سپین سترګي هم یو حد لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبیشیر یوسفزوی

هر څه خپل حد او اصول لري، حتی جنګ هم اصول لري، مګر دې ځینو سیاسیونو ته چې وګورې نه یې حد معلوم، نه یې اصول او معیار معلوم، نه یې د ارزښت، وطن پالنې او شخصیت درک لګېږي نن په یوه او سبا په بل ځانونه پلوري.

لوی مقام او چارواکی به وي، تر هغو چې دی په واک کې وي هر څه به سم روان وي. مګر کله چې له مقام او څوکۍ څخه وشړل شي، نو بیا هر څه سرچپه شي، بیا نو خوله وازه او سترګې پټې کړي چې څه په خوله ورځي وایي به یې .

چې پوښتنه وکړې ولې؟ وایي بې عدالتي ده، بحران دی، وطن تباه دی او باید موږ خپل د اعتراض غږ لوړ کړو.

ځینې نور بیا چې تر څو په واک کې وي او ګوزاره یې چلېږي، نو دوی هم ښه ارام او راحته وي، خو چې پوه شو نورې یې ورځې په تمامېدو دي او له دندې شړل کېږي، نو بیا به له ځانه د شکایتونو بوجۍ جوړه کړي. د خپل تېر د توجیه لپاره به لسګونه پلمې تراشي. ولا زه د شته پالیسیو مخالف وم، نو ځکه مې کار پرېښود، دا هرڅه د یو بل بحران زېږنده و.

همداسې یو شمېر کسان به د حکومت سخت منتقدین وي، هره ورځ به بې دلیله نقدونه کوي، خو چې په حکومت کې ورته کوم مقام ورکړل شي، نو بیا یې خوله وتړل شي، ګونګی ځنې جوړ شي او ته به وایې چې د ده له مقررۍ سره د وطن ټولې ستونزې او ناخوالې یو مخ هوارې شوې.

په دې کې شک نشته چې په دې منځ کې به یو نیم کس یا د دوی یوه نیمه خبره او نیوکه برحقه وي، مګر ولس حتی د دوی دې برحقه نیوکې ته هم ارزښت نه ورکوي، ځکه چې دوی اکثره وخت د خپلو شخصي ګټو لپاره غالمغال جوړ کړی وي او نور نقدوي. دوی غواړي چې یا منصب، یا څوکۍ او یا حداقل یو څه امتیاز ترلاسه کړي.

همدغو او دېته ورته خلکو د تعهد نوم بد کړی دی. ارزښت او معیار یې کم رنګه کړی دی او په وطن کې یې د خلکو تر منځ د بې اعتمادۍ یو بحران ایجاد کړی دی. د دوی د دغو ناسمو کړنو له امله هیڅوک په هیچا هم باور نشي کولی او نه هم زړه ورپورې تړلی شي، ځکه په تېرو کلونو کې موږ  ولیدل ډېرو خلکو په ځینو کسانو پورې زړونه وتړل او له هغوی سره یې د مبارزې ملګرتیا وکړه، خو کله چې هغوی ته امتیاز ومنل شو، نو هم یې مبارزه او هم یې خپل مبارز ملګري په نیمه لاره کې پرېښودل.

په وطن کې د شته بحرانونو د مدیریت لپاره یو مهم ګام باید دا وي چې په دغه ډول کسانو نه یوازې حساب ونشي، بلکې هغوی ته هیڅ ارزښت ورنه کړل شي او نه هم باید پېښو او ستونزو ته د دوی له زاویې او لید وکتل شي. دغه ډول معامله ګر، فرصت طلبي او حتی د ارزښتونو او ځانونو پلورونکي کسان باید منزوي شي، دوی باید ورټل شي، چې هم حکومت او هم ولس د دوی له شر څخه خوندي شي.