په امريکا کي رشتيا « بدلون » څه معنی لري؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه : د هدايت الله هدايت

ليکوال : اسټرليايي ژورناليست جان پليجر، John Pilger
ژباړه : د هدايت الله هدايت
۲۳/۱۱/۲۰۰۸

جان پيلجر يونامي، انساندوسته ا سټرليايي ـ انګليسي ژورناليست ، ناترسه او ريالست تحليلګر او مشهوره مستند فلم جوړونکی دی . د هغه بې پرې ليکني او څېړني چي د نړۍپه معتبرو ورځپاڼو کي خپريږي نړۍ وال شهرت لري . نوموړي په خپله تازه مقاله کي چي د تکزاس نه دليدني وروسته د نوامبر پر ۱۲مه نېټه په خپله ويب پاڼه کي خپره کړېده ، د امريکا د منتخب جمهور رئيس بارک اوباما د انتخاباتي کمپاين، د هغه د بري او دهغه د کار پر پلان باندي ګوته نيولې ده . د نوموړي مقالې د پښتو ژباړي لنډيز دلته وړاندي کيږي :

د تکزاس څخه زما لومړنۍ کتنه و کال ۱۹۶۸ ته را ګرځي او دا هغه وخت وو چي د جان ايف کينډي د وژلو د پنځمي کليزي د لمانځلو مراسم تر سره کېدل . په هغه کال کي زه د هغه ځای و کوچني ښارګوټي Midlothian ته ولاړم، او هلته مي د هغه ځای د محلي خپروني Midlothian Mirror د مشره سره کتنه وکړه .
هغه يو داسي خبريال وو چي ليکني يې لکه اور غورځونکي بمونه، څوڅو ځله به د John Birch Society نومي تبعيضي تشکيلاتو پر سر را اورېدلې . هغه داسي يو خبريال وو چي هره هفته نه بله به يې خامخا داسي ګڼ شمېر شواهد او مدرکونه يو دبل تر څنګ سره ايښودل چي د جان ايف کينډي د قتل په باره کي به يې ټول هغه رسمي روايتونه د بېخ او ريښې څخه شنډ کړل .

البته دغه کيسه، د هغه وخت کيسه ده چي ژورناليزم لا د کارټلانو په څېر په يوه لويه موسیسه باندي نه وو اوښتی ...

د امريکا د وروستيو انتخاباتو په لړ کي، زياتره خلکو پر دې موضوع باندي تأکيد وکړ چي د امريکا دولت بايد د هغو امريکايانو د درد او غم په فکر کي ولويږي چي پخپله نسي کولای ودغه درد او غم ته د نجات لاره پيدا کړي . هغوی دېته آماده وه چي لږ شاني زيات ماليات ورکړي تر څو صحي خدمتونه عام سي . هغوی د نړۍ د اټومي وسلو د امحاء څخه دفاع کوي او د نورو خلکو د هيوادو څخه د خپل هيواد د عسکرو د را ايستلو غوښتونکي دي .

دا پلا هم ، کله چي تکزاس ته ولاړم، هغه څه چي زما پام يې ځانته را واړاوه نو يوځل بيا مي هغه کسان ليدله چي د راسیستانو، رکسیونرانو او د بېعقله موجوداتو په مقابل کي به ولاړ وه . يعني د هغو امريکايانو په مقابل کي ولاړ وه چي د خپلي ټولني په اړه يې داسي باور درلود چي امريکا د نړۍ تر ټولو بهترينه ټولنه ده . ددې برترۍ د ساتني او تضمين دپاره هر کار مجاز دی ،د هغه د جملې نه که د دنيا په هر کونج کي قتلونه وسي، ويني وبهيږي او بېحسابه مرګونه وسي نو مشروعيت لري . ...

اوباما وايي چي غواړي د امريکا پوځي قدرت لا نور هم پياوړی کړي . هغه ګواښ کوي چي په پاکستان کي به ديوې نوي جګړې اور بل کړي ( عمدتاً په پښتني سيمو کي. ژباړن) او همدا رنګه يو ګڼ شمېر غنم رنګه خلک به ووژني . البته دا، يوځل بيا د چا په سترګو کي اوښکي مرۍ کوي . هغه اوښکي چي د اوباما د برياليتوب د شپې د اوښکو سره توپير لري کوم چي د هغه پلويانو په ډېر شوق سره د خپلو سترګو نه را وبهولې .

د اوباما د زياتو پلويانو په صداقت او خلوص نيت کي هيڅ راز شک او ترديد نسته، خو د اوباما د بري څخه خوښي و ټولو ته يوشاني معنا او دليل نلري . مثلاً موږ يې وينو چي ددې کاميابۍ څخه امريکايي ليبرالانو پر خپلو شونډانو خنداوي خورې کړې ، نړۍ هم د هغوی سره يوځای و خندل ، خو ددې ليبراله امريکايانو خوشحالي نسي کېدای د هغو کسانو د خوښۍ سره مقايسه سي چي د جګړو څخه و پزي ته را رسېدلي دي او د هغه عواقبو څخه يې په سر کي ټک دی کوم چي په وال سټريټ کي تېريږي . هغه کسان چي د ميليونونو ايمېلونو په ذريعه يې و سپيني ماڼۍ او کنګرې ته خپل خښم بيان کړی دی .

دوه کاله مخکي د ميليټاريزم يا نظاميګرۍ پر ضد رايو و کولای سوه ( ډيموکراټ ګوند) په کنګره کي د ډيموکراټانو يو لوی اکثريت ځای پرځای کړي، تاسو اوس ښه ځير سی او و ګوری چي همدغه د ډيموکراټانو اکثريت د جورج بوش په واک کي لا نوري هم زياتي پيسې کښېښودلې تر څو هغه و کولای سي همدا رنګه نړۍ په وينو کي لژنده کړي . تر هغه ځايه چي په »انتي ميليټاريسټ » اوباما پوري اړه لري، نو هغه هم د هغو رايو ورکوونکو په کتار کي وو کوم چي بوش اړتيا ورته درلودله .

بلې؛ دا رښتيا ده چي د امريکا د جمهور رئيس په توګه د اوباما ټاکنه يوه تاريخي پېښه وه ، او د زياتو کسانو د پاره د یوه لوی بدلون نښانه هم وه . خو دا هم رښتيا ده چي امريکايي «ايلايټو» يا نخبګانو د خپلو چالاکيو په برکت دونه پر مخ ولاړه چي ان کولای سي د ميانه حاله تورپوستانواو مديرانو څخه په هغه لاره کي چي زړه يې غواړي استفاده وکړي .

زړه وره مارټین لوټر کینګ څه ښه پوهېدلی وو کله چي د يوه تورپوستي امريکايي انسان حق يې د يوه ويټنامي انسان د حق سره يوشاني و باله،. خو په هماغه وخت کي چي ويټناميان به د امريکا د «ليبرال ډيموکراټيکي » ادارې لخوا په خورا بېرحمانه ډول تر تېغ ايستل کېدل . نو هغه (مارټين لوټر کينګ) هم په يوې مرمۍ و وژل سو ...

همدارنګه د هغه سره په يوه څرګنده تناقض کي، ګورو چي يو ځوان امريکايي تورپوستی ، جګړن کولین پاول ددې فجيع جنايت د« څېړني» دپاره يا په واقعيت کي د My Lai ( د ويټنام هغه مجموع الجزاير دي چي هلته امريکا په خپل تاريخي او مهيبه قتلونو لاس پوري کړی وو ) د فجيع جنايت د سپيناوی او برحقه ښودلو د پاره په کار ګمارل کيږي .

ددېنه وروسته، کله چي تورپوستی کولین پاول د جورج بوش د بهرنيو چارو دوزارت مقام په غاړه واخيست، نو دهغه نه به اغلباً د يوه «لیبرال» په نامه يادونه کېدله . خو د هغه څخه د يوې ايډآلي وسيلې په توګه، په عراق کي د هغه ناموجوده ډله ائزه وسلوپه ارتباط د ملګرو ملتو د سازمان په وړاندي د درواغو د جوړولو د پاره کار واخيستل سو .

او بيا وروسته، د جورج بوش په اداره کي همدا برحاله د بهرنيو چارو وزيره کنډولیزا رایس ، يوه بريالۍ او د صفت وړ تور پوستې ښځه معرفي کيږي . خو همدغه ښځه بيا په خپل ټول توان او کوښښ سره تلاښ و کړ چي وخپل روا او مسلم حق ته د فلسطين د ولس د رسېدو مخه و نيسي ...

د اوباما دوې لومړني خو ډيري مهمي ټاکني د هغو کسانو آرزوګاني نفې کړې چي د اساسي مسئلو پر سر يې پر هغه باندي باور کړی وواو هغه ته يې رايه ورکړې وه :

د اوباما لومړی مرستيال جوزف بايډن يو جګړه ماره صهيونيست دی . راهام امانوئيل چي بايد د سپيني ماڼۍ د اداري ريئس په لوړترينه دنده وګمارل سي، يو خون ګرمه «نئولیبراله » شخص دی؛ نوموړی دداسي مرام ، ډکترين او مکتب يو فدايي دی چي وروستۍ اقتصادي فاجعه يې را مينځته کړه او په ميليونهاوو انسانان يې د خاورو خاکه کړه .

راهام امانوئيل همدارنګه د هغو صهيونستانو څخه يو دی چي په « لومړي ـ اسراييل» باندي اعتقاد لر ي، هغه په پوځ کي خدمت کړی دی ، او د فلسطينانو د پاره د يوه واقعي عدالت مخالف دی ، هغه يوه داسي بې عدالتي غواړي چي د هغه په وجه د امريکا پر ضد د مسلمانانو نفرت زيات او په هغوی کي د «جهاديزم » روحيه تقويه کړي .

د انګلستان د «آبزرور» ورځپاڼه چي په عراق کي د بوش د جګړې ملاتړکوونکې ، او د همدې لخوا د جوړ سوی درواغو او د جعلي اسنادو او مدارکو د شخوند مظهر ده، اوس بې له هيڅ سنده ليکي چي : « امريکا په دې انتخاباتو کي د نړۍ اعتماد او دهغه ايډيالونه بازسازي کړه »
يعني هغه «ايډيالونه » چي اوباما به پر هغه باندي سوګند وخوري ، نو دې ايډيالونو خو د کال ۱۹۴۵ راهيسي بيا تر اوسه پوري د نړۍ ۵۰ دولتونه په دې جمله کي ډيموکراټيک دولتونه له مينځه وړي دي ، دېرش آزادي بخښونکي ولسي جنبشونه يې دړي وړي کړي دي او په ټوله نړۍ کي د بېحسابه نارينه وو، ښځو، او کوچنيانو د مرګ باعث سوي دي .

په انګلستان کي هم د جنايت کاره او جګړه ماره بلير د راتګ نه مخکي، ليبرالیزم د يوې حقيقي مقولې په توګه د هغه د اسرار آمېزه رسنيو لخوا نفي سوی وو . د ګارډين ورځپاڼي په کال ۱۹۹۷ کي ليکلي وه : « ټوني بلير کولای سي د نړۍ د محافظ برج د روښانه سترګو په حيث وي » دې ورځپاڼي زياته کړې وه چي « هغه به په هنرمندانه توګه د رهبری او مديريت و شېوې ته بدلون ورکړي » ،
خو نن چي څوک ګوري نو ډېر ساده ، دهغه نوم په اوباما باندي بدل سوی دی !

په دغه تاريخي لحظاتو کي يو بل داسي شی هم سته چي تر اوسه يې اظهار ندی سوی ، خو د ويلو په حالت کي دی :
ليبراله ډيموکراسي چي د نژادي تبعيض ضد عناصرو او د ډله ائزه رسنيو لخوا اداره کيږي، د يوې ګډي ډيکټاټورۍ پرخوا روانه ده .

د تکزاس راستګويه Penn Jones Jr يو وخت ليکلي وه : چي ريښتنې ډيموکراسي ، داسي دوامداره هوښياري ده چي د چا غوږونه تل بايد و هر زنګ ته په هوا او سترګي يې مدام و هرڅه ته رڼي وي ، او څوک پر داسي خوا فکر ونکړي لکه څرنګه چي ځيني غوښتل کيږي !

د اصلي مقالې عنوان او لينک :
Beware of the Obama hype. What 'change' in America really mean?
www.johnpilger.com/page.asp?partid=511