې په تنګ  چوکاټ کې راایسارشوي اونوروته دشک  او تردیدپه سترګه ګوري ۰هغوی چې داسلامي اخوت وعظونه کول نه داچې پرونیوقومي اوقبیلوي جوړښتونوته مخه کړې ده بلکې دشیعیه اوسني په نامه مذهبي مخامختیا اودښمنیو ته هم لمن  وهي اوځینې یې ددوی په خبره د استکباري- صلیبي دولتونوپه چوپړ کې دریدلي دي۰ هغوی چې پرون دطبقاتي مبارزې اوانټرناسیونالیزم نغمې غږولې هغه دمسکو اوپکن اراده وه ځکه چې هغه مهال همدې نغموښه بازاردرلود اونن یې چې  بازارسوړشوی دۍ  نوي نغمې چې دلږکیواو ډیرکیو، پښتنواوغیرپښتنو، سنی اوشیعیه سیاسي ویشونه دي زمزمه کوي۰ دسني اوشیعیه ناندرواودشریعیت ټینګښت ته چې نن خورا لمن وهل کیږي دهغوانګیزې اولاملونوبیا هم په بهرکې  چې هغه دریاض اوتهران  تګلارې اوسیالۍ  دې ولټول شي چې هریویې غواړي داسلامي نړۍ په سرکې ځای ولري ۰ دموږولې بې اتفاقه یو؟ دلیکنې څلورمه برخه  دبریتانیا ددفاع وزارت په هغه خپاره شوي راپور چې همدانن( ۲۰۱۳ کال دمارچ شپاړلسمه ) په رسنیوکې خپورشو پای ته رسوم چې په  هغه کې په افغانستان باندې دشوروي اتحاد اوامریکا- انګریز پوځي یرغلونه پرتله شوې اوپدې اعتراف شوی دۍ چې دواړویرغلونوایدیولوژیکې موخې لرلې  چې په افغاني ټولنه دکمونیسم اودموکراسۍ تحمیلول  و۰ په راپورکې دا هم ویل شوي چې دې هڅوبریاوې نلرلې اوپدې اړه هڅې هم ودرول شوې ۰ داراپورښيي چې که په کومه ځانګړې ټولنه کې  دیوې  ایدیولوژۍ دپلې کولولپاره هڅه کیږي هغه دټولنې دمخالفت او مقاومت  سره مخامخ کیږي چې پایله یې ټولنیزناورین دۍ۰ په افغانستان کې دشوروي سره لښکر ماتې کوم چې هغه ته په نړۍ کې دنه ماتیدونکي ځواک په توګه کتل کیدل اوبیا نن دناټویي لښکروبې موراله او ترینګړی وضعیت دلاندې دوو څرګندوواقعیتونو ښکارندوی دۍ۰ یوداچې دیوه ولس دخپل ارادیت حق ته درناوی وشي اوپرهغه دپردیوپه لاس کینولې واکمنۍ ونه تپل شي۰ داډول واکمنۍ دولسونولخوارټل شوې واکمنی دي ۰ افغان ولس اوپه ځانګړې توګه پښتانه هغه نه مني۰ بل داچې په ولسونوباندې نه ښایي چې  له بهرنه راوړل شوې ایدیولوژۍ تحمیل شي۰    (نوربیا )