عبدالله عبدالله پښتون نه، بلکی افغان دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرور میړ نی

دهغو معتبرو اوکره معلوماتو په اساس چې لاس ته راغلی دي د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله هغه ادعا چې نوموړی د خلکو د غولولو په موخه ځان پښتون معرفي کوي بې بنسټه ده .
د تازه معلوماتو پر بنسټ، عبدالله عبدالله په خټه پښتون نه بلکه په خټه تاجک دی. د نوموړي مور او پلار دواړه د پنجشیر د ولايت دي. د دې معلوماتو په اساس د عبدالله عبدالله مور د عبدالله عبدالله د پلار څخه د طلاق له اخيستو وروسته د کندهار د یو اوسيدونکي محی الدين ننګيالي سره واده وکړ چې عبدالله عبدالله هغه مهال د یو نيم کال عمر ماشوم و .
دا معلومات د عبدالله عبدالله د ناسکه ورور جنرال عبداللطیف په حواله ويل شوي دي
د افغانستان اساسي قانون هر افغان ته (چې د هر قوم سره تړاو ولري) بې له کوم توپيره حق ورکوي چې ولسمشرۍ ته نوماند شي خو عبدالله عبدالله ځان په دې موخه پښتون معرفي کوي چې غواړي په قومي تارونو لوبې وکړي .
نوموړی یواځينی کاندید دی چې د خپل نسب په اړه درواغ وایي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په تاريخ کې دا ډول حربې او تکتيکونه په کار اچول کیږی .
د يادونې وړ ده چې عبدالله عبدالله د نظار د شورا یو متعصب غړی او د احمد شاه مسعود نږدې ملګری و. نوموړی دحامد کرزي په اووه کلنه دوره کې د پنځو کلونو لپاره د بهرنيو چارو وزير پاتې شوی دی. د نوموړي د وزارت په مهال د بهرنيو چارو په وزارت کې د پښتنو سره سخت تعصب کېده او په دندو نه ګمارل کیدل. نوموړي یواځې د نظار د شورا غړي او ځينې وخت بې سوادان هم له هیواده بهر په سفارتونو کې په دندو ګمارل .
عبدالله عبدالله او ملګري یې په ډیموکراسۍ او له مدني لارو واک ته په رسیدو باور نه لري ، څه موده مخکې یې یې ویاند یوې ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل چې که چیر ته یې ټاکنې ونه ګټلې نو په هیواد کی به وسلواله ګډوډي جوړه کړي .
له کومې ورځې راهيسې چې انتخاباتي منډې ترړې چټکې شوي، نو ډېر کانديدان ولس ته ځان داسي ښيي چې دوی د عقيدې، کلتور، عاداتو، کرکټر او بالاخره په ټولو کړو وړو کې ولسي خلک دي. دوی ولس ته په مستقيم او غير مستقيم ډول ځان داسي ښيي چې د ولس ترڅنګ ولاړ دي او دولسي ګټو لپاره مبارزه کوي. په دوی کې داسي کانديدان هم شته چې پخوا به يې له پښتو او پښتنو سخت نفرت کاوه خو اوس په خپلو غونډو کې په پښتو ژبه خبرې کوي او ځان ته پښتون وايي چې له دې ډلې څخه يو هم ډاکټر عبدالله عبدالله دی .
ډاکټر عبدالله عبدالله چې له مور او پلار دواړو څخه تاجک او د پنجشير ولايت اوسېدونکی دی اوس ځان ته پښتون او د کندهار اوسیدونکی وايي، ان دا چې په خپلو پوسټرونو کې يې له ځانه سره د ميرويس نيکه عکس هم چاپ کړی دی. دی غواړي په دې ډول د پښتنو له قبيلوي ذهنيت څخه سياسي ګټه واخلي .
ډاکټر عبدالله دوه وروڼه لري چې دواړه يې تر اوسه پوري نه چا دده ترڅنګ ليدلي او نه ځانونه تاجکان او پنجشیران بولي. دده يو ورور جنرال عبداللطيف نومیږی، دی وايي چې ډاکټر عبدالله عبدالله زموږ له موره دی خو له پلاره مو نه دی. ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل پلار نوم محی الدين ننګيالی توخی معرفي کوي، حال دا چې حقيقت بل ډول دی .
ارواښاد علامه رشاد صاحب په دې موضوع ډېر ښه خبر و. هغه ويل چې محی الدين ننګيالی يو ډېر شريف سړی و. دی اصلاً د زابل د سيوري ولسوالۍ اوسیدونکی او په خټه توخی و چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې اوسېده.کله چې ارواښاد محمد هاشم ميواندوال د ميوند ولسوال و نو هلته يې له ده سره وپیژندل. بيا چې کله ميوندوال صاحب کابل ته راغی نو دی يې هم له ځانه سره کابل ته راوست او د کابل په ښاروالۍ کې يې مقرر کړ .
ښاغلی ننګيالی يو ډېر پاک او متقي سړی و. ده له ارواښاد عبدالروف بينوا سره هم انډيوالي درلوده. عبدالله عبدالله د يو نيم کال و چې پنجشيري پلار يې د هغه پنجشيرۍ مور طلاقه کړه. د طلاقولو په جريان کې يوه ورځ د عبدالله عبدالله پلار د هغه له مور سره کابل ښاروالۍ ته ورغلل چې د جايداد مسئله حل وفصل کړي. په هغه ورځ محی الدين ننګيالي د عبدالله عبدالله مور وليدل او خوښه يې شوه. د عبدالله عبدالله نيکه بينوا صاحب ته وويل چې ماته دغه ښځه راوغواړه. هغه و چې بينوا صاحب د خپله چېبه پيسې پکي ورکړې او د عبدالله عبدالله مور يې محی الدين ننګيالي ته وروغوښتل چې د نکاح پر مهال د عبدالله عبدالله پالنه او روزنه هم د محی الدين پر غاړه واچول شوه. نو په همدې اساس ډاکټر عبدالله عبدالله د محی الدين ننګيالي په کور کې رالوی او ظاهراً د هغه زوی وبلل شو
کله چې ارواښاد ميوندوال د کودتا په تور بندي شو نو دده په ملګرو کې محی الدين ننګيالی هم د يو څه وخت لپاره بندي شو. کله چې له بند څخه راخوشي شو کندهار ته ولاړ او هلته د يو څه مودې لپاره په ښاروالۍ کې مامور و. تر يو څه مودې وروسته بيرته کابل ته راغی او تر اخره پوري په کابل کې پاته شو .
همدا دلايل وو چې عامو خلکو داسي فکر وکړ چې محی الدين ننګيالی توخی پښتون دی نو طبيعي خبره ده چې ډاکټر عبدالله عبدالله به هم توخی، پښتون او کندهاری وي .
ډاکټر عبدالله عبدالله د نظار شورا وتلې څېره او ددې شورا د بنسټ ايښودونکي احمد شاه مسعود له ډېرو اعتمادي ملګرو څخه و. مسعود چې له پښتنو ، په تېره بيا له کندهاريانو سره يې ښکاره تعصب درلود دومره ساده سړی نه و چې پر يوه کندهاري پښتون دي دومره اعتماد وکړي. ټولو ته معلومه ده چې ډاکټر عبدالله عبدالله په عام ډول د شمال ټلوالي او په خاص ډول د تاجکانو کانديد دی او دا ټلواله خو هم ټولوته معلومه ده چې له پيله د پښتنو پر ضد جوړه شوې ده او اوس هم هماغه کړنلاره تعقيبوي .
دلته دا پوښته پيدا کېږي چې ايا د پخوانۍ نظار شورا او اوسنۍ ملي متحده جبهې رهبري چې اکثره غړي يې تاجکان او پنجشيريان دي دومره ساده خلک دي چې تر خپلو خلکو دي لاس واړوي او يو کندهاری پښتون دي د خپل قومي سياست په محراب کې ودروي؟
ځواب دا دی چې هيڅکله نه! هغوی ډاکټر عبدالله عبدالله ډېر ښه پېژني چې نه يوازي يې فکر د تاجکو او پنجشېر سره تړلی دی، بلکې خپل ټوله ژوند يې هم له پښتنو سره په دښمنۍ او تاجکوته په خدمت کې تېر کړی دی. د ډاکټر عبدالله عبدالله سياسي لارښود احمد شاه مسعود هم د پښتنو له کمزورۍ څخه دغه ډول ګټه اخيستې وه .
علامه رشاد بابا يوه ورځ ويل چې د احمد شاه مسعود اکا قدوس کاکا به زما ځای ته همېشه راته او ويل به يې چې زموږ نيکه د تاجکستان له (ده بيد) سيمي څخه پنجشېر ته راغلی دی . يوه ورځ د رباني د واکمنۍ پر مهال د غلجيو د قبيلې څو سپين ږيري چې اکثره يې د غزني او زابل ولايتونو اوسېدونکي وو، زما کره راغلل . دوی ويل چې موږ احمد شاه مسعود مېلمانه کړي وو. يو يو راډو ساعت او څو څو لکه افغانۍ يې هم راکړې. موږ ته يې وويل چې زه اصلاً پښتون او نوروزي خېل تره کی يم، زموږ نيکه له مقر څخه پنجشېر ته تللی او هلته پاته شوی دی. د يادونې وړ ده چې په تاجکو کې يوه پښه نوروزي خېل نومېږي چې احمد شاه مسعود هم همدې پښې ته منسوب دی او تصادفاً په تره کو کې هم يوه پښه نوروزي خېل نومېږي. احمد شاه مسعود دغه ټکی موندلی او له هغه څخه يې استفاده کوله . د علامه بابا په قول دغو سپين ږيرو ويل چې احمد شاه مسعود موږ ته وويل چې که رښتيا تاسي غلجي ياست نو زما ملګري وکړئ .
نن د هغه چالباز استاد يو شاګرد ډاکټر عبدالله عبدالله هم ځان توخی پښتون بولي او غواړي چې يو ځل ځان د پښتنو پر اوږه د اقتدار بام ته وخیژه وی او بيا د پښتنو پر مرۍ چاړه کیږ دی .
ډاکټر عبدالله عبدالله که د نورو سيمو له پښتنو سره هر ډول وي، له کندهاريانو سره د طالبانو په خاطر هيڅکله نه جوړېږي. موږ يې وينو چې ځينې کندهاريان چې اکثره يې پخواني ټوپکسالاران دي دپيسو لپاره ډاکټر عبدالله عبدالله ته کمپاين کوي او دا دليل راوړي چې دا مو هم خپل کندهاری دی. زه دغو جنابانو ته وايم چې د خدای پر پار دلته خبره د کندهاري ، ان دا چې د پښتون او تاجک نه، بلکې د افغان ملت او افغانستان د سرنويشت ده. ډاکټر عبدالله عبدالله هغه څوک دی چې د افغانستان له نوم سره هم حساسيت لري. موږ نه وايو چې تاجک کم اصل او پښتون اصيل قوم دی. هر افغان يوه اصيل قوم ته منسوب او د افغانستان ټول قومونه اصيل دي خو پوښتنه دا ده چې ولي يو څوک دوه مخی وه اوسي چې يوه ورځ تاجک او بله ورځ پښتون وي او يا ځان په خټه يو څوک بولي او عملاً بل چاته کار کوي. له تاجک سره يې هم هيڅوک ستونزه نه لري، تاجکان هم افغانان او زموږ سر وستر ګې دي خو هر هغه څوک چې قومي مسايلو ته لمن وهي او د قوم، ژبې او سيمې په نوم پر ځان خلک راټولوي ملي خاين دی چې خپل خدای او ملت ته به مختوری وي ،هر هغه څوک چه دافغا نستان تا بیعت ولری افغان دی نه باید په قومونو او ولا یتونو با ندی تقسیم شي. سرور میړ نی .