مینه څه ده؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی : پوهندوی دوکتور سید حسام

دنړی په هره ټولنه کی ا نسانانو دمینی او محبت په اړین راز راز مفکوری او ملاحظات لری
او دژوند په مختلفو پړاونو کی دخلکو دتجربی اودهغو دکړنی له مخی خپل پوهاوی ته وده
ورکړی او خپل نظریات اوتعریفونه دمینی په رابطه اظهار او بیان کړی ، چی دبیلگی په ډول
مونږ په لاندی ډول دهغو ملاحظات څرگندوو .


په یوه کلیمی سره مینه یعنی په ژوندانه کی له ټولو *
رنځ ،درد ،اود ستونزو څخه خلاصون او فارغتیا .
سوفوکلس )sophocles(
مونږ مینه کوو ځکه چی مینه یواځنی رښتینی ماجرا *
دی .)نیکی گیووانی Nikki Giovanni(
مینه یو مفکوروی هڅه دی چی درښتینی شی سره *
واده کوی)گویتهGoethe(
مینه لکه دټولو قفلونو کلید دی چی دخوښیو دروازی پرانیزی )اولیبر وندل هولمس ) *Oliver Wendle Holmes(
مینه ستاسی زړه په کشش راولی اوپه دننه کی *
لا پسی زیاتیږی )مارگریت ولکرMargeriet Welker( .
مینه دارزش او دنه ارزش متاع نه دی چی دڅه شی *
سره تبادله شی ، مینه مینه دی چی په واقیعت کی د
انسان یو طبعی غریزه دی .
مینه لکه دجگړی په څیر وی چی پیل یی اسان مگر *
ختم یی گران وی .
مینه ستا روان له پټ ځای څخه باندی ته باسی *.
مینه دغیر مقاوم هیلی غیر مقاوم هیلی ته درومی *.
ممکن چی مینه طالع اوخوشبختی وی چی تاسی *
دهغه په لټه کی یاستی .)Robert Mitchum(
مینه یواځنی پوهاوی دی چی د ژوندانه ټولو موجوده نا خوالو ته رغنده ځواب وایی *
)ایرش فرامنErich fromn(
په اخری تحلیل سره ، مینه دانسان دارزش او بها *
یواځنی واکنش او عکس العمل دی .)بل وندرم Bill wundram(
ډیر خلک په دی باور دی چی مینه یو احساس دی **
چی داغلی او ښاغلی تر مینځ په سحر آمیز ډول زیږی
او دډیرو مجردو خلکو دپاره دتعجب وړ خبره دادی
چی مینه څنگه له ماغزه څخه زړه ته گډی کوی .
)گلیا ماندسنGila Mandson(
دپورتنی ملا حظاتو او څرگندونو څخه دی نتیجی ته رسیږو چی رښتیانی مینه یعنی څه :
واقعی او رښتیانی مینه یعنی څه
مونږ دواقعی مینی په هکله غزلی اوریدلی دی ، په فلمونو اوسینماگانو کی دمینی فلمونه
مو لیدلی ، دمینی او عاشقی راز راز کتابونه مو لوستلی ، دعاشقانو او دمینانو قصی او
افسانی مو یو دبل نه اوریدلی ، مگر باید په رغنده ډول سره څرگند شی چی بی قید او
شرط مینه یا واقعی مینه کومه مینه دی :
مونږ ټول غواړو چی دمینی او محبت احساس ولرو ، مونږ دمینی په هکله فکر کوو ، دمینی
هیله لرو ، دمینی په خیالاتو کی کله کله ډوبیږو ، مینی اوهیلی پسی اوږد مزلونه وهو ، او
ځنی وختونه دا سی فکر کووچی بی له مینی ځمونږ ژوند نیمگړی او نا مکمل بریښی ، د
بی قید او شرط مینی نشتوالی او کمښت په مونږ کی د خشونت ، قهر ، اود تشویش سبب
گرځی چی حتا زمونږ دکورنی اود نژدی دوستانو اضطراب مینځ ته راوړی ،دا به دمبالغی
خبره نه وی چی زمونږ احساسات اوهیلی بی قید او شرط مینی ته هسی ضرورت لری لکه
چی ځمونږ عضویت خواړه او هوا ته ضرورت لری .

دتعجب خبره دادی چی ډیر ا نسانان دبی قید او شرط مینی په مفهوم او معنی باندی نه پوهیږی ، اود خپل احساس نیمگړتیاوی دالکهولی مشروباتو په څکلو ، دمخدره موادو په
رانیولو ، په جنگ جگړو ، دخلکو په بندی کولو ، د خلکو په سپکولو ، ربړولو ، او نور غیر
ا نسانی اعمالو پټوی ، او د بی قید او شرط مینی داهمیت اود هغه له ارزش څخه تغافل کوی
یا په بل عبارت سره ځان بی خبر اچوی .
باید څرگند شی چی دبی قید او شر ط مینی اصلی او بنیادی ایدیا او مفکوره دکوچنیوالی په
وخت کی نطفه رانیسی اود عمر په زیاتیدو سره خپل تکاملی پړاونه وهی .که چیری ددی
ډول مینی مبدا او بنیاد په ناسم او غلط ډول وده وکړی ، ا نسان دمختلفو پرابلمونو سره
مواجه کیږی چی پایلی ډیر خراب وی .کله چی ا نسان په کو چنیوالی کی دښه شیانو او
پدیدو سره مخامخ کیږی ، هغه شیان وینی ، هغه څاری ، دهغه شیانو په پیژندنه کی خپل
پام ساتی ، دښه اعمالو اوکړونو نیت تړی ، په دی هڅه کی وی چی باید ځما کړنه او اعمال
دومره ښه وی چی دچاپیریال او مرتبطو اشخاصو دمنلو وړ وی اوپخپل ټولنه کی خلک
ورته ښه ووایی چی البته بیا هم دهغه سجایا دهغه دچاپیریال زیږندوی دی لکه چی وایی
کوچینان نقال دی ، هر شی له خپل ما حول څخه زده کوی ،یا په بل ډول کوچینیان لکه لمده
یا لوند لښته وی چی هری خواته واړوی همغسی اوړی اوداسی نور چه په ټولنه کی ژبه
په ژبه اوسینه په سینه گرځی .اما کله چی ا نسان په کوچنیوالی کی ناوړی او بد شیانو سره
کوم چی دټولنی کرکه را پاری مخامخ شی له هغه څخه دخپل توان ) اوهغه څه چی ډخپل
ماحول څخه لاسته راوړی دی ( په اندازه ځان ژغوری اوکه چیری کوم نا پسند عمل تری
شوی وی وروسته له یو څه ځنډ او تفکر څخه خپل ځان ملامت او نادم بولی .پس داسی
را څرگندیږی چی ا نسان په کوچنیوالی کی لوامی ) ځان ملامت گڼل( او کاملاً انسانی
کرکترونو سره مخامخ وی ، چی په ا نسان باندی خپل اغیزی اچوی .او ا نسان ددی دوو
کرکترونو د تضاد تر مینځ خپل لار پرانیځی .په لنډ ډول ا نسان دخپل تجربوی لاسته راوړنی څخه دی مفکوری ته رسی ، چی مینه یو حالت )Condition( دی چی دخپل چاپیریال
خلکو څخه پلوری یا په یو قیمت سره لاسته راوړی .
دشرطی مینی غلط اړخونه :
ا نسان پخپل روزمره ژوند کی ډیر وختونه دناوړو او خرابو پدیدو اوبرخوردونو سره
مخا مخ کیږی ، یعنی پخپل سترگو وینی ، پخپل غوږو اوری ، اویا نورو ورته قصی کوی
.پس دا غلط او ناوړی شیان کوم دی : دلته په دی لاندنی مثال کی تا سی ته جوته کیږی
چی ناوړی او خراب بر خورد څه دی :مثلاً که چیری تا سی ماته )50(افغانی هره ورځ راکړی
پس زه وایم چی د تاسو سره زه مینه لرم یا ته می ډیر خوښیږی .متا سفانه چی اکثرخلک
دا ډول رویه او بر خورد خپل کوچینیانو سره کوی چی د شرطی مینی غلط اړخ شمیرل
کیږی .دا په واقیعت کی مینه نه دی ، مینه هغه دی چی بی له کوم قید او شرط مینځ ته راشی
دا به ډیر ښه وی چی کوچینیانو ته عادت ورکړل شی چی بی له کوم قید او شرط مشرانو
ته درناوی وکړی . دچا غیبت ونکړی ، چا ته رکیک خبری ونکړی ، دغلا ،درواغ ، اود
شکنځلو څخه ځان وژغوری . او په لنډه جملی باید مونږ پخپله ناوړی عمل سرته ونه رسو
چی زمونږ کوچینیان هغه سر مشق کړی .
دواقعی مینی نوی تعریف :
دلته یواځی او یواځی یو ډول مینه کوم چی مونږ خوښ وساتی او زمونږ دپاره دمنلو وړ
وی موجود وی، چی هغه بی قید او شرط مینه او یا واقعی مینه دی . هغه واقعی مینه چی
مونږ ټول دهغه په لټه کی یا ستو ، او غیر دهغی هر ډول نور مینی مجازی او غیرواقعی
مینه گڼل کیږی .
بی قید او شرط مینه یا واقعی مینه دمینی دنورو ډولونو څخه کوم چی مونږ دخپل ژوند
په مختلفو پړاونو کی لیدلی دی اویایی ووینو سره ډیر تفاوت لری .چی هریوه یی ځانته
بیل تعریف او توصیف لری .
واقعی مینه کی دنورو دخوشحالتیا دراجلبولو څخه هڅه او اند وی بی له دی چی دخپل ځان دامتیاز دلاسته راوړلو دپاره هلی ځلی وشی .همدارنگه واقعی مینه هغه مینه دی چی
نورو هم زمونږ د خوشحالتیا دلاسته راوړلو دپاره هڅه او اند وکړی . دا به هیڅکله واقعی
مینه نه وی چی نورو دخپل مقصد اوهدف دلاسته راوړلو دپاره مونږ سره مینه او محبت
وکړی . واقعی مینه با ید دو اړخیزه یا دوجانبه وی لکه چی په یو پښتو لنډی کی وایی :
مینه په تلو راتلو زیاتیږی
کله راځه کله به زه در شم میینه
پس واقعی مینه په واقعیت کی قدرت ، ترحم ، صفا ، ریښتینولی ، صمیمت ، ځان تیریدنه
زړورتیا او پښتونولی دی چی په ټپونو کی بی قید او شرط مرهم کیښودل شی . دخلکو
سره یو ځای په سوله او صفا اوارامش کی ژوند وشی .
که چیری ا نسان دواقعی مینی څخه محروم اووسی او یا په کوچنیوالو کی هغه سره ښه
چلند او سلوک نه وی شوی ، نو خپل محرومیت ، عقدی اونیمگړتیاوی په هغه اعمالو او
کړنو سره سرته رسوی کوم چی هرشی ورته ښه ښکاره شی ولو که هغه کړنه غیر انسانی
هم وی . لکه دپیسی دپیداکولو هڅی له هر لاری چی وی ، جنسی غیرمشروع تجاوز ،
دالکهولو اومخدره موادو سره اعتیاد ، منازعه ، قهر ، خشونت ، دقدرت لاسته راوړل ،
خیانت ، بی وفایی ، چی دا ټول پورتنی ناوړی او نا پسند اعمال او کړنه دواقعی مینی څخه
انحراف بلل کیږی ، یعنی دټولنی کرکه را پاری اود ا نسان دپاره دمنلو وړ نه وی ، دواقعی
مینی رسیدو دپاره لاندی څلور مرحلی ته ضرورت وی چی یو ا نسان باید پخپل ورځنی
ژوند کی هغه په نظر ونیسی .
*حقیقت .* لیدنه * منل * مینه
که چیری مونږ وغواړو چی واقعی مینه تر لاسه کړو ،اول باید دیو شی په حقیقت او دهغه
په واقعی موجودیت باور پیدا کړو ، دوهم داچی هغه واقیعت او حقیقت باید ووینو ،واورو
او احساس کړو ، دریم داچی ایا نوموړی واقعیت زمونږ دمنلو وړدی او یانه که چیری ددی
دری واړو مقولی ځنځیری اړیکی مثبت وی اویا ځواب یی هو وی هغه وخت دی چی مونږ
واقعی مینی ته رسیدلی یو اما بیغیر دهغه واقعی مینه نه بلکه جعل ، ځان غولول او اغفال دی
چی په ټولنه کی چلند نه لری او دمنلو وړ نه وی .
نوټ : په دی لیکنه کی پورتنی جملی چی په غټو توری لیکول شوی دپوهانو خبری
دی کوم چی ما دلته نقل قول کړی دی .
پای