ولې بې اتفاقه یو؟ شپژمه اووروستۍ برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی
داندیښنې انقلاب
ددې لپاره چې زموږدویشلې اوبې ثباته ټولنې اویا په بل بیان سره زموږ دبې اتفاقۍ لاملونوته ګوته ونیسو مهمه داده چې پدې اړه اصلي کړۍ پیدا کړو۰داخبره هم دیادولووړ ده چې کله دافغاني ویشلې ټولنې په باب څه ویل کیږي داویش دهرڅه دمخه په سیاسي کړیواو سیاستوالوکې ژورې ریښې لري اودې ویش کلیواوبانډوته

لاره نده موندلې ۰خوکه وضعیت په همدې ډول دوام ومومي یعني داچې که ننۍ واکمنۍ پخپلوپالیسیواوچلندکې بدلون رانه وړي او ځینې رسنۍ ، سیاستوال اولیکوالان قومي بې باورۍ اودښمنیوته لمن ووهي داویش ټولنې ته  هم رسیدونکی دۍ اوهغه مهال یې بیا جوړونه ډیره سخته اوناشونې بریښي اوخورا ناوړه پایلې لري۰ ددې حیاتي موضوع په هکله ځینودرنولیکوالو پخپلو مقالو کې دافغاني ټولنې دبې اتفاقۍ لامل زموږ ځانغوښتنه اوخودخواهي ګڼلې ده۰ بیله شکه خودخواهي او ځانغو ښتنه دبې اتفاقۍ یو لامل دۍ۰ دیوه پوه داخبره چې « انسانان نړۍ ته ښه راځي داټولنه ده چې له هغوی شر اچونکي جوړوي »  زموږ د ځانغوښتنې په اړه بشپړ سمون خوري۰ پردې بنسټ افغانان لکه نورانسانان ځانغوشتونکي دې نړۍ ته ندي راغلي  بلکې ټولنې زموږڅخه ځان غوشتونکي اوهغه هم افراطي ځانغوښتونکي جوړکړي دي چې په تیروپنځو برخوکې دهغویوې برخې ته ګوته ونیول شوه۰ که چیرې دالاملونه په یوه جمله  کې راونغاړو ویلی شو چې دافغانستان اصلي ستونزه چې دوګړو ترمنځ یې بې باوري پیداکړې ، بیلتون ، بې اتفاقي او ټولنې ته یې بې ثباتي راوړې ده هغه  دپوهې نشتوالی ، واکمن استبداد اوخشونت پالونکی فرهنګ دۍ۰ دخشونت پالونکي فرهنګ دله منځه وړلولپاره نصیحتونه ، وعظونه ،  ښوونه ،امراو نهی اړینې پایلې نلري بلکې باید عملي تدبیرونه چې دواقعیتونوسره اړخ ولګوي ونیول شي ۰ که پورتنیو تدبیرونو اغیز درلودلای دا دیرش کاله کیږي چې په افغانستان کې دخشونت دختمولواو دسولې اوامن دراوستلو په موخه ډیرڅه ویل شوي اوویل کیږي خوهیوادته سوله اوامن رانغی ۰داځکه چې دخشونت فرهنګ چې هغه په یوه مزمنه ناروغۍ اوښتی دۍ دپیړیو پیړیو واکمن استبدادمیراث دۍ ۰ په ټولنه کې ځینو واکمنو اصولو ،ارزښتونو، دودونو او رواجونو د وګړود خپلواکه عمل مخه نیولې، دهغو له امله خلک نشي کولای خپله اراده پلې کړي اوله عقل څخه  کار واخلي ۰ دامتلونه  «چې ډب نه وي ادب نه وي » یا « اصیل ته اشارت او کم اصل ته کوتک » دخشونت  دفرهنګ څرګندساري دي۰ دهغه چا چې دکورنه باندې یې په خاورو پل نشته خوپه کورکې دکوتک اوسوټي چلولواتل اومطلق العنان ټولواک دۍ په موږکې دخشونت دفرهنګ کچه ښيي۰      
زموږپه هیواد اوپه ټولنه کې دخشونت پالونکي فرهنګ شتون  ته په کتوسره دیوه انقلاب اړتیا لیدل کیږی چې هغه سیاسي انقلاب نه بلکې داندیښنې انقلاب دۍ۰ داندیښنې دانقلاب مانا له ذهن اوعقل څخه ګټه اخیستل دي۰  په  هغه ټولنه کې چې احساسات ، عواطف ،خشونت اوتوهینول واکمن وي او له عقل اواندیښنې سره دښمني کیږي ۰ په هغه ټولنه کې چې انسان او کرامت یې دعادت له مخې ترپښولاندې کیږي۰په هغه ټولنه کې چې وګړي یې خپل مظلومیت او هره بدمرغي نصیب ، قسمت اوبرخلیک وګڼي ۰په هغه ټولنه کې چې دوګړوعمل او چلندپه عادت اوښتې وي ۰ په هغه ټولنه کې چې وګړي یې په اصل اوکم اصل وویشل شي ۰په هغه ټولنه کې چې بخښنې اوتیریدنې ته کمزوري او بې غیرتي وویل شي ۰ په هغه ټولنه کې چې عدالت په زور اوشتمنۍ ، عزت په غوړه مالۍ  او پوهه په افسانو، موهوماتو اوخرافاتو کې وي ۰ په هغه ټولنه کې چې دخلکو ژبې ، غوږونه، پزې ، سرونه پرې کیږي ۰په هغه ټولنه کې چې په ماشومانوپرله پسې جنسي تیري کیږي۰ په هغه ټولنه کې چې  دهیواد ویجاړونکواوپردی پالوته دملي اتلانو اود خلکودخادمانولقبونه ورکړل شي۰ په هغه ټولنه کې چې داخلاقو خلا منځته راغلې وي اودرواغو، تیرایستنې او ریاکارۍ ته سیاست وویل شي ، په هغه ټولنه کې چې په سیاست کې دسنجش ځای دګم اودعقل ځای مقام ، شتمنی اوزورنیولی وي، ۰۰۰  داندیښنې انقلاب یوحیاتي اړتیا ده۰ داټولې منفي ځانګړتیاوي زموږپه ټولنه کې ترسترګوکیږي لدې کبله پداسې یوه ټولنه کې داندیښنې دانقلاب اړتیا لکه انسان ته داوبو او هواپه شان لیدل کیږي۰ که چیرې زموږ پرمختلونکې اوبدلیدونکې نړۍ ته ځیرشو دا نړۍ  واکمنو اوامپراطورانو نه بلکې پوهانواوفیلسوفانوبدله کړې ده ۰ دانړې تورواو ټوپکونده بدله کړې بلکې اندیښنو بدله کړې ده۰ واکمنو، امپراطورانو ،تورواوټوپکونړی نړولې اومدنیتونه یې له خاورو سره برابرکړي دي۰  څرګنده بیلګه یې ننی ویجاړ افغانستان دۍ چې هغه ټوپکو،تورواوجګړه مارانو ویجاړکړ۰ داندیښنې انقلاب داسې انقلاب دۍ چې له فکرکولو مخکې عمل نه کوي لدې امله دغمیزو اوناورینونو مخنیوی کوي۰ داانقلاب په انساني عقل،پوهه اوفهم ډډه لګوي۰ داانقلاب انسان ته بیا انسانیت اوکرامت راګرزوي۰ ددې انقلاب بنسټیزارزښت فردي آزادي اوفکري خپلواکي ده چې پدې توګه ددې هیواد هر اوسیدونکی له اوږده فکري ،ذهني اوفرهنګي استعمارنه ژغوري اوهغه خپلواک فکر کولو ته هڅوي۰داانقلاب دافغاني ټولنې دویښتیا انقلاب دۍ۰ لدې امله افغان جګړه ماران اوپردي پال سیاستوال کوم چې پيښو، جګړواوپردیوتاریخ ته راوړي دي داندیښنې  اود بیان دآزادۍ څخه ویره لري،دپلورالیزم سره دښمني ښیي اوپه جګړه اود سیاسي او عقیدتي مخالفانوپه ځپلو اونابودولو ټینګارکوي ۰ داندیښنې دآزادۍ څخه ویره له حقیقت څخه ویره ده۰   داندیښنې انقلاب هغه وخت په واقعیت بدلیږي چې ټولنه دپوهې څخه برخمنه شي۰ وګړي یې دکتاب اوورځپاڼو دلوستلوسره مینه ولري ۰پدې هڅه کې وي چې ځان ، خپله ټولنه اوجهان  وپیژني۰ ځان ،دخپلې ټولنې اوجهان پیژندنه دخپل هیواد د تاریخ په پیژندلو اودنړۍ د انکشافاتو او حالاتونه په خبریدوسره امکان لري۰ کله چې هرافغان دخپل تاریخ اونړۍ په اړه معلومات ترلاسه کړاودپوهنې په زیورسمبال شو داپوښتنې ورته پیداکیږي چې ولې زه افغان داورپه لمبوکې سوزم؟ هیوادمې ولې وران شو ؟ ولې دالعنتي جګړه نه ختمیږي ؟ ولې زه نوروته اړیم؟ ولې مې په برخلیک  نورواکمن دي ؟ ولې مې په هیواد کې د څلویښتو نه د زیاتو هیوادونوپوځیان شتون لري؟ ولې زماهیواددپردیوپه هغه  لابراتوار اوښتی دۍ چې هغوی پکې خپلې ایدیالوژۍ، پالیسۍ ، ستراتیژۍ اووسلې تمرینوي ؟ دې اودې ته ورته نوروبې ځوابه پوښتنوته یوازې اویوازې علم اوپوهنه ځواب پیداکولی شي ۰ زموږدتاریخ په هکله ددې خبرې یادول اړین بریښي چې تاریخ موحماسي دۍ ۰ توره اوجګړه ډیره پکې یاده شوې ده خودتمدن ، پوهنې ، پرمختګ ، تکنالوژۍ، اقتصاد، هنر،ادب اوپوهاوي په هکله ډیرلږ څه پکې لیدل کیږي۰ ښایي داهم ددې سبب شوې وي چې په موږ کې دپوهې دلاسته  راوړلو لیوالتیا لږ، دټوپک سره مینه زیاته او په خپله ماضي کې نښتي یو او له خپل ځان نه داپوښتنه نه کوو چې نن زه څوک یم ؟ نن مې هیواد اوولس څه حال اواحوال لري ؟  زموږهیواددیرغلګرواوامپراطوریودهدیرې په نامه نومول شوی دۍ چې په هغوکې هیڅ شک نشته خواصلي خبره داده چې دې ټاټوبي ولې دتمدن ، پوهې ، تکنالوژۍ ،اقتصاد ،سولې اوامن د مرکز نوم  ندۍ ګټلی اوهدیرې ته ورته دۍ۰ دې پوښتنې ته زموږتاریخ اوپوهنه ځواب ورکوي۰ که چیرې ولس دپوهې په زیورسمبال وي ددې وړتیا لري چې داتریخ واقعیت درک کړي چې په دې وروستیو څلورو لسیزو کې پردیوڅرنګه  زموږد ټیټ سیاسي شعور، مذهبي مقدساتو، میړانې اووطنپالنې څخه زموږ دسرونواودهیواد دویجاړۍ  په بیه  ګټه پورته کړې ده۰ هغه څه چې تاریخ اوروانې پيښې را ته ښيي هغه دادي چې موږدخپل تاریخ نه زده کړه نده کړې،  دهیواددبې ثباتۍ اوناخوالوپړه موپه خپلو سیالانو عقیدتي مخالفانواویاپردیواچولې اوتل مودمعلول لپاره علاج لټولی دۍ۰ د لاملونودموندلو، تحلیلولو اود هغو څخه دزده کړې له چلند سره پردي یو۰ څرنګه چې مخکې مویادونه کړې ده چې ځینو دوستانو زموږ دبې اتفاقۍ لامل چې دالیکنه ورته ځانګړې شویده  ځان غوښتنه اوخودخواهي ګڼلې ده ۰ پداسې حال کې چې اصلآ داخودخواهي لامل نه بلکې معلول دۍ۰ ځکه چې موږ ځان غوښتونکي نه یو زیږیدلي او ځانغوښتنه جنیتیکې پدیده هم نه ده ۰ زموږ چاپیریال زموږڅخه ځانغوښتونکي جوړ کړي دي۰ پردې بنسټ زموږچاپیریال ، زموږ فکرونه اوعملونه باید بدلون ومومي۰ دابدلون بیا هم  د اندیښنې دانقلاب له برکته شونی دۍ۰
هغه څه چې تراوسه دبې اتفاقۍ اویابې ثباتۍ دلاملونو په هکله وویل شول زموږپه پرون پورې یې تړاودرلودخو نن هغه څه چې دبیلتون اومخامختیا لامل ګرزي هغه روانه جګړه اوپه جګړه کې د ښکیلوخواووڅخه دملاتړمسآله ده ۰ که چیرې روانې اوږدې جګړې ته وکتل شي دا جګړه هیڅکله هم  زموږجګړه نه وه۰ پرون په دوه قطبي نړۍ کې داجګړه ددوو دښمنونړیوالوسیستمونو ترمنځ اونن بیا دترهګرۍ سره دمبارزې په نامه دافغانانودقربانۍ په بیه پرمخ ځي ۰ خوموږدخپلو عقیدتي باورونو پربنسټ په جګړه  کې ښکیل لوري  ددې یا هغه هیواددګوډاګیانو په نامه  پیژنواودهغوپه ځپلو او نابودولوټینګارکوو۰ پدې وروستیوورځو کې موولیدل چې دواکمنۍ مخالفانو  په فراه کې ددې ولایت پرمحکمه بریدوکړاودلسګونو ملکي وګړوژوندیې واخیست اوبل لوري دکنړولایت دشیګلوپه ولسوالۍ کې دطالبانودځپلوپه نامه بیګناه ملکي وګړي  اوپه هغوکې ښځې اویوولس تنه ماشومان په نښه کړل۰  کله چې داادعا کیږي چې داجګړه زموږنده داځکه چې دجګړې سمبالونکي دافغان ولس دژوند او برخلیک په اړه بې تفاوتۍ  ښیي اودافغانانو دوژنودمخنیوي په هکله حتی فکرهم نکوي ۰ یوازې لویوازې غواړي چې دلته دجګړې تنورتود وساتي ۰ دساري په ډول یواړخ یې ملکي هدف ( محکمه ) دبریدموخه اوبل بیا کلی د بمباریوهدف ټاکي۰ چې په دواړو هدفونوکې بیګناه افغان دبریدونوموخه ده ۰ دا دواړه بریدونه دافغان ولس په وړاندې جنایت دۍ۰ خووینوچې موږدروانې جګړې نه دناسم درک پربنسټ اویا دعقیدتي باورونوله مخې ددې یاهغې لوري له خوا شویو وژنونه ملاتړکوو، هغه ستایو اومقابل لوری په وژنوتورنوو۰ داډول ناسم  قضاوتونه بدګومانیو، بې باوریواودښمنیو ته لمن وهي اوټولنې ته دثبات اوامن دبیا راګرزولو په لاره کې خنډونه اوستونزې جوړوي۰
خپله لیکنه پدې هیله پای ته رسوم چې موږدا وړتیا پیدا کړو چې دخپل  وس او امکاناتوله مخې هیواد ته دسولې ،امن اوثبات دبیا راګرزولو په لاره کې یوڅه وکړو۰ په تیره د لیکوالانو  او رسنیو نه چې ځینې ورته دخلکوسترګې اوغوږونه وایي داهیله کیږي چې حقایق بربنډکړي ،هیوادوال اوپه جګړه کې ښکیل اړخونه د  مخامختیا پرځای پوهاوي ، روغې جوړې ، بخښنې ،تیریدنې اویووالي ته راوبولي اودا شعار یې دفکراو عمل لارښوود وي چې یابه یوکیږوګڼې ورکیږو۰ په جګړه کې د ښکیلوافغاني اړخونومشرتابه ته لدې امله دویلوڅه نه وینم چې هغوی دخپلې خوښې اوارادې له مخې څه نشي ترسره کولی، بیوسه دي ، خپلواک ندي اویا اړدی چې دپردیودارادې له مخې عمل وکړي۰ لاندې عکس دکنردشیګل دولسوالۍ دهغویوولسو معصومو ماشومانوجنازې ښيي چې ناټویي الوتکویې دطالبانو دځپلوپه نامه کلی بمبارداودهغوی ژوندته یې دپای ټکی کیښود۰
پای