دخبرو دوهم پړاو به ډیر ژر تر سره شی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

ټاکل شوې ده چې دافغانستان دحکومت او وسله والوطالبانوترمنځ دسولې د خبروبل پړاو په دوبۍ کې ترسره شي .
دواړو خواوو د لومړي ځل لپاره د روژې په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان په بلنه په مکه مکرمه کې خبرې کړې وې خو دافغانستان دبهرنیو چارو دوزیر ډاکتر سپنتا په وینا د دواړو خواوو ترمنځ خبرې لا په ابتدايي مرحله کې دي .
د شیکاګوتریبیون امریکايي ورځپاڼې د راپورله مخې د افغانستان دسترې محکمې پخواني ريیس او دعلماوو دشورا رييس مولوي فضل هادي شینواری وايي چې طالبانو دخپلو دوو تنو استازو پاسپورټونه ورسپارلي چې د دوبۍ وېزې ورته واخلي .
تاند ته باوري سرچینو ویلي دي چې د متحدوعربي اماراتودولت موافقه کړې چې د افغانستان دحکومت اوطالب استازو ترمنځ خبرې دې په دوبۍ کې ترسره شي .
دا چې طالبانوخپل پاسپورټونه ښاغلي شینواري ته ورکړي چې دافغانستان له لارې د اماراتو وېزه ورته واخلي، د سیاسي څارونکولپاره مهمه ښکاري .هغوی وايي یا خوطالبان نور پرپاکستان باور نه لري او یا دا چې پاکستان نه غواړي چې دې هیواد ته طالبان ، د نړیوالوپه نظر سکني ښکاره شي - د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير سعودالفيصل د لومړي ځل لپاره تائيد کړه چې هيواد يې دافغانستان دحکومت اووسله والوطالبانو ترمنځ دخبرو اترو کوربه وو .
شهزاده سعودپه عين حال کې وويل چې د نوروخبرو لپاره پکار ده چې سره ښکېلې افغان خواوې وسلې پرمځکه کښېږدي اوسياسي پروسې ته چمتو شي .
دسعودي عربستان دباندنيو چارو وزير همداراز وويل چې دافغانستان د ولسمشرحامدکرزي په غوښتنه سعودي عربستان د روژې دمياشتې په وروستيو ورځو کې دافغانستان دجګړې د پاى ته رسېدو لپاره وسله وال طالبان اودافغانستان دحکومت استازي په مکه مکرمه کې خبرو ته دعوت کړي ول .
دسعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير چې داروپايي اتحاديې دبهرنۍ پاليسۍ له مشرخاويرسولانا سره په يوه ګډه خبري غونډۀ کې خبرې کولې همداراز وويل که افغان لوري د سياسي ستونزو حل کولوته تيار وي ، تاوتريخوالى دې وغندي،وسلې دې پرمځکه کښېږدي اوساسي پروسې ته دې داخل شي ، په داسي يوۀ حالت کې دسولې لپاره نورې هلې ځلې کېداى شي .
دسعودي دباندنيو چارو وزير شهزاده سعودالفيصل خبردارى ورکړچې که دا کارونه ، ونه شي مشکله ده چې نورې خبرې دې وشي .
د وسله والوطالبانو دبهرنيو چارو پخواني وزير مولوي وکيل احمد متوکيل دعربستان الوطن ورځپانې ته ويلي وو چې طالبانو دافغانستان له حکومت سره د خبرو دوام اوله القاعده شبکې سره داړيکو شلول له افغانستان څخه د بهرنيوځواکونو په وتلواو داساسي قانون په بدلولو پوري تړلي دي .
خو افغان چارواکي ټينګارکوي چې اساسي قانون به بدل نه کړي اوداساسي قانون پر سرمعاملې ته تيار نه دي - د امريکا دبهرنيودوزارت چارو يوۀ جګپوړي مقام نن په کابل کې وويل چې هيواد يې له وسله والو طالبانوسره د خبرو اترو لپاره دافغانستان دحکومت دهلوځلو ملاتړ کوي .
دامريکا دباندنيو چارو د وزرات د منځنۍ اوجنوبي اسيا د چارو يوۀ مرستيال پاتريک ايسموند چې دافغانستان دحالاتودڅېړلولپاره دافغانستان په سفردى ، دافغانستان دحکومت له سرسختو مخالفانوسره چې حتى دامريکا په تورليست کې هم شامل دي ، دخبرو ننګه اوستاينه وکړه .
دا لومړى ځل دى چې امريکا دطالبانوله مشر سره چې دې هيواد دترهګروپه تورليست کې ګڼلى ،دخبرو ملاتړ کوي .ښاغلي ايسموند په دې باب چې امريکادطالبانوځينې مشران لکه ملاعمرپه تورليست کې شامل کړي نو ايا کېداى شي دا کسان له تورليسته ووځئ ، وويل :هرڅوک چې وسله پرمځکه ږدي اوله جګړې لاس اخلي،کېداى شي ورسره روغه وشي .
دغه امريکايي مقام په عين حال کې وويل چې له وسله والوطالبانوسره بايد دهغواصولوپه چوکاټ کې خبرې وشي چې دافغانستان حکومت ټاکلي دي يعنې دافغانستان اساسي قانون دې ومنل شي .
د پاکستان د استخباراتو آی ایس آی پخواني مشر متقاعد ډگرجنرال حمید گل د سولی د خبرو د پیل کېدلو دپاره د طالبانو شرایط پېشنهاد کړي دي او واېې چې هغوي به هغه وخت د سولی له خبرو سره موافقه وکړی چی دوي د یوه سیاسی قدرت په حيث وپېژندل سي، د افغانستان څخه د بین المللی قواو د وتلو دپاله نېټه وټاکله سي او د طالبانو ټول بندیان آزاد شي. جنرال حمید گل وویل هغه په دې عقیده دی چی د طالبانو سره مشر ملامحمد عمر سره د سولی خبری دي پر مخ ولاړي سي.متقاعد جنرال حمید گل د ایټالیې یوې ورځپاڼی او د لوېدیځو هیوادونو د خبری موسسو یوې وړې ډلي ته په وینا کی وویل پاکستان هم باید په دغه راز خبرو کی برخه ولري. حمید گل وویل زه طالبان پیژنم، ما د هغاوی سره د ډېره وخته همکاري کړې ده او زه ویلای سم چی هغوی به د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي سره هیڅ وخت خبری ونه کړي . ځکه چی دوی هغه د خارجیانو گوډاگی بولي. حمید گل وویل په متحده ایالاتو کی د جمهوری ریاست انتخابات اوس حاضر د طالبانو سره د سولی د هر راز خبرو د پیل کېدلو په مخ کی یو له څو خنډونو څخه دی .
حمید گل وویل پخواني جمهور ریس مشرف د ټروریزم په مقابل کی له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده. حمید گل وویل داسی ښکاري چی د جمهوری ریاست دپاره دواړه کاندیدان، بارک اوباما او جان مکېن غواړی چی په افغانستان کی هغه پالیسی تعقیب کړي چی دا اوه کاله روانه ده او زه فکر کوم چی د دې پالیسی دوام به په افغانستان کی د یوې فاجعې لامل شي . حمید گل وویل په پاکستان کی ټروریسټی فعالیتونه پراخېږی، ډېر ژور اقتصادی بحران پکښی روان دی او امریکا سره مخالفت ورځ په ورځ زور اخلي او هیواد د سقوط له خطر سره مخامخ دی.ده وویل دغی وضع د ترهگرۍ سره د جگړې بریالیتوب او د پاکستان د اټومی وسلو مصونیت له خطر سره مخامخ کړی دی. دا وضع دونه خطرناکه ده چی ښایی په پاکستان کی داخلی جنگ پیل سي او یا د اېران په ډول اسلامی انقلاب پیل سي. حمید گل وویل پخواني جمهور ریس مشرف دترهگرۍ په مقابل کې له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده. خو د آصف علی زرداري پر پالیسیو باندی هم انتقاد وکړ او وې ویل چی هغه یو ملکی د یکتاتور دی او د پرویز مشرف پالیسیو ته یې دوام ورکړی دی. ده وویل دا ضروری ده چی په هیواد کی پارلمان ته داسی واک ورکړه سي لکه په یوه ډیموکراټیک سسټم کی چی ورکول کېږی. حمید گل د پاکستان په صؤبه سرحد کی د طالبانو د عملیاتو په باب وویل سړی په دقیق ډول دا نه سی ویلای چی د افغانستان سره په سرحدی سیمه کی به څونه طالبان فعالیت کوی خو کېدلای سی چی شمېر یې له پنځه لسو څخه تر شلو زرو پوری ورسېږی. حمید گل خبرداری ورکړ چی هر څونه چی امریکا د سرحد څخه دې خواته خپلی حملو ته زور ورکوی په هغه اندازه به خلک د طالبانو ملاتړ زیاتوی. په شمالی او جنوبی وزیریستان کی ډېر زیات کلیوال د طالبانو طرفداری کوي او په دې عقیده دي چی پر دوي باندي د طالبانو سره همکاري کول واجب دي.
د پاکستان او افغانستان په سرحدی سیمو کی د طالبانو او القاعده د فعالیتونو زیاتېدلو د سیمی د هیوادونو او بین المللی قواوو سره اندېښنه پیدا کړې ده .
دواړه هیوادونه ددغو ناکراریو د ختمولو په لارو چارو پسی گرځی او په دې لړ کی یې د قومی مشرانو څخه مرسته غوښتې ده .
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼی په دغه ارتباط وایی: په تېرو دوو کالو کی په افغانستان کی ناکراری زیاتی سوي دي او د هغه هیواد د اینده په باب یې اندېښنې پیدا کړي دی، او په عین وخت کی په پاکستان کی هم تشدد زیات سوی دی .
د پاکستان امنیتی قواو په شمال لوېدیځه صوبه کی پر توندروانو باندی حملې پیل کړي دي او توندوانو هم د بمونو په ځان مرگو حملو جواب ورکړی دی .
دغه تشدد پانگه اچونکي وارخطا کړي او اقتصادی بحران یې زیات کړی دی. واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وایی د پاکستان او افغانستان اړېکی د افغانستان د هغو ادعاو له امله خړ پړ دي چی وایی پاکستان په خپل سرحد کی د توندروانو د مرکزونو د له منځه وړلو دپاره پوره هلی ځلی نه کوی .
دواړو خواو په کابل کی د لویی جرگې په ترڅ کی ژمنه وکړه چی حکومتونه او خلک به یې اجازه ورنه کړی چی توندروان یې په خاوره کی مرکزونه جوړ کړی .
ورځپاڼه وایی د افغانستان حکومت د طالبانو سره دخبرو کولو په لاره کی لومړی گام پورته کړی دی او تېره میاشت یې په سعودی عربستان کی د طالبانو له پخواینو مامورینو سره خبری کړي دي .
د افغانستان خارجه وزیر رنگین دادفر سپنتا تېره هفته وویل د هغه حکومت د خبرو دپیل کولو په مرحله کی دی، مگر یوازي د هغو کسانو سره خبری کوی چی غواړی وسلې پر مځکه کښېږدی .
د متحده ایالاتو ددفاع وزیر رابټ گېټس په دغه میاشت کی وویل که د افغانسنان د سولی دغو خبرو ته دوام ورکړي نو متحده ایالات د طالبانو سره روغی جوړی کولو ته تیاردی مگر له القاعده سره به روغه ونه کړی .
پاکستان هم ویلي دي چی که یې مخالفین له تشدد څخه لاس واخلي نو د خبرو پیل کولو ته تیار دی. ځینی څېړونکي وایی دغه جرگه به د دواړو گاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړېکو په ښه کولو کی مرسته وکړي مگر حکومت باید د تودروانو سره بې قید او شرطه خبری پیل کړی .
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه په افغاستان کی د پاکستان د یوه پخواني سفیر ایاز وزیر له قوله وایی کله چی څوک د سولي خبری پیل کوي نو دا خبری باید له هغه چا سره وکړي چی سوله یې په خطر کی اچولې وي .
او کله چی سړی وایی چی یوازي هغه وخت له توندروانو سره خبری کوي چی هغوی خپلی وسلې پر مځکه کښېږدی نو بیا دخبرو هدف څه دی .
خبره خو دا ده چی دوی خپلی وسلې پر مځکه نه ایږدی او دا خبری د دې پاره کېږی چی هغوی په د ېقانع کړل سی چی خپلی وسلې پر مځکه کښېږدی .
ورځپاڼه وایی پښتانه د سرحد پر دواړو خواو اوسېږی او د طالبانو سره خواخوږي لری. څېړونکي وایی که مطلب په افغانستان او پاکستان کی د ناکراریو ختمول وي نو باید چی پښتانه د حکومتونو سره ملگري سی .
د بلی خواد بی بی سی خبری اژانس وایی د القاعده ځینی توندرو طرفداران له دې څخه وېرېږی چی د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمنځ خبری به یوه ورځ په سیمه کی د القاعده دپاره مځکه تنگه کړی .
د طالبانو رسمی نطاق ذبیح الله مجاهد د سولی د خبرو د پیل کېدلو په باب رپوټونه رد کړي دی. مگر د سعودی عربستان مقامات وایی چی د دواړو خواو استازو په هغه هیواد کی خبری سره کړي دی .
اژانس وایی په تېرو څو ورځو کی د القاعده طرفداران د انټرنیټ په ویب سایټونو کی دا تبلیغ کوی چی د طالبانو او د حامد کرزي د حکومت ترمنځ هیڅ ډول خبری نه دي سوي .
دوی وایی ملا عمر او طالبان به هیڅکله د عراقیانو په څېر جهاد ته شا وانه وړوی .
په یوه پیغام کی ویل سوي دي چی مجاهدین باید متوجه وي چی د خلیج یو مهم هیواد کوښښ کوی په افغانستان او پاکستان کی هغه کار وکړي چی په عراق کی وسو .
د دې مهم هیواد څخه مطلب په څرگنده سعودی عربستان دی چی په تېره میاشت کی د کابل د حکومت او د طالابانو ترمنځ د خبرو کوربه و .
د بی بی سی خبری اژانس وایی په یوه بله ویب پاڼه کی ویل سوي دي چی دا د طالبانو د بدنامولو دپاره یوه له شرارته ډکه پروپاگنډه ده وروڼو مه بېرېږی طالبان داسی خلک نه دي چی القاعده به د سیاسی قدرت د ترلاسه کولو دپاره خرڅ کړي .
اژانس په پای کی وایی که د افغانستان حکومت او طالبان یوې روغی جوړی ته ورسېږی نو دا د القاعده دپاره یو سخت گوزار دی.مگر تر اوسه پوری داسی نښی نه دی لیده سوي چی دا روغه جوړه به وسي او نه القاعده په پاکستان کی د خپلو مرکزونو د سمدستی د لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ ده
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې نن د ځینو امریکايي مقاماتو له خولې چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، لیکلي چې د سولې د خبرو مشري به د افغانستان د حکومت پر غاړه وي چې امریکا به پکې فعال حضور ولري .
په ورځپاڼه کې ویل شوي چې دغه پیشنهاد په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ د یوه څیړنیز رپوټ د یوې برخې په توگه د سپینې ماڼۍ په یوه محرمه مسوده کې ذکر شوی دی .
کله چې په دې باب د سپینې ماڼۍ له نطاقې ډانا پرینو نه پوښتنه وشوه، هغې وویل چې واشنگټن یوازې د افغانستان په باب په خپلو ستراتیژیو له سره غور کوي او په دې خبر دي چې مصالحې ته ضرورت دی .
هغې وویل، واشنگټن په دې کې شک لري چې طالبان به له تشدد او تندروئ لاس واخلي .
ددې میاشتې په پیل کې، د امریکا یوه جنرال ډیویډ پټریاس وویل چې که د طالبانو له ځینو غړو سره د سولې خبرې وشي نو کیدای شي لدې لارې د افغانستان په ځینو برخو کې امنیت راشي .
خو هغه ټینگار کړی و چې د سولې دغه خبرې باید د افغان حکومت په بشپړې هماهنگئ او ملاتړ تر سره شي .
ټاکل شوې ده چې جنرال پټریاس په روانه اونۍ کې د افغانستان او پاکستان په شمول په دغې سیمې کې د امریکا د نظامي ستراتژیو مسئولیت پر غاړه واخلي .
د افغانستان حکومتي مقاماتو په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د حکومت د ځینو پخوانیو غړو سره په سعودي عربستان کې خبرې کړي او ویل کیږي چې ددغو خبرو دوهم پړاو ته تیاری کیږي .
خو مقامات وايي، په خبرو کې هغه طالبان برخه نلري چې د افغان حکومت په خلاف په جگړه بوخت دي .
حکومت وايي، یوازې په دې شرط له طالبانو سره خبرې کوي چې هغوی د افغانستان اساسي قانون ومني، وسلې پر ځمکه کیږدي او د هیواد په سیاسي بهیر کې برخه واخلي.وسلام رحمت اله روان .