د امپریالیزم جګړې ځپلي کډوال

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه : نصرالله حیات
امپریالیزم هغه نظام ته ویل کیږي چي یو هیواد د خپلو سیاسی او یا اقتصادی ګټو په خاطر  کمزورو هیوادونو  په اقتصاد ، سیاست ، کلتور او مذهب باندي خپل حاکمیت قایم کړي. او یا په بل عبارت د خپل هیواد نه بهر بل هیواد

په داخلي چارو کې  مداخله کولو  ته امپریالیزم وایی. دغه کلیمه لومړي ځل لپاره  ۱۸۹۰ میلادي کال  په انګلستان کې مروج شوه .  روسته بیا اروپایی هیوادونو خپل حاکمیت د قایمولو په خاطر په افریقا او نورو لويو وچو کې له دی استفاده وکړه همدا وجه وه چې ۱۸۸۰ نه ۱۹۱۴ میلادی کال تر منځ  عصر د امپریالیزم په نامه یاد شوی دی. امریکې هم له دغه امپریالیستې پالیسې څخه په استفادی سره ، پر افغانستان ، عراق ، لبنان او داسې نورو هیوادونو باندې حمله  وکړه. چې له دغه حملو له وجه ډیر بي وزله انسانان د خپلو هیوادونو په پریښودو مجبوره شول.که څه هم ستونزی د ټولو کډوالو یو شان دي ، خو زه دلته یوازې  افغان کډوال تر بخث لاندې نیسم.
د ثور له کرغیړنې کودتا نه پس د افغانستان داخلی حالت ورځ تر بلی په خرابیدو شو او ډير افغانان پاکستان ، ایران ، او داسې نورو هیوادونو ته کډه شول ،هغه ځکه چې د ثور د انقلاب نه پس شوروي اتحاد په مقابل کې امریکې  د پاکستان په مرسته  پر افغانستان خپل حاکیمیت د قایمولو په خاطر سړه جګړه شروع کړه او له همدی امله افغانستان نه يي د جګړی میدان جوړ شو. دغه جګړی له وجه چې کوم  غربت ، ناروغۍ او تباهۍ منځته راغلي وه ، میلینونو  انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړ او له دینه زیات افغانان له هیواد څخه کډه کولو ته مجبور شول.
د افغانستان په تباهي او بربادی کې له امریکې نه روسته پاکستان ډیره برخه اخیستي ، هغه ځکه کله چې شوروی اتحاد په افغانستان باندې یرغل وکړ او ډیر افغانان پاکستان ته کډه شول هلته د پاکستان رهبرانو  په افغانستان دولت باندې خپل حاکمیت د ساتلو په خاطر افغانان يي په اوه تنظیمونو باندې وویشل او لومړې دغه تنظیمونو رهبران يي د ډاکټر  نجیب الله دولت په خلاف يي و هڅول ،کله يي چې دولت او د افغانستان ملی اردو نسکور کړه  بیا يي د واک د تر لاسه کولو په خاطر يي  په خپل منځ کې په جګړه اخته کړل. دلته  افغانان په خپل منځو کې په جګړه اخته و او هلته پاکستان د جهاد په نامه کروړونو  او ملینونو ډالر په خپلو جیبونو کې اچول، پاکستان ، د افغانستان په دغه تباهي او بربادی باندې زړه یخ شوی ه و، چې دویم ځل  افغانانو د ځپلو  لپاره بینظیر بهټو دولت د امریکې سره یو ځاي  طالبانو یو ګروپ منظم کړ ،  او ټول هیواد يي طالب تر نامه لاندی  وخشت او بربریت ښکار کړ. طالبانو په راوستو باندې د پاکستان مقصد دا و  چې په افغانستان کې خپل ګوډاګیان حاکم کړی ترڅو خپل امپریالیستي پالیسۍ  پیاوړي کړي. خو داسې ونه شول ځکه ځینې طالب مشرانو د دوي مخالفت شروع کړل همغه و چې د تروریست په نامه يي ۹ سپتمبر ۲۰۰۲  کې   یو ځل بیا امریکې خپل د اسلحې صنعت ته  د پرمختک ورکولو په موخه ، د خپل امپریالیستی زور ټولې دنیا ته د ښودلو لپاره په افغانستان باندې يي د پاکستان دوه مخي  او غلام حکومت په مرسته حمله وکړه او زمونږ هیواد يي یو ځل بیا له تباهې او بربادی سره مخ کړ.
امریکې پدې جګړه کې کروړونو او میلنونو ډالر مصرف کړل ، که چیرې دغه پیسې د خلکو د سوکالۍ لپاره لګول شوی واي نو اوس به په افغانستان کې لوږه ، بیکاری او فقر به نه و او خلک به کډه کولو ته مجبور شوی نه وايي او هغه افغانان چې مخکې له افغانستان څخه کډه شوی و ، هغې به هم خپل هیواد ته ګرځیدلی وای خو بد بختانه چې داسې ونه شول اوله دغه پیسو نه د افغانستان د بربادی لپاره کار واخیستل شو.
پاکستان له شروع نه  د امریکې امپریالیستي پالیسۍ په افغانستان کې پلی کوله او تل يي هڅه کړي چې په افغانستان کې  ‎ددوي د پالیسۍ پلي کولو لپاره خپل نفوس زیات کړي او تل يي خپل ګوډاګیان د افغانستان په دولت کې واک ته د رسولو هڅې کړي دي. پاکستان مشرانو افغانان په وینو کې و لمبول او دغه غیرتی قام  يي کډه کولو ته مجبورکړل او لاکهاو افغانانو خپل کورونه پریښودل ، پاکستان ته ولاړل . خو دغه مجبوره افغانان بیا هم ونه بخښل شول پدوي باندې يي خپل امپریالیستي پالیسی پلی کړه. دغه کډوالو غربت ، بي وسۍ  او تباهې تر نامه لاندې پاکستان ډالرو په ټولو شرو کړی وه .   پاکستان مشرانوچې څومره  ظالمانه پلانونه و پر  افغانانو عملی کړل  او هم د افغان کډوالو  په نامه چې کوم  ، کروړونو دالر راتلل خپلو جیبونو کې واچول. افغان کډوالو ډیر د مجبوریت شپې يي تیری کړی او تیروي يي ، افغان کډوالو د ناصر باغ ، کچه ګړی  او داسې ډیرو دښتو کې شپي صبا کولي خو پاکستان  لپاره يي  بنګلي  ، کارخاني ،او مارکيټونه جوړ کړل او د پاکستان په ابادی کې يي ډیرو خپلي ځواني خاوری کړي.  افغان مجاهدینو ته چې کومه اسلحه راتله ، هغه به  یی ټول خپلي اردو ته ورکول او همدی افغانانو په سر دوی اتم ، شاهین او غوری راکټونه جوړ کړل. خو پاکستان ددی هر څه په مقابل کې افغانانو ته د غربت ، زلت ، تباهي او کړاونو نه ډک  ژوند ور په برخه کړ.
 تر څو پوری چې پاکستان د افغان کډوالو په مقابل کې روپۍ اخیستې ، افغان کډوالو ته يي څه نه ویل او له پاکستانه د ویستو خبره نه کوله ، خو څه وخت چې اشرف غنې د افغانستان ولسمشر وټاکل شو او ولسمشر د پاکستان د  هر هغه کړني خلاف شو کوم چې د افغانستان په ګټه  نه و ، د پاکستان ټول هغه لاسونه چې د افغانستان دولت په داخلی چارو کې لاس وهنه کوله پری کړل او هم يي د پاکستان  منافقت نه ډکه څیره  نړیوالو ته څرګنده کړه او امریکا هم پدي پوه شوه چې  پاکستان د افغانستان په داخلی چارو کې لاس وهنه نشي کولای ، د پاکستان ټول ګوډاګیان اوس په خپل مقام کې ندی پاتې چې پاکستان تری استفاده وکړی شي او له بل پلوه امریکې پدي جګړه کې په کروړونو ډالر مصرفولو سره خپل اقتصاد زیانمن کړی و ، هغوي نور پیسې مصرفول نه غوښتل همدا وجه وه  چې  پر پاکستان يي  پیسې بندې کړي. له یوه خوا پر پاکستان د امریکې  او نړيوالې ټولنې پیسې بندي شوي او له بله خوا افغانستان چابهار بندر له وجه د پاکستان اقتصاد زیانمن شو. هغه ځکه  د پاکستان  یوې ورځ پاڼې یوازی د اوړو په هکله ویلي  چې ۱۰ لکه ټنه اوړو تجارت له پاکستان او افغانستان ترمنځ بند شوی دی. چې د دغه تجارت د بندیدو له وجه ۸۰۰ د اوړو کار خانې بندې شوی دي ، سل هاو پاکستانیان بي کاره شوي دي او داسې نور ډیر تجارتونه له پاکستان سره بند شوی دي چې له وجه يي پاکستان لوي اقتصادی بخران سره مخ شوی دی.نو ځکه د پاکستان دولت د افغان کډوالو مخالفت کوي او دوي له خپل هیواد څخه په زور د ویستلو خبری کوي. نه یوازی دوي له خپل هیواده اوباسی بلکې د بلوچو او نور قومونو ترمنځ د افغان کډوالو په خلاف نفرتونو پیدا کولو تبلیغات هم روان کړي دي تر څو دا قومونه په خپل منځ کې و جنګوي او دغه تبلیغاتو یو څه تاثیرات په پاکستاني خلکو باندي هم کړي دي،  هغه ځکه چې پخوا افغانان یوازی د پولیسو له خوا ځورول کیدل  خو اوس د عامو پاکستانیانو له خوا هم ځورول کیږي. همدا وجه ده چې کډوالو کارو بار ي ستونزی  او ډیر نور ستونزی له پخوا ډیر شوي دي. نور د افغان کډوالو ژوند په پاکستان کې ډیر ستونزمن شوی دی . افغان کډوالو ته په کار ده چې خپل ګران هیواد ته ستانه شي، ځکه په پاکستان کې اوس ددوي نه عزت پاتې دي او نه د کار او زده کړه کولو اسانتیاوی شته، په پردی هیواد کې چې څومره پاتې شي بیا هم مهاجر يي ، راشي مهاجر د کلیمي نه ځان خلاص کړي یو ازاده ژوند په خپل هیواد کې وکړي او د خپل ګران هیواد د ابادي  او سو کالی لپاره  کار وکړی.
 په درنښت