ايران اوپاکستان يوشان عمل کوي !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکی : حبيب اله غمخور


په امريکا کښي پارلمان دمنځنيو ټاکنو تر پايلو وروسته دايران جمهوررئيس هم يو څه وغوړيد ،که پخوا دشانگهاي دتړون په زور غورځيده خو اوس دجورج بوش دخام سياست دموږي په زور غورځي .
بلې ! افغانستان داسي يوهيواد دۍ چې هر خام فکره پکښي سر خوړلۍ، تاريخ ته نه ځم دومره وايم هر چا چې ددوي ولس سره سپک برخورد کړۍ ناکامه تللۍ او خوله يې له وينو ډکه شوې ده ، دا نږدې له(( ۱۷))ميلادي پيړۍ دتاريخ پاڼي راواړوۍ ، هلته هر څه له ورايه تاسو ته څرگندېږې . خو زه په خپلو دغو خبرو دپاکستاني او ايراني چارواکو دخبرو پخلۍ نه کوم .زه ديوې عيني او تاريخي اړتيا او ملي گټو دساتلو په موخه دپردو پوځې قوت شتون په خپله خاوره کې منم ؛ پښتو متل دۍ وايي (( شوو ده نه وسه خور ده)) خو دا زما دولس ستونځه ده ،او ددې ستونځي اساسي او بنيادي عامل هم همدا ايران او پاکستان دي .
زه دناټو او ايساف دپوځې ځواکونو دافغان ربړېدلي ولس سره دناوړه چلند دفاع هم نه کوم ،هغوي ته هم وايم له يوې خوا مو دتش په نامه بن توافقاتو پر اساس داسي چارواکي پر افغانانو وتپل چې اوس داسي څرگنډېږي تاسو هم چنداني ددوي له کړو وړو نه خوښ نه ياست ؟پنځه کاله مو بيله دينه چې دافغان ولس دود ،دستور او کلتور ته په خپلو کړونو کښې په درنه سترگه وگورۍ هغوي ته مو په سپکه وکتل ،پايله داشوه چې دولتي اداري ملي ملاتړ ترلاسه نشو کړاي ،له ولس نه ليري پاته ،له اولس څخه بېگانه دولتي چارواکي ،اداري فساد ،ددولت او خلکو تر منځ دواټن ډېرېدل ،په دولت کښي ددرې گونو قواوترمنځ دواک پر سر سيالۍ ،دهېروئينو او تارياکو سوداگر ،بنسټپاله تنظيمونه ،ډلي ټپلې ،جنگسالاران ،محلي قوماندانان او نور دقدرت او واک تږې ،داټول دهمدا تاسو بهرنيانو په برکت پر افغان ولس يو ځل بيا ددموکراسۍ تر خيمې لاندي دا اولس ودمره ومروړه او وزوراوه چې اوس ېې دناچارئ القاعدي او طالبانو ته مخه کړه ،سره لدې چې ټولي نړۍ ته تر لمر څرگنده داده چې نوم دافغان طالب پر پروت دۍ خو شاته يې دپاکستان ،ايران او يو شمير نورو هيوادو استخباراتي کړۍ ولاړي دي ،هغو روزي ،وسلې ورکوې لاره ورښيې اوزموږ په هيواد کښې يې خپلو نوکرانو او افغان دښمنو ته معرفي کوي تر څوهغوي درالېږل شويوسره دترهگرۍ په سرته رسولو کښي مرسته وکړې . زه پدې باوريم چي پورته يادي شوي خواوي ټولي پدغه ناورين کښي غوښنه ونډه لري ،تفاوت يې دومره دۍ چې په يو پسي اردو گرځې او بمبارد پرکيږي اوبل کرار او ارام په څوکۍ کښي ناست دئ لارښووني کوي . دافغانستان دا اوسنئ اداره او بهرنيان وايي چې په افغانستان کي نږدې(( ۱۱۹ ))زره پوځيان ددوي په اصطلاح دترهگرۍ پر خلاف جگړه کې بوخت دی ،زه فکر نه کوم چي طالبان دي دومره وسلوال کسان ولري . خبره داده چې اوس تنور تود دۍ هر سړۍ ډوډۍ پر پخوي ،ځکه نو اوس د ايران ولسمشردنومبر په ((۲۶)) ديکشنبي په ورځ د(( بسيجيانو)) په نامه مليشو ته په خپله وينا کې په عراق او افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه نيواک گر بولي او وړانديز يې دا وو چې د دغو ځواکونو په ويستو کې دې د دواړو هيوادونو له خلکو سره مرسته وشي . ‌بې بې سي
دبهرنيو چارو وزارت ددې ښاغلي خبري دهيواد په کورنو چارو کې وبربنډه مداخله وبلل او هغه يې ردکړي ،خو ايراني اخوندان هم په رښتيا سره دافغانستان په دولتي ادارو او سياسي چاپير يال کښي تر پاکستان کمې رېښې نه دي ځغلولي ، دمبلغينو اوپلويانو شمير يې د پاکستاني چارواکو تر پلويانو کم مه بولۍ ،تنها ددواړو هيوادونه (پاکستان او ايران) سياسي او اديالوژيکي موقيعتونه يوڅه فرق لري او له بلې خوا پاکستان تر ايران او نورومداخله گرو ځان دقوي مټ خاوند اوپه افغانستان کې برلاسی بولې ځکه نو تر نورو يوڅه سپين سترگي کوي ،کنه دواړه ديوه اساس غوږونه دي . احمدي نژاد ته داڅرگنده ده ځي افغانستان ته بهرنې ځواکونه دملگروملتو دامنيت شورادپرېکړيې له مخې راغلې دي ؛ ايران هم دهمدغه سازمان غړی دی ،جالبه او غولوونکې داده چې هلته پټه خوله ناست وي اودلته بيا زموږ دهيواد دنجات فرشته ځان بولي ،افسوس افغانان دومره خوار شوه ؟چې ايراني اخوندان يې ددوي په وينا آزادوي ؟.

سلطان احمد بهين دايرن دجمهور رئيس دڅرگندونو په ځواب کښي وايي : بهرني ځواکونه نيواکگر ندي ، او زياتوي (( افغانستان د ترهگرۍ قرباني دى . بايد له افغانانو سره د ترهگرۍ په له مينځه وړو کې مرسته وشي . يوازې له همدې لارې دې هيواد ته سوله او ثبات راستنېداى شي . کله چې سوله راشي نو بيا دلته د بهرنيو ځواکونو د پاتې کيدو اړتيا پخپله له مينځه ځي . له دې پرته افغانستان دغو ځواکونو ته اړتيا لري . ))

(( موږ تل دا ويلي او غواړم يو ځل بيا ټينگار وکړم چې د افغانستان خاوره به کله هم د کوم گاونډي خلاف ونه کاريږي . دا زموږ د حکومت تگلاره ده او په دې کې بدلون نه راځي . )) دخپلي خبري دپخلي لپاره وايي : افغانستان ته بهرني ځواکونه د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د پريکړو له مخې راغلي نو ځکه خو دده په وينا کله هم نيواک گر ځواکونه نشي بلل کيدى . له دې سره جوخت يې تهران ته د دې وريادولو هڅه هم وکړه چې که طالبان راستانه شي نو تر بل هر چا وړاندې به ايران ته سرخوږى جوړ کړي . ښاغلي بهين ته بايد څرگندوي چې ايران داځل نه غواړې دپخوا په څير و غولېږې ،دوي هم لکه پاکستان په افغانستان کې خپل لاس پوڅۍ رژيم غواړې ،ځکه دهيواد په دننه کښي په مذهبي او سياسي کړيو کښي يې اړېکي ډيري دي . خبره داده چې ښاغلۍ احمدي نژاد پدې ښه پوهېږي چې (( غوا توره اوشيدې سپيني دي ))،کله چې پر طالبانو دلومړۍ ځل لپاره حمله کېدل دايراني چارواکو سره دنورو هيوادو پر لاس خبري وشوي او همدغو اخوندانو دقناعت اورضايت سر وښوراوه ،خو هغه وخت يې نوري گټې لرلې او اوس بيا بل څه غواړي دوي په يو ټک څونښانه ولی :
لومړۍ : په افغانستان کې دامريکا او ناټو شتون خپل اخوندي واک ته جدي گواښ بولي ،غواړي له دغه گواښه ځان وژغوري .
دوهم : غواړي له دې لاري ځان په نړيوالو سياسي سياليو او په سيمه کښي دنفوذ لرو په مفهوم مطرح کړي .
دريم : پر امريکا او اروپايي نړۍ دداډول تبليغاتي فشار په پايله کښي غواړې له يوې خوا په سيمه کې امتياز تر لاسه کړي اوله بلې خوا داټومي پلان دپلي کولو په مقابل کښي نړيواله ټولنه نرمش ته اړه کړي .
له بده مرغه دافغانستان اوسيمي داوسېدونکو ولسونو دمذهبي عقايدو څخه په گټه اخيستو سره ايران په تبليغاتو کې يوه اندازه برلاسي لري .چې دهمدغه ټکي پوهېدوسره زه هم مجبورو شوم ډير ژر ديوه افغان په توگه دغه لومه رسوا کړم .
دزياتو شواهدو پر اساس ايران په افغانستان کښي دبې امنۍ او بهرني ځواکونو گونډه کولو ته ارام نه دي ناست . بيله دېنه ددوي له لپاره ژوند ناارامه دی ،هغوي خپلو پولو ته نږدې دهيواد په غربې اومرکزي ولاياتو کښي دجاسوسي جال غوړوي ،پخوانۍ دوستۍ او اړېکي تازه کوي تر څو دا ډول په جگ اواز پدې نامه چې په سيمه کښي معينه وزنه او نفوف لري ځان مطرح کړي ،او خپله سياسي گټه ترلاسه کړي .
افغانان بايد پدې پوه وي چې احمدي نژاد يو سياسي څيره ده هغه ته تر هر څه دمخه دخپلي ډلي ، ټپلي گټي لومړۍ دي ؛ هغه دخپلو گټو په خاطر هر څه کوي دبېلگې په توگه که داحمدي نژاد هغه وروستۍ ليک چې دامريکا خلکو ته دخطاب په نامه خپورشو په ځير ولولو پوهېږو چي څومره دامريکا سره ددوستۍ علاقه لري او په کومو الفاظو او القابو هغوي ته مراجعه کوي ،دابه څوک ومني چې امريکا يان دي داسي خبره واوري کوم چي ولسمشر ته يې پکښي له بهر نه سپکاوی شوی وي او ددوي صفت کوې ،حقيقت خودادی چې هغه په خپله وينا کښي يووازي جورج بوش مخالف بولي او نور دوستان ، سره له دي چې پدغه خبره اوس ماشوم هم پوهېږې چې دامريکا په سياست کښي يووازي ولسمشر چندان رول نلري ،هلته دنفتو دکمپنيو او موډرنو وسلو دتوليد دفابريکوخاوندان ،څارگره اداره اونوري پټي څيرې چي دهيواد په بهرني سياست کښي يې گټي نغښتي دي رول لري او اخره خبره کوي . احمدي نژاند ددغه ليک په يوځاي کښي ليکي : ((...همه از ترویج ارزشها و خصلتهای انسانی نظیر محبت، وحدت و همدلی، احترام به حقوق انسان ها و پشتیبانی از حق و انصاف و دفاع از انسانهای مظلوم در برابر زورگویان خرسند می‌شوند و لذت می‌برند. .....همه در خوبیها، در خدمت به یكدیگر بویژه در خدمت به محرومان و مظلومان میل مشترك داریم و از بیعدالتی ها، پایمال شدن حقوق انسانها و تحقیرها ناراحت می‌شویم . . . مردم شریف آمریكا !
ملت ما همواره دست دوستی و مودت را به سوی همه ملت های جهان دراز كرده است . صدها هزار نفر از هموطنان ایرانی من با صلح و صفا در كنار شما زندگی می‌كنند و عموما منشاء خدمات شایسته‌ای در جامعه شما هستند. مردم ما سال ها با شما در ارتباط بوده‌اند و علیرغم سختگیری بلاوجه مقامات آمریكایی، رفت و آمدها و دوستی‌ها ادامه یافته است . وړاندي ليکي : همچنانكه گفتم ما دغدغه ‌های مشترك داریم و از ناهنجاری ها و نابسامانی ها در جهان امروز رنج می‌بریم . (( ريانووستي)) . دا چي احمدي نژاد دغدغې څه بولي زماسر نشو په خلاص ، خودومره پوه يم چي افغانانو ته وايي يو امريکايي ژوندی پرې نږدی تر څو هيواد پرې ښېدو ته مجبور شي ،ځکه دافغان دژوند په قيمت کېداي شي ايراني اخوندان دامريکا له وحمه خلاص او دشپې آرام خوب وکړې ، امريکا او اروپايي هيوادونه مجبورکړې له افغانستان څخه ووزي . داڅرگنده خبره ده چې دوي دافغان ولس سره هيڅ ډول خواخوږي نلري .که داسي نه ده نو همدا اوس تاسو په ايران کښي له بېوزلوافغان کډوالو نه پرته ليدې چې شيه دی اوکه سوني دايراني چارواکو نارواچلندقيصو ته غوږ شۍ . ايا افغانان چي ددوي په هيواد کښي له مجبوريته اوسي انسانان نه دي؟ داډول ظالمانه او غير انساني کړنې چي همدا اوس له افغان کډوالو سره کېږي په قاموس کښي به يې څوک بېلگه پيدا نکړي . که راډيو گاني واورېدل شي ټولو ته به جوته شي چې هلته افغان ته دانسان په سترگه نه کتل کيږي ،دهغه ماشوم دتعليم له حق ،مور اوپلار يې دکار اوکډه کولوله حق نه محروم دي . دوې هفتې وړاندي يې يوه وزير دايران کارگرانو ته په خطاب کښي وويل دا افغاني کرگران دي چي ستاسو ځاي يېنيولۍ دی ،أوږ غواړو دا بيگانه له خاوري وبا سو ، خو دلته بيا غواړي افغانانو باندي ورحمېږې او دبهرنيانو له شره يې خلاص کړې ؛ هغه متل دي (( يوبام او دوي هواوي )) .
له بلي خوا پاکستان هم پر نړيوالو فشار اچوي اوپه ټوله سپين سترگۍ سره يې زموږ په هيواد کښي امنيتي وضعه دغه حالت ته رارسولې ده ،چې اوس غواړي دافغانستان راتلونکې ددوي په خوښه وټاکل شي ،دبېلگې په توگه دبي بي سي دخبر له مخي ((پاکستاني مقاماتو د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو ته وړانديز کړى چې طالبان دې د افغانستان په يوۀ نوي ايتلافي حکومت کې ځاى شي او د دغه حکومت مشري دې د ولسمشر کرزي په غاړه نه وي . )) او پدې هکله د افغانستان دبهرنيو چارو دوزارت دغبرگون ښکاره کړ.
که څه هم همدا نن دنومبرپه ۳۰نيټه دBBC سره په مرکه کښي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خورشيد قصوري او دبهرنيو چارو دوزارت وياندي دغه څرگندونې رد کړې چې گواکې دوى په کابل کې د يوۀ ايتلافي حکومت جوړيدل غوښتي دي . د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په خپارۀ شوي بيان کې راغلي دي چې رسنيو د ښاغلي قصوري د يوۀ خصوصي محفل خبرې په ناسم او غلط ډول خپرې کړې دي .
هر هوښيار سړۍ چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت دوياندي غبرگون ولولې په پوهيږي چې خبره څه ده ؟ هغه وايي ((رسنيو د ښاغلي قصوري د يوۀ خصوصي محفل خبرې په ناسم او غلط ډول خپرې کړې دي .)) جالبه خبره ده ايا دقصوري صاحب په خصو صي محفلو کښي هم ژورنالستان ناست وي ؟ که دا خوصوصي خبره هم وي خوشوې ده ؟ روسان يو متل لري وايي : (( په هره مسخره کښي يوه اندازه رښتيا شته )) که قصوري صاحب هر چېري کړي وي ټوله نړۍ پدې پوهيږې چې پاکستان څه غواړي . وايي دروگۍن حافيضه نلري .
دډیلی تلگراف په نامه انگليسي ژبي ورځپانه ليکي : خورشید قصوری دپاکستان دبهرنيو چارو وزير دناټودغړو هيوادو د بهرنيوچاروله يو شمير وزیرانو سره هغوي ته ويلي چې طالبان په جگړه کې دبرياليتوب او ناتود ماتي په حال کښي دی . او هغو ته يې مشوره ورکړيده چې افغانستان ته دنورو پوځونو دلېږلو نه ډډه وکړي ،دناکامۍ په منلو سره بايد کوښښ وکړې چې له طالبانو سره پخلاشي .
يو غربي جگپوړي چې له قصوري سره يېملاقات کړۍ ويلي دي چې دبهرنيو چاروکوم وزيران چي په دغه جلسه کښي وه حيران پاته شوه او تعجب يي وکړ ؛ هغه ايضافه کړه : (( قصوري له ناتونه غوښتل چې تسليم شي او دطالبانو سره خبري وکړې )) . ددغه اروپايي چگپوړي چارواکي خبري هم دناسم تعبير معنا لري؟؟؟
زه له هغو دروغجنو او غولوونکی ددوستۍ دوعدو او لاسورکولو يووازي څو بېلگې راوړم :
۱ / دپاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف چې دافغانستان په لیدنه بوخت دی، ویلي دي :دافغانستان ولس مشر حامدکرزي سره دورور ګلویزواړیکوغوښتونکی دی . په کابل کې ترخبرواترو وروسته پرویز مشرف وویل :له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره باید دواړه ګاونډي هیوادونه یوپر بل باور وکړي اوله ترهګرۍ سره په ګډه وجنګیږي . 05:09:2006
۲ / دپاکستان ولس مشر پرویز مشرف دغه ادعاګانې ردکړې چې ګواکې دوی له طالبانو اوالقاعده شبکې څخه ملاتړکوي. نوموړي چې له خپل افغاني سیال ښاغلي حامدکرزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل: افغانان باید تیرهیرکړي،شکونه اوپریوبل تهمت یو خوا پریږدي اودخپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي . مشرف داهم ردکړه چې ګواکې دطالبانومشران به پاکستان کې دي . ده زیاته کړه. دطالبانومرکزونه چې هرچیرته وي باید له منځه یووړل شي . 06:09:2006
۳/ همچنین روسای جمهور دوکشور توافق کردند که افراطیت ،تروریزم و پدیده طالب گرایی یک تهدید مشترک علیه پاکستان و افغانستان است و درعین حال خطر برای منطقه و جهان میباشد . روسای جمهور دو کشور توافق نمودند تا همکاری خویش را در چهار چوب ائتلاف بین المللی مبارزه علیه تروریزم ادامه دهند. 16 سنبله - 1385 اعلامیه مشترک افغانستان و پاکستان .
پاکستان تل له يوې خوا ددوستي خبري کوي اوله بلې خوا په ټول طاقت په افغانستان کې دبې نظمۍ لپاره کار کوي ، دخپلي خبري دپخلي لپاره د بېلگې په توگه دپاکستان دلاس وهنو په هکله راندي څرگندونو ته ستاسو پام را اړوم :
د بريتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير کيم هووالس وايي افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي چې د پاکستان حکومت په خپل هيواد کې دننه هغه سرچينې وچې کړي چې افغانستان نا امنه کوي . هغه وويل ، افغانستان کې د سولې راوستل په پاکستان کې د ترهگرو د روزنې د مرکزونوپه تړلو پورې تړاو لري . کيم هووالس دوه ساعته وړاندې تر دې چې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف افغانستان ته را ورسيږي ،وويل افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي تر څو چې پاکستان ژمنه وکړي چې پدغه هيوادکې به د ترهگرو د روزنې مرکزونه وتړل شي .
- دخيبر دتلويزيون سره په يوه مرکه کې دنشل عوامي گوند مشر اسفنديار ولي واضح او څرگند وويل چې : پاکستان دتروريزم په خلاف جگړه کې صادق نه دی اوپه افغانستان کې يې خپل رښتيني کردار نه دي ترسره کړي ،هغه زياته کړه د پاکستان له لوري اوس هم دافغانستان په وړاندي يوه منظمه جگړه روانه ده ،اوپه افغانستان کې يې دروانو غلچکي بريدونو او ورستيو زړه بوږنوونکو پېښو ملامتي پر پاکستاني چارواکو واچوله ،اوڅرگنده يي کړه چې طالبان په يوازني دداسي منظمو حملو او بريدونو توان نلري . ددغو ټولو څرگندو پکټو سره متاسفانه داسوال دا پنځه کاله بې جوابه پاته دی چې ولي امريکا او اروپا پر پاکستان دافشار نه راوړې او په ځغرده نه ورته واييچې لاس وهنه دي بنده کړه ؟؟؟
پاي
۲۰۰۶ دنومبر ۳۰نيټه