پوځی حرکت اومخصوص عمليات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : ارکادي ارلوف ((Аркадий Орлов )) واشنگتن
ريانوستي .رو . РУ . РИА Новости
۲۰۰۷دسپتمبر پنځمه

دورځی خبره

دآمريکامتحده ايالاتودڅارگرئ ادارې(( CIA )) پخوانۍ اکس (X ) کارمند خبر ورکوي چې امريکا په ټول قوت سره پر ايران باندي دحملي لپاره اماده گي نيسي .
((درانه لوستونکی پوهيږي چې پدې ورستيوکښې دايکس دکلمې استعمال دلوړپوړوچارواکولپاره هغه وخت دهغه تر نامه دمخه استعماليږي چې دمختليفودلايلوله مخې پر دنده نه وي پاته، ژ)) .
دسی آي اې (( CIA )) دسازمان يوپخواني مامورددخارپيرس ((Харперс )) مجلې ته ويلې دي چې :دآمريکا متحده ايالات په ټول قوت سره ډير پټ اوپه محرمانه توگه پر ايران باندي دپوځئ يرغل لپاره تياري نسی ،داسي ټاکل شوېده چې دهوايي قواوولخوابه څو ورځی مسلسل په يو وخت په ايران کې پر يوشمير ټاکل شوواهدافوحملې تر سره شي .
سي آي اې ايکس(پخوانی) مامورڅرگنده کړه : داسي معلوميږي چي دپوځی حملې لپاره اماده گي نيول کيږي .زه دخپلي خبري پخلۍ دد دليلوپربنيادکوم : لومړۍ ،دهغوفکتونه کوم چې عملأ ليدل کيږي،دوهم هغه بيانيې چې دسپيني ماڼئ نه راوزی .
دسي آي اې ددې مامورپه هکله يوازي دومره معلومات شته چې هغه دفارس په خليج هغه وخت کار کاوه کله چې آمريکا هلته دلومړی ځل لپاره په جگړې بوخت وه . وروسته دا مامورپسله هغه چې امريکاپه ۲۰۰۳ م کال پر عراق حمله وکړه په عراق کې رسمی دنده سرته رسول .
داسې شواهد ليدل کيږي چې غټ اولوي پوځئ ځواکونه اووسلې سيمي ته لېږدول کېږي ، آمريکا نشي کولاي داپټ کړی .دفارس خليج ته دآمريکادبحري پوځی قوادډلگيو لېږل ډيرومالي لگښتونو ته اړتيالري .مگر موږاوس هلته درې داسي پوځې قطعات ساتو،موږهمدا ډول نوی جنگی الوتکي دگوام (Guam) )) سيمي ته واستولې . (( گوام دامريکايوه سيمه ده چې دغې جزيرې ته ۳۵۰۰ کال پخوا خلک کډه شول اوهلته ئې ژوند پيل کړ،ددې جزيرې پلازمينه دخاگاتنا ((Хагатна )) ښاردی ددې سيمي داوسېدونکی ټول عايد دتوريزم دلاري ترلاسه کوي . دې جزيرې ته له جاپان څخه زيات سيلانيان راځی .پدې جزيره کې دآمريکاهوايي اډه ((پايگاه)) ده چې دجزيري دريمه برخه ئې نيولې دي .ژباړونکی))
دمجلې دنوموړې منبع دمعلوماتو له مخي همدا اوس دآمريکادبحری پوځی قطعاتو دفعالتو زياتيدو بهير دويرجينيادايالت د((نورفولک )) Norfolk په سيمه کښې روښانه اوڅرگند ليدل کيږي .(( داسيمه هم يوه توريستي سيمه ده اوپدې سيمه کښي هم دآمريکاپوځې قوتونه ځاي پر ځاي شوی دی، ژ))
دآمريکاپخواني څارگرپه ويناپوځئ بېړي له يوه ځاي نه بل ځاي ته په حرکت کښي دي،دسربازانواحتياطې کنډکونو شميرډيرېږي ،وسلې راوړل کيږي، په ټولوبرخوکښي دتياري نيولوفعاليت ډيرجدي اوپه لوړه کچه روان دي . دهغه په وينا په دغه سيمه کې دبحري قواوټولي بېړی اوودانۍ اوپدغوځايوکښي دوسلوځاي پرځاي کېدل ټولوته ډير ښه معلوم دي اودا[ول فعاليتونه څرگند ليدل کېږي ، دغوځايوته نوو وسلوراوړل اوهلته ايښودل دشپې لخواترټولوښه ليدل کيداي شي.
په نړۍ کښي يوازي يوسيمه شته چې داټول هغې خواته لېږل کيږي . همدا ډول(( ټول هغه کسان چې زه ئي پېژنم اوهغه اشخاص چې پر ايران باندي په يرغليزکاروپوري اړه لري ،هوابازان (پيلوټان) اونورهوائې کارمندان اوفعالين ټول تری تم (ورک )شول . معمولأ له دغې ډلې خلکوڅخه څوک پيداکېږي اوپاته شوی وي .مگر اوس دوي ټول تللې دي . ترکومه ځايه چې دې مسلې ته زه گورم اوهغه تعقيبوم دپوځی وځواکونودفعال اوگړندي فعاليت ،نوروعلايمو اوشواهدوڅخه داسي څرگنديږي چي پر ايران دآمريکاگزاربه د مرگونۍ اعلاميې بېلگه وي يعنې(( يرغل به په زيات قوت اوځواک ترسره شي .ژ ))
دڅارگری دا(X )مامور وايي : پدې ورستيو کښي جورج بوش دايران په هکله زياتي خبري کوي ،اوداداسلامي انقلاب مدافعينوهسته ئې دتروريستانوپه ليست کښي شامله کړل . جورج بوش په ډاگه څرگنده کړه وئي ويل : تاسوچې دجمهور رئېس (جورج بوش)په هکله څه ډول فکرکوي داستاسوکاردی ،مگر ايران به هيڅ وخت دامکان پيدانکړي چې هستوي پروگرام رانه پلئ کړي ،مابه دهغه پدې خبره باورکړی واي . ((داپدې معنا چې بوش به ايران ته اجازه ورنکړی چې خپل هستوی پيل شوی پروگرام په بری سره پاي ته ورسوي . ژ))
ددې منبع دمعلوماتوله مخې دآمريکا له پوځی قواوله جملې څخه يوازي دآمريکاهوايي قواوي لا تر اوسه دتياري په هغو ډيرو حساسومراحلوکې نه برېښی،پدې خاطر چې که پر ايران باندي دآمريکا لخوايرغل وسی هغه به څو ورځنۍ اودمختلفوموخولپاره به دايو هوایی لوي کمپاين وي .،چې موخه ئې دايران جمهور رئیس احمدي نژادته بې رحمانه اووحشيانه گزار ورکول دي .
دڅارگرۍ داداري پخوانۍکارمند پدې عقيده دی او وړانديزکوي چې : موږ (امريکا)نه بايدترهرڅه دمخه دايران پر هوايي اوبحري قواووباندي يرغل ترسره کړو،بلکه لومړی دايران پر هستوي مرکزونواودايران دانقلاب دمدافعينوپر قرارگاه بايد حمله وشي . نوموړی پدې عقيده ده دی چې ،په داحمدي نژاد پر مواضع نه لنډمهالي بلکې مسلسلې حملې کولاي شي چې په هيواد کښې دننه دهغه قدرت کمزوری کړی .
ددې تبليغاتو اوخبروپه منلوسره چې پرايران باندي دآمريکادحملې په هکله کيږي اوهمدا ډول دواشنگتن په سياسي حلقوکښي هم دې ته ورته خبر و اوبحثونوگونگوسې اورېدل کېږي ،همداډول په ډله ايزې رسنيوکې پدې اړه نشرات ددې ښکارندوي دی چې ددې حملې لپاره اماده گی نيول کيږي . دسه شنبې په ورځ دسپتمبرپر څلرمه دآمريکادبهرنيوچارووزارت استازي(( توم کېسي )) Том Кейси دژورناليستانوسره په مطبوعاتي کنفرانس کې مجبور شو دڅو وم ځل لپاره داخبره په رسمې توگه رد او اعلان کړي چې گواکي آمريکاپر ايران ديرغل خيال نلري .
دآمريکادبهرنيوچارو وزارت استازي پخپلو خبروکې وويل :زه نه پوهېږم دا ډول تبصرې له کومه ځايه راپيداکيږي ،دآمريکاپه سياست کښي هيڅ ډول تغيرات ندي راغلي .دآمريکا جمهوررئيس ،دبهرنيوچارو وزير اونور په خپلو ويناوکښې واضح اوروښانه څرگندوي چې موږ دايران د هستوي پروگرام دپرابلم په اړوند مسله غواړودډيپلوماټيکوهڅواوتلاښونوله لاري حل کړو.توم کېسي څرگنده کړه :دملگروملتودامنيت په شوراکښې دخپلوهمکارانو او دالمان داستازي سره زموږدگډکاردميزپرسره پراته ټول امکانات هيڅ يو جمهور رئېس هم نشي ليري کولاي ،مگر زه تاسوته پدې هکله هيڅ ډول داسي معلومات اوعلايم نشم په گوته کولاي کوم چې دهغوي پر بنيادزه اويابل کوم څوک وکولاي شوڅرگنده کړوچې دايران دهستوي پروگرام دپرابلم دحل دلاري په اړونددامريکاد سياست دتغير په هکله کومه پرېکړه شوې ده .
اړينه يادونه
دايران دهستوي پروگرام پرسر دايران او امريکا تر منځ راپيداشوې کړکېچ ددواړو هيوادو مناسبات دومره ساړه کړل چې اوس په څرگنده بڼۀ ددښمنۍ ترکچې رسېدلي دي .هره ورځ ددواړو هيوادولوړپوړي چارواکي په خپلو ويناواو دخبر نگا رانوسره په مطبوعاتي مرکواوليدنوکتنوکښي يوپر بل مختلف تورونه لگوي .پدې ورستيوکې په هره اونې کښې هرومروپرايران باندي دامريکالخوادپوځي يرغل دتياري خبردډله ایزورسنيوله لاري خپرېري .اوپر ايارن باندي دامريکا لخوا ديرغل اويا يرغل ته دتيارئ دمعلومات دآمريکاله معتبروسرچينونه بيرون راوزي . يوازي دسپتمبرپه مياشت کي دايران اوآمريکاددې ترينگلواړيکوپه اړوندمختلف خبرونه خپاره شوی دي . دآمريکا او ايران داړيکوپه اړوندددغو معلوماتي تبصيرو اواطلاعاتودخپرېدوپروسه نړيوال څارونکي په ډير زړه خوږئ سره څارکيږي . دسپتمبردمياشتي پر پنځمه پورته ژباړل شوی خبر نه يوازي دريانوستي بلکه دروسې دمختلفو ورځپاڼو،انترنټ پاڼو اودنړئ په ډول ډول رسنيوکښي انعکاس وموند.دادئ دسپتمبرپه اومه نيټه داسي يوبل ضد اونقيض خبر دروسيې په اوبشاياگزيتا ((Общая газета )) کې خپور شو.دهغه ژباړي ته هم ستاسودرنولوستونکوپام رااړوم :

جورج دبليوبوش پرېکړه کړې دايران پر خلاف جگړه پيل کړی

اوبشاياگزيتا . رو
(( Общая газета.РУ ))
۲۰۰۷دسپتمبر ۷
داسي امکان شته چې ممکن آمريکا په ۲۰۰۸ کال کې دجورج دبليوبوش ددورې تر پاي ته رسېدودمخه پر ايران باندي پوځی يرغل ترسره کړی .دسپينی ماڼئ په نظر ايران اوس تياردی چي دپوځئ وسلودجوړيدولپاره اټومي رياکتور جوړکړی . اوهمدا ډول نيوز رو.کم ((NEWSru.com )) ليکی چې ايراني چارواکي په عراق اوافغانستان کې ددولت مخالف جنگيالي په وسلو سمبالوي . همدا اوس د۲۷۷پوځی بېړيونږدې پوره نيمايي بېړۍ ايران ته څېرمه ددې هيواد پرشاوخوا ځاي پرځاي شوی دي .
داسي هم ويل کېږي چې تر ۲۰۰۸ کال پوري به دسپينې ماڼي اداره پر ايران دحملې په موخه هيڅ ډول پرېکړه ونکړي،ځکه اوس داسي نښی نښانې ليدل کېږي چې ايراني چارواکود اوران ((Oran )) دغني کېدوپروسه يوڅه آهسته کړېده .
پخواجورج بوش اعلان کړې وه چې پر ايران باندي دحملي لپاره دتياري خبري يوه سياسي توطئه ده . مگر دآمريکا دبهرنيوچارووزيري کاندوليزا رايس بيا په خپل وارسره څرگنده کړې وه : پر ايران اوسوريې باندي يرغل غير ممکن خبره نه ده .
پاي