دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

۳۴مه برخه
لکس(يوډل کب دی)
سړی لکس دخټوپه ډنډکې نه شي نيولی.(پيدرلول
کله چې سړی لکس کب نيسي،دچنګک له لاسه ورکول زغمي.
ګوډ/شل


هغه چې  په خوله کې شل(ګوډ) وې،ناروغ ګوډدی.
هغه دومره ګوډنه دی څومره چې کوږووږځي.(فرېزي)
ورو
هغه چې ورو ځي،خوندي(بې خطره) ځي.(ايتاليا)
ورواوارام،ځغاسته  ګټي.(انګلستان)
پېوند
تردې چې دشتمن معشوقه وې ،ښه ده چې دغريب مېړه کالي پېوندکړې.
خپل پتلون پېوندکړه اوپورورکړه،نوخوشاله ژوندوکړه.(سوېډن)
بار/پېټی
زيات هغه څه غواړي،چې ارزويې لري..
هغه چې کارکوي،مهارت /اتلولی ګټي..
هغه چې خپل پېټې په خپله وړي ،بيه نه ورکوي.
ناوړه عادتونه
ناوړه عادتونه له کتاب پرته زده کېږي )
بدعادتونه يوپه پل پسې بې غږه زموږزړه ته کښته کېږي.(لاتين)
فاسد(دناوړه عادت خاوند)سړی دخپلواحساساتوداسې اوري لکه مريی (غلام)چې دخپل خاوند اوري.(يونان
فاسدمريې سخت بادارلري.
دغټوکسانوناوړه عادتونه زياتره په فضايلوکې ارزول کېږي.(انګلستان)
فاسدپوهېږي چې کرغېړن دی ځکه نقاب کې ځان پټوي.(انګلستان)
موږله انسان نه ،مګردهغه له ناوړه عادت نه کرکه لرو.(ايتاليا)
موږپه همېشنۍ بدعملۍ بښل کېږو خوپه نويو محکومېږو.(لاتين)
کله چې ټولې بدۍ زړې اوکمزوري شي،ممسکتياځوانېږي.(اووم پيدر)
۱۶۶
کله چې ناوړه عادتونه موږپرېږدي،موږځان داسې ستايو چې موږناوړه عادتونه پريښي دي.
خندا
خانده،ټول درسره خاندي،ژاړه،ښايي يوازې وژاړې.
څوک چې وروسته خاندي،ترټولوښه خاندي.
هغوۍ چې کم خاندي،کم ژاړي.(سوېډن)
ډېره خنداپه ژړاختمېږي.(شيليند-دنمارک)
په ډېره خنداسړی احمق ښکاري.(المان)
هغه چې بې لامله خاندي ،يواحمق دی.(ايتوپيا-اماهاري)     
ښه خندااويواوږدخوب دداکټرپه کتاب کې ترټولو ښه درمل دی.(ايرليند)
خنداپه خشونت تېرشويووختو نه ورګرځي.(جاپان)
ان په خنداهم کېدې شي زړه ورنځېږي،اوخوښي پای ته ورسېږي.(بيبل)
هغه چې دشنبې به ماښام خاندي ،بايدد يکشنبې په پاي کې وژاړي.(ايتاليا)
نيمه نړۍ به بلې نيمې پورې خاندي،اوزه په ټولې پورې.(کيبا-اسپانوي)
له هغه سړی ځان وساته،چې کولی شي په غوسه کې وخاندي.
خندادژوندمالګه ده.(افغانستان-دري[ژ.])
ته چې زما په څېره پورې خاندې،نوپه خدای پورې خاندې،که پر کاليومې خاندې،نوپه ګنډونکي پورې خاندې،که زماپه کړنوخاندې نوماپورې خاندې.(شوروي اتحاد-ايستونيايي)
هغه چې خوله يې له غاښونوډکه وي په اسانۍ خاندي.
شتمنې مېرمنې بېوزلې ته وويل:«هغوۍ خندلی شي،چې هيڅ پېسې نه لري»(سوېډن)
بېکاري
بيکاري دشېطان بالښت دی.
بېکاري دټولوبدمرغيو جرړه ده..
بېکاري دټولوفسادونومورده.(فرانسه)
بېکاري دشهوت زېږېدولامل دی.(چين)
لوبه
لوبه زياتره په شخړه پاي ته رسېږي.
خوشاله لوبه اوږده نه وي.(اووم پيدر)
کله چې لوبه ترټولو ښه وي بايدسړی يې ختمه  کړي.(پيدرلول)
کله چې لوبه ښه وي،ويې دروه.(انګلستان)
هغه چې غواړي په لوبه کې درسره وي،کباب ترلاسه کوي.(دنمارک-يوليند)
هغه چې لوبې ته درګډېږي،بايدکرښه وساتي)

۱۶۷
دلوبې پای ته رسېدوپه مهال شېطان غواړي چې درسره وي.(سوېډن)
هغه  له مرغيوسره لوبې کوي،چې ماشومان خوشالوي،چې دمرغيوله پاره مرګونې ده.(هند-هندی)۲۱۶
تناسلي اله(غين)
دبې خوټوسړی غين  خراب غين دی.(پيدرلول)
دغين له لومړي ځل جګېدوسره سړی واردواره دواده فکرکوي.(هند-هندي)
                      له ژبې پرته ،دبدن ټول غړي زړېږي.(اووم پيدر)
پيشپړانګی(پيشوپړانګ)
سړی پيشپړانګی ته نه وايي :« لاړشه ماشوم راوړه»(افريقا-دوالا)
څوک پيشپړانګی له بزې سره يوځاې نه تړي.(سوېلي افريقا-زولو)
دپيشپړانګی لکۍ مه نيسه،خوکه نيولې دې وي،نومه يې پرېږده.(ايتوپيا-امهاري)
دبيشپړانګی په لکۍ کې سپږ مه لټوه.(افريقا-کيوکانګو)
کله چې پرپيشپړانګې باران اوري لمدېږي،خوټکي نه لرې کېږي.(افريقا-اشانتي)
خټه
موږټول دکلال په لاسونوکې خټې ياستو.(انګلستان)
کلال ډبرين ګلدان نه ماتوي.(دنمارک-[موين (يوټاپودی. ژ.])
اسان /سپک
څه چې سپک وي،تندباديې له ځان سره وړي.(افريقا-سومالي)
هيڅ څه دومره اسان نه دي،چې سخت نه شي،کله چې په ناخوښۍ ترسره کېږي.(لاتين)
 څوک چې هرڅه اسان ګڼي،له ډېروستونزوسره به مخ شي.(چين)
ارامي/تسکين
نجلۍ هغه وخت چې غبرګوني يې وزېږول وويل: «داارامي ده».
کله چې دګدۍ مېړه اړتون(زندان)ته لاړويې ويل:دازماارامي ده.(سوېډن)
ژوند
ژوندوکړه اوپرېږده چې ژوند وکړي.(المان)
دنوروله پاره ژوندوکړه ،اونوربه ستاله پاره ژوندوکړي.(روسيه)
 دځان له پاره ژوندوکړه،ددې له پاره چې په مرګ هم په خپله مرې.(لاتين)
په هغوورځوکې چې تېرې شوې دي، ژوند مه کوه .فېرشوې مرمۍ بېرته نه راستنېږي.(روسيه)
ژونديوکړاودی.
ژوندخيال دی.
ژونديوه هيله ده.
ژوند يوه مبارزه ده.(لاتين)
۱۶۸
ژونديوه هڅه ده.(المان)
اوږدژونداوږده سرګرداني.(سوېډن)
ټول غواړي اوږدژوندولری خوهيڅوک نه غواړي چې بوډا ورته ووايي.
ژوند،زده کړه اومرګ،اوداټول هېرکړه.(دامريکا متحدايالتونه-دتورپوستو)
دژوندکولودهنرزدکړه دايمي کاردی.(لاتين)
که غواړې چې اوږداوسالم ژوندوکړې،نودپيشوغوندې خواړه وخوره اودسپي په شان اوبه وڅښه.(سوېډن)
سړی نه شي کولی په عشق اودچينې په اوبو زوند وکړي.
کله چې سړی نه شي کولی هغسې ژوندوکړي چې غواړي يې،سړی بايد هغسې ژوندوکړي، چې کولی يې شي.
موږبايددژوندله پاره يوڅه وکړو،مرګ په خپله راځي.(چيلي-اسپانوي
سړی چې ژوندی يې بايد ژوندوکړي.
چې ژوندی يې خوشاله اوسه ،په مرګ کې زيات وخت لری.(سکاتليند)
هغه چې په چهارنعل(داس تندتګ) ژوندکوي، يرغه به دوزخ ته ځي.(سوېډن)
هغه  ورځ لکه دوروستي سړي غوندې ژوند کوي.
څومره زيات چې انسان ژوندی وی،نړۍ ورته ډېره کوچنۍ ده،له مرګ وروسته قبرکافی دی.(يهودي)
هغه چې ژوندی وي،وبه يې ګوري.(فرانسه)
که ژوندی وې ډېرڅه به ووينې.(افغانستان-پښتو[ژ.])
هغه زيات ژوندی وي،چې ښه ژوندکوي.
هغه چې ځان يې ښه ساتلی،ښه ژونديې کړی دی.(لاتين)
هغه چې ارام ژوندکوي ښه ژوندکوي.(ارام ژوند ښه ژوند)
هغه چې زيات ژوندکوي،بدمسخره دی.(پيدرلول)
هغه چې هيڅ نه پوهېږی،غلی (پټه خوله) ژوندکوي .(دنمارک-يوليند)
له هرژوندي وروسته  يادونه(بحث)اوږده وي.(لرغونی ناردی[دوايکنګانو اومنځنيوپېړيو دوخت ژبه  چې په ايسليند اوناروې کې ويل کېده-ژ.])
ژوندی
يوژوندی پاپ(دکاتوليکانوروحاني مشر) له لسو مړوپاپانوڅخه ښه دی.
يوژوندی سپی له يومړلېوه نه ښه دی.
يوازی ژوندی دخدای عبادت کولی شي،(روسيه)
ژوندی له منځه ځي، مړی پاتي کېږي)
ژوندی خپل اروا(روح)نه پېژني،مړی خپل بدن.(چين)
ځيګر
دسړي ځيګردهغه کاربوراتور(پاکوونکې اوزار)دی.(انګلستان)

۱۶۹
پرېښودل شوی
له پرېښودل(ترک) شوي نه پرېښودل(ترک کول) ښه دي.
 ښه ده چې له شرمه يې پرېږدی ،تردې چې ځان ته په زيان رسولو يې وخورې.
کړاو/زحمت
هغه چې يوڅوک وي،بايد يوڅه زحمت وګالي.(دنمارک-يوليند)
 ددې له پاره چې سړی ژوندوکولی شي،بايدکړاوګالل زده کړي.(ايتاليا)
سړی زحمت ګالي،زحمت ګالي ،اوپه پای کې مړکېږي.
کړاواوزحمت ډېرې اندېښنې  کموي.(سوېډن)
درد
درددځان پاکول دي.
دردپه پايله کې بری مومي.
په ډېرودردونوکې سترې خوښۍ دي.(سوېډن)
هوس
هوس سړی ړندوي.(تايليند-سيامي)
لږ،ډېراوډېرزيات
لږلږ سړی اوږده لاره تللی شي.(اسپانيه)
کم کم زياتېږي.
له لږو لږو ګونۍ(بوجۍ)ډکېږي.
بېوزله چرګه له لږولږو نه هګۍ راټولوي.
کم هم حق لري.
کم  ښه نيتي  ،له ډېروبدنېتو(حسودانو) نه ښه دي.(سوېډن)
له هيڅ نه لږ ښه دي.
 دلږ اوهيڅ ترمنځ زره ميله واټن دی.(هند-هندي)
هغه چې په لږو نه خوشالېږي ،هيڅکله ډېرنه ترلاسه کوي.
څوک که چې دمڼې په قدر پوه نه شو که بڼ وروبښې هم په قدريې نه پوهېږي.)افغانستان-پښتو[ژ.])
سړی چې کم لري لګوي يې،چې ډېرلري ساتي يې.
کله چې ډېرنه شي موندلی،سړی په لږو ګوزاره کولی شي.
ډېرښه دي خولږهم کارېږي.
لږکرل لږحاصل.(پيدرلول)
چې لږو ته به کمه سترګه ګوري زيات نه شي ترلاسه کولی.(لرغونی يونان)
څوک چې لږ لري، هغه لږترلاسه ترلاسه کوي.
۱۷۰