افغانستان ته فساد دنړیوالی ټولنی له برکته راغلی دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت الله روان

له کومی ورځی چه دانتخاباتو دخپلواک کمیسون له لوری ښاغلی کرزی دافغا نستان دمنتخب ولسمشر به صفت اعلان شو ،سم دستی کرزی صاحب په خپل لمړنی کنفرانس کی وویل چه افغا نستان ته وروسته له امنیت ځخه دوهم لوی خطراداری فساد دی او په دغه باب باید جدی مبارزه وشی او اینده کابینه باید داداری فساد ځخه پاکه یوه کابینه وی او داسی اشخاصو ته چه په اداری فساد ککړ وی هغوی ته به دکار کولو اجازه په اینده دولت کی ور نه کړله شی،له دی کنفرانس ځخه وروسته په ډیره عاجله توګه دخارجی ملکونو مشرانو لکه امریکا،انګلستان،فرانسی،المان او ځینونورو دمبارکی دپیغامونو سره یو څای دافغا نستان ولسمشر داینده کابینی دجوړه ولو په خاطر تر فشار لا ندی ونیوي چه باید اینده کابینه د فساد سالارانو او جنګ سالارانو ځخه پاکه کا بینه وی او په دغه باب د ملګرو ملتونو نماینده (کای یدی ) په ډیر جدیت سره دکرزی ځخه وغوښتل چه با ید توجه وکړي .
دلته پښتنه داده: هغه ځه چه دنړیوالی ټولنی مشران یی په ډیرو شدیدو الفاظو دتحمیل په شکل غواړی دا هغه څه دی چه خپله دافغا نستان ولسمشر او خلګ یی په خپله خوښه غواړی،که نړیواله ټولنه کوم شوم اهداف او بی څایه بهانی نه غواړی با ید دافغا نستان وولسمشر او خلګو ته وخت ور کړی چه دوی خپله تصمیم ونیسی څکه افغا نستان دافغا نانو کور او وطن دی ،که چیری ددوی لاسوهنی نه وی او خپلو اهدافو پرځای دافغا نانووغوښتنو ته غو ږ کیږدي او دافغا نانو تر مینځ داختلاف او تبعیض ځخه لا س په سر شی دافغا نانو په ابتکار او مشترک تفاهم به هر ځه انشالله جوړ شي ،ولی افسوس چه دنړیوالی ټولنی مشران و دی ټکی ته تو جه نه کوي او نسبت دافغا نانو ومشکل ته خپلو ګټو ته د لمړیتوب په ستر ګه ګوری او د دافغا نانو د مشوری پرته دافغا نستان دکلتور او فرهنګ په خلاف په خار ج کی تصمیم نیسی او هغه ته دتګ لاری او یا ستراتیژی رنګ ور کوی هم دغه ددی بی ځایه تګ لارو او ستراتیژیو په افغا نستان کی واداری فساد ته زمینه مسا عده کړی ده او یو تعداد اشخاص یی په رشوت اواختلاس ککړ کړی دی،څوورځی مخکی ښا غلی بارک اوبا ما په افغا نستان کی دطالبانو دمشران لپاره ۱،۸ میلیارده ډالر دامریکا دکانګرس له طریقه منظور کړل ددی پیسو په واسطه غواړی په افغا نستان کی جنګ ختم کړی او سوله راولی،معلومه ده چه دغه پیسی به بیاهم دافغا نستان له دولت سره دمشوری پرته خپله دامریکایانو او دهغوی داجنتانو له لاری مصرف کیږي دا پروسه په خپل ذات کی بیا واختلاس او اداری فساد ته په افغا نستان کی زمینه برابره وی ،همدا اوس معلومه ده چه ددی اقدام نتجه منفی ده په همدغه شکل دتیرو اتو کالو په جریان کی دنړیوالی ټولنی ټول کمکونه په همدغه تو ګه بدون له هدف مصرف شوی دی بیرته دخارجیانو او دهغوی داجنتانو و جیبو ته انتقال شوی دی وافغا نانو ته یی کومه ګټه نه ده رسیدلی او نه په اینده کی دداسی اقداماتو مثبته توقع شته
په دې ورځو كې په نړيوالو رسنيو كې ورو ورو د انتخاباتو د څرنګوالي پر ځاى د راتلونكي حكومت او اداري فساد له منځه وړو او دجنګ سالارانو ځخه د اینده کابینی د پاکوالی خبری ورڅ تر بلی ګرمیږي ..
د نړۍ زياترو سياسي مشران هم له ولسمشر كرزي نه دا غوښتنه بيا بيا كوي چې اداري فساد له منځه يوسي، لويديزې رسنى په دې اړه بيلابيل نظريات خپروي خو چې كه دا ټول و ارزیابی شي داسې ښكاري چې دا هر څه د يوه زنځيري او منظم تبليغاتي كمپاين برخه دي. چه غواړی له دغی لاری خارجی ملکونه خپل دتوجه وړ اشخاص دافغا نستان په اینده کابینه کی دپخوا په شانی ځای پر ځای کړی
اداري فساد په افغانستان كې واقعاً په يوه لوی بحران بدل شوى دى، له دې نه انكار ممكن نه دى، خو د دې هر څه پړه د يوه يا څوتنو پر اوږو ور اچول او يا له يوه تن څخه كه څه هم ولسمشر وي دا تمه چې له دې شومې پديدې سره دې بريالۍ مبارزه وكړي يوه نا مناسبه هيله ده .
كه خبره په ريښتيا د اداري فساد د له منځه وړو وي دا زموږ د ولس او د هر هغه افغان غوښتنه او هيله ده چې په هیواد كې د سولې او سوكالۍ په ارمان دي او د شرافت او آبرو نور مال ژوند يې تر ټولو ستره هيله ده .
كه نړيواله ټولنه په دې غوښتنه كې صادقه وي، تر دې غوښتنو لاندې د خپلو مطلوبو مهرو د ځاى پر ځاى كولو مساله مطرح نه وي ښايي راتلونكې اداره تر ډيره حده له دې لعنت نه خوندي وي، د ښاغلي كرزي خبره ريښتيا ده، زموږ سياست ته فساد د نړيوالې ټولنې له بركته راغى، كه د لويديزوالو شوم سيورى نه واى ډيرې څیری به چا د هیواد د سياست پر پر سرنوشت په سل كاله كې نه واى ليدلې، كه اوس هم نور اهداف نه وي د افغان دولت او نړيوالې ټولنې په ګډ تفاهم داسې اصول او قوانين وضع كيداى شي چې په افغانستان كې د اداري فساد كچه را ټيټه كړي .
په دې برخه كې تر ټولو لومړى ګام دادى چې د واك مركزونه او د هغوى د واك حقوقي حيثيت خوندي شي، نړيوالې ټولنې له افغان ولس سره په دې برخه كې ډيره لويه جفا كړې ده، دوى د خپل نظر وړ كسان زموږ پر ولس تپي،او دشخصی اهدافو په سرپه افغا نستان کی په خپل مینځ کی هم جوړ نه دی یولوی اختلاف په افغا نستان کی دکابینی په سردانګلستان او فرانسی تر مینځ مشا هده کیږی ،انګلستان په کرزی صاحب باندی فشار اچوی چه طالبانو ته باید په اینده کابینه او دولت کی سهم ور کړل شی ولی فرانسه بیا برعکس تلا ش کوی چه یو خاص اجرایوی پوست باید په کابینه کی په نظر کی ونیول شی او نو موړی پوست دی دډاکتر صاحب عبداله لپاره اختصاص شی او دهغه له طریقه دی دنورو پنځو عمده وزارتونو کنترول دی هم د ډاکتر صاحب عبداله له طرفه کیږي ،په لنډه توګه یعنی په یوه کابینه کی دوهمه کا بینه با ید جوړه شي .
د افغانستان د بيارغاونې او د نظام جوړونې له لومړى ورځې نه افغانان پر دې ګواه دي چې نړيواله ټولنه د ولس د خير او او خوښې پر خلاف دلته نور څه غواړي. اوس د اداري فساد د ختمولو غوښتنه اصلاً پر حامد كرزي فشار را وستل دي چې بيا هم د هماغه پخواني حالت دوام ته غاړه كیږدی چې معنا يې د فساد او بدمرغيو دوام دى، كه داسې نه وي د فساد د وركاوي لپاره دې نړيواله ټولنه او افغان چارواكي په ګډه داسې اصول وضع كړي چې په فساد كې ښكيل هر اړخ چې هر څوك وي، محاكمې ته را كش كړي. او دا واك بايد افغان دولت ولري،اوس په افغا نستان کی ټولو خلګو دا خبره په پوره ډول در ک کړی ده چه نړیواله ټولنی په افغا نستان کی خپله ناکامی در ک کړی ده او دافغا نستان ځخه دوتلو په خاطر لاری او بهانی لټوي ددی پرځای چه دترهګری په ضد مجادله وکړی قصدا غواړی دترهګری لپاره په افغا نستان کی زمینه مساعده کړي
دامریکا ولسمشر لخوا شپږ میاشتی وخت دافغانستان وولسمشر ته د ضرب الاجل په شکل ټاکل سوی دی چه دغه ضرب الاجل په دې کمه موده کي ناشونی دی . هغه په دی معنا چي د افغانستان په دولت کي د اداري فساد اصلي عامل پخپله همدا بهرنيان دي ،تر ځوچه بهرنیان په خا ص ډول امریکایان او انګریزان به خپله تګ لاری کی دفساد په باب تغیر رانه ولی او دخود سر قراردادونو دلاسلیک ځخه دفساد سالارانو سره صرف نظر ونه کړی دافغا نستان ولسمشر هیځ هم نه شی کولای .
دافغانستان ولسمشر دغه غټ مشکل په یوازی توګه نه شی حل کولای او په هغه کي ناتوانه دی دا ځکه چي دا پخپله بهرنيان دي چي د افغانستان په دولتي فساد کي لاس لري ، د افغانستان دولت يوازي په سلو کي لس د هغو مرستو د مصرف اختيار لري چي ددې هيواد په واک کي ايښودل سوي دي، پاتي یی ټولی د خارجيانو په لاس کي دي . دبهرنیو هیوادونو مرستي د بهرنيو نادولتي سازمانو يا انجيوګانو دلاري مصرف کيږي . د افغا نستان دولت پر هغه باندي نه د نظارت کولو صلاحيت لري اونه هم دهغه په مصرف کي کوم نقش لري .
دافغا نستان دولسمشر لاس د داسي کسانو په ليري کولو کي لکه وزير، معين، والي او نورو کي ازاد نه دی، په دې خاطر په داسي حالت کي د ادري فساد د جررړو ايستل يو ناشونۍ کار ښکاري .
دا ځکه چه په دولتي مقامو کي د اشخاصو مقررېدل تل د بهرنيو هيواد د نظره تيريږي او د هغوی د توافق او د نظر د مطابقت پر اساس تر سره کيږي . دا چي څوک بايد مقرر سي او څوک نسي نو دا کار لومړی د امريکا او بيا د انګرېزانو او يونيما له نظر ه تيريږي ، په دولت کي د فساد مسئله هم په دې عزل و نصب پوري اړه لري
په اخری تحلیل کی باید وویل شی که جهانی ټولنه وغواړی چه داداری فساد مخه باید ونیوله شی دا کار حتمی اوضروری عملی کیږی او که دی ونه غواړی بیا به هم د پخوا به شکل ادامه ولری پای رحمت الله روان .