له طالبانو سره پټې خبرې رښتیا دی ؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکلسون د چهارشنبی په ورځ د ویډیویي کنفرانس له لاری په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چی د افغانستان د سولی بهیر د پرمختګ لپاره له وسله والو طالبانو سره پټې خبرې روانې دي او دا یې هم وویل چی په دی مرحله کی په مشخص ډول د کوم طالب نوم نشي اخیستلی، خو د متوسطې او لوړې سطحی طالبانو سره اړیکې نیول شوې دي .

د امریکا او ناټو عمومی قومندان زیاتوی چې په دې خبرو کې ځینی نړیوال سازمانونه ، بهرني حکومتونه او نورې علاقمندې ډلې هم شاملې دي. د ده په خبره په دغو پټو خبرو کې امریکایي ډیپلوماټان هم شامل دي .

بل لور ته د طالبانو ځینې سرچینو ویلي چې د امریکا ، سعودي عربستان او پاکستان له طالبانو سره د خبرو لپاره ګډې هڅی پیل کړې دي او په افغانستان ، پاکستان او قطر کې د طالبانو له ځینو غړو سره اړیکې نیول شوي خو یادی سرچینی وویل چی لا تر اووسه د دې خبرو لپاره د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په مشرۍ جوړې شوې شورا سره اړیکې ندي نیول شوې .

د طالبانو یوه ویاند زبیح الله مجاهد رسنیو ته په راستول شوی پیغام پاڼه کې ویلي چې (د خبرو او مذاکراتو په اړه د اسلامی امارت دریځ په کراتو اعلان شوی او هیڅ پټ او پوښلی اړخ نه لری) په دغه رالیږل شوی پیغام پاڼه کی دا هم راغلی چی د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي .

له طالبانو سره پټې خبرې رښتیا دي؟

کله چی ګلبدین حکمتیا کابل ته راغی او په حضوری چمن کې یې زرګونه پلویانو ته د ښه راغلاست غونډه کې وویل (زه پر طالبانو غږ کوم چی د ملت هیلو او غوښتنو ته غاړه کېږدي راشي لمړی ټول په ګډه جګړه پای ته ورسوو ، بیا ټولو بهرنیو ځواکونو ته ووایو چی افغانان له دې وروسته وروڼه دي خپله ستونزه په خپله حل کوي او په ګډه ترې وغواړو چی له افغانستانه ووځي) حکمتیار په بار بار ویلي چې د سولې لپاره به زه هر رقم قربانۍ ورکړم تر څو په دې زورېدلي هیواد کی تلپاتې سوله راشي .

ګلبدین حکمتیار د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر څلورمه له نیویارک ټایمز سره په مرکه کی طالبانو ته د سولې د یوه وړاندیز په اړه خبرې کوي چې (مذاکرات باید حد اقل په لومړیو مراحلو کی د نورو هیوادونو د رسمي مداخلې او حضور پرته وي.

په پلازمینه کی د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د طالبانو لپاره د یوه رسمي دفتر پرانیستل ، د طالبانو لپاره د امن سیمې اعلان شي تر څو طالبان په ازادانه ډول وکولی شي له خپلو کورنیو سره هلته تګ راتګ وکړي) د امن سیمو څخه د اعلان هدف یې طالبانو ته د ولایتونو او سیمو پریښودل نه دي بلکې د طالبانو په خوښه دې چارواکي په کې په دنده وګمارل شي ، نوموړی هغه مهال وویل چی دا وړاندیز یي له ولسمشر اشرف غنی سره هم شریک کړی دی .

د سولی عالی شورا چی له طالبانو سره د سولی په برخه کی د هر ډول خبرو مسوله اداره بلل کیږی له دی خبرو چی جنرال نیکلسون یي یادونه وکړه بی خبری وښوده او د تل په څېر یې ټینګار پر دې دی چې د سولې خبرې باید یواځې له افغان دولت سره وشي .