ايران تيار دی يرغل ته په يولس زروتوغنديوجواب ووايي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

نيوز. رو،درويترپه حواله خبر ورکړچې دايران داسلامي انقلاب دمدافعينو(پاسداران انقلاب اسلامي ايران)دمشرتابه نه يوجنرال اعلان وکړچې ايران يولس زره توغندی لري ،چی دټول په سيمه کښی ددښمن دمرکزونوپه لوردفير لپاره اماده دی .
داجنرال وايي که چيري پر ايران يرغل وشی په هغه وخت کښي به داټولي ((۱۱ زره))توغندئ سمدواره په مسلسله توگه ددښمن پر احدافواو پوځۍ مرکزونوشلیک شي.
دايران له تلويزيون سره دايران دراکټي قواوو قوماندان خبر ورکړچې : ((دهر ممکنه خطر اوتعرض د جواب ورکولو لپاره موږ يوازي تر يوې دقيقې کم وخت ته اړتيالرو.هغه په خپلو خبروکښي دا هم علاوه کړه چې ايران ته په منځني ختيځ کښې ددښمن پوځی مرکزونه ډير ښه معلوم دی .((ددښمن څخه دايراني چارواکوموخه امريکااو اسرائيل دی .ژ))
يادونه کووچې څه موده وړاندي دايران داسلامي انقلاب دساتونکونوی قوماندان اجنرال محمد علی جعفری په خپلو څرگندونوکښې وويلی وه : دادۍ زموږپيغام دښمن ته چي : ((داکارمه کوئ)).
هغه داهم علاوه کړه چې ايران له هيچانه ډارنلري ،ايران کولاي شي ديرغلگرهرډول حملې ته جواب ووايي.
دايران دوسله والو قواوقوماندان څرگنده کړه ((ممکنه جگړه به ډيره اوږده نه وی ،ځکه چې موږ به پدې جگړه کې په هغه لومړې ورځ دښمن له خاورو سره خاوري کړو.

دښمن بايدله ځانه داپوښتنه وکړی چې دخپلو احمقانه کړنوپه پايلوکښي په کومه کچه تلفاتو اوخساراتوته اماده گی لري . ديادونې وړده چې دروسیې جمهور ررئيس ولاديميرپوتين هم دروسيې دخلکوسره داکتوبرپر ۱۹ مه په مخامخ تلويويزوني پروگرام کې دايران په پلوئ داخبره په ډاگه وويل چې دايران دهستوي لانجې دپوځئ حل پلويان غواړي ايران وډاروی ،مگر هغوي نه ډاريږي .ژباړونکی



دريانوستي دخبر له مخي دغه جنرال دې ټکی ته هم اشاره وکړهاو څرگنده يې کړه چې ددښمن ديرغل په مقابل کښي به دايران لخوا سمدلاسه دتوغنديوپواسطه په مسلسله بڼه يودم ددښمن پرپه نښه شويو مرکزونوواروشی .
پدې ورستيو وختو کښي ايران دخپل هستوی پروگرام په اړونددنړيوالولخواتر سخت فشارلاندي راغلئ دی،مگر سره له هغې هم ايران ديورانيومو دغني کېدوپروسه پرمخ بيايي ،اودااعلانوي چې دوی اټمی انرژی يوازي دسوله ييزوموخولپاره استعمالوی .مگر آمريکا اويوشمير هيوادونه داډار لري چې ايران غواړي زروی وسله جوړه کړی ،ځکه له ايران څخه غواړي چې دې کارته دپاي ټکی کښېږدي .
دروان کال دسپتمبرپه نيمايي کښې په ډله ييزو رسنيوکښي داسي خبرونه خپاره شول چې گویا دآمريکا متحده ايالاتو اداره د((۸ او ۱۰))مياشتوپه اوږدوکښی پر ايران باندي دپوځی يرغل اوبم اوريوپلانونه تر ډير ي جدي څېړنی اومطالعې لاندي نيولي دی . هغوي ددي گام دپورته کېدواساسی لامل دابولي چې دايران دهستوي پروگرام دکنگل کېدوپه موخه ديپلوماتيکي هڅې کومي لاسته راوړنې نلري اوله ناکامئ سره مخامخ دي ،له دېکبله اړينه ده چې دزورپه اسرتعمال ايران دې ته مجبورشي تر څوديورانيومودغني کېدوڅخه لاس په سرشی .
داکتوبر ۲۲ نيټه :ИТАР-ТАСС
داترتاس دخبر له مخې داکتوبرپر ۲۲ نېټه :په هغه ليک کښي چې دايران دبهرنيوچارو وزيرمنوچهرمتکي خپل فرانسوی سيال دفرانسې دبهرنيوچارووزيرته لېږلی راغلی دي چې (( ايران به دهستوی پروگرام دپلی کېدوڅخه ډډه ونه کړی ،ايران به هيچاته اجازه ورنکړی چې دسوله ييزو موخولپاره ايران داټمی تخنا لوژۍ دلرلونه محروم اوبې برخی کړي .په ليک کښي راغلی ،دغی موخې ته درسيدولپاره به دداسي تخنيک لکه دملگروملتونودسازمان دامنيت شورادامکاناتوڅخه داقتصادی بنديزيونواويانوروگواښونوپه بڼه استفاده به هم کومه گټه ونلري .))
متکي په خپل ليک کښي داټکی په گوته کوی چې ((دايران داسلامي جمهورريت پر خلاف يوطرفه بنديز ونه کوم چې فرانسه دهغه دپلي کېدولپاره اروپايي هيوادونه هڅوی دملگروملتودسازمان له اساسنامي سره مغايرت لري .

دژباړونکی تبصيره : داټکی بايد له نظره ليري ونه غورځول شي چې ممکن ايران دخپل هستوي پروگرام دکنگل کېدوپر سرخبرو ځنډېدونه اساسی موخه داوي چې دا امکان ترلاسه کړي تر څويورانيوم داسي غنې کړی چې کيداسي له هغونه دزروي او اټومی وسلوپه جوړېدوکښي کار واخلی .که داسی نه ده ،نورښتياهم ولي ايران حاضر نشو چې دحرارتي انرژی دتوليدلپاره يورانيوم پسله هغه چې دروسیې په فابريکو کښي په ټاکلې کچه غني ايران ته راوړل شي .اوله بلې خوادامسله چې نږدې دوه کاله کېږي چې دايراني چارواکو ،داټمی انرژۍنړيوال سازمان او اروپايي ټولنې داستازوتر منځ خبرې تر اوسه لاهم معينې نتېجې ته ندي رسېدلي ،اوهره ورځ ايراني چارواکي نوی ،نوی خبري (طرحی او وړانديزونه )مطرح کوي . پدې ډول داټوله پروسه ځنډول ددې ښکارندوي دی چې ايران له يوې خوا دنړيوالي ټولنې سره گويادهستوی پروگرام په هکله خبري کوي اوله بلې خوادهستوی پروگرام په برخه کښې دنوو برياو خبر ورکوی .
بله مسله چې افغانی چارواکي او اړونده ادارې ورته جدی پاملرنه وکړي هغه داچې څه موده وړاندي يوايراني جنرال په جگ اوازداخبره هم وکړه چې که آمريکاپر ايران يرغل وکړی نودوي به پرنورو سيمو سر بېره په افغانستان او عرراق کښې هم دآمريکاپر پوځۍ مرکزونوگذاروکړی .
متاسفانه زموږ دهيوادجگ پوړي چارواکو اودبهرنيو چارووزارت دغه گوت څنډنه له نظره وغورځول اوپر دغه ايراني اخطار ېې غوږونه کاڼه واچول .خوتيره هفته دهرات په ښارکي کله چې دايران دبهرنيو چارو وزيردايکو په نړيوال کنفرانس کې دبرخی اخيستو لپاره راغلی وداښاغلی وزيردافغاني لوري دځانگړو پاملرنواودښاغلی کرزی اودبهرنيوچارودوزيردپټوستر گودملاتړسره په جگه غاړه او لوړاواز په ټوله سپین سترگۍ دخبريالانو سره په خبروکې اعلانوي چې : ((اميدواريو زموږ دښمنان دافغانستان خاوره زموږپر خلاف استعمال نکړی ))،مگرمتاسفانه همدا ښاغلی وزير داهيروی چې خپله خاوره ئې په رڼاورځ دا۳۶کاله دافغانستان دبېگناه خلکوپر خلاف استعمالوی او همدا اوس ئې افغان کډوالوته ايران په دوږخ بدل کړئ ..پدې هکله يو بل وخت .ژباړونکی