اسلامي اختر څنګه ولمانځو ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شيخ الحديث مولانا احمدشاه (حفظ الله تعالى) – نړۍ اونيزه ، ننګرهار

 

ږيري کلول يا کمول او د سر ويښتان دکفارو په شان جوړول
عزتمندو مسلمانانو ورونو او خويندو ! اسلام پوره دين او د انساني ژوند تېرولو بشپړ او کامل نظام دى ، چې د هر شي احکام او مسايل په کې شته، نو راځئ چې خپل اختر د اسلام او رسول الله(ص) د سنتو په طريقه سرته ورسوو.

١- هغه ناروا کارونه چې د اختر په ورځ يې خلک کوي، خو ځان ساتل ترې لازم دي:


د اختر په ورځ او يا د اختر نه مخکې د نارينوو او زنانوو هديرو ته تلل، او هلته د شرک او بدعاتو اعمال کول، او د رسم او رواج په ډول تلاوتونه کول ، ناروا دي ، بلکې پدې ورځوکې تلل خاص کول اوهلته تلاوت خاص کول ناروا دي مګر په عامو اوقاتو کې ورته دعا، استغفار او بښنه غواړه، مرګ او اخرت رايادوه، صدقات ورپسي کوه.

د اختر لمونځ په عيدګاه کې نه ادا کول، چې پدې سره د رسول الله(ص) سنت پاتي کېږي .

د اختر د لمانځه نه وروسته ستړي مشي کول او مبارکي ورکول ، تردې چې په مسجد کې يې کوي اګر که مخکې يې سلام او کلام کړي وي، چې ددې خاص کول ناروا دي.

د زنانو تلل قبرونو، زيارتونو، ميلو، پارکونو........... ته ناروا دي.

جواري کول ناروا دي، که هګۍ جنګول وي اوکه ټوپک ډزې کول وي او که په بنګړيو او بزکشي يا کرکټ، وليبال، فټبال سره مال ګټل وي.

په کوچني اختر کې روژه نيول ناروا دي (مشکوةالمصابيح)

د اختر په ورځ د اختر لمانځه لپاره اذآن او اقامت نشته (صحيح البخارے٩٦٠)

د اختر په ورځ په عيدګاه کې سنت او نفل جائز ندي (مسلم ٨٨٦)

د اختر په ورځ د مړو دعاګانو ته تلل او هلته زاړه غمونه تازه کول، ددي په خاطرچې دا د مړي او د مړي والا اول اختر دى او د هغې د اختر خوشحالي په غم بدلول ناروا دي.

د اختر د لمانځه نه مخکې د خطبې ويل ناروا دي (صحيح البخارے٩٨٩)

د ښځو بي حجابه او بي پردې ګرځيدل ناروا دي.

د هغه بدعاتو او ناروا څخه ځان ساتل چې د اختر په ورځ يې بعضي خلک کوي لکه د خطبي نه اوريدل او په خاص طريقه او الفاظو سره مبارکي کول او د اختر په ورځ غمونه کول ........ چې ددې بدعاتو څخه ٧٤ يې په فتاوي الدين الخالص ٦ جلد ٣٠٦ – ٣١١ کې ذکرشوي دي