په برتانيا کې پوهانو د لومړي ځل لپاره د يوه بشپړانساني کروموزوم ډېره برخه موږک ته په دې هيله ولېږدوله چې د کم ذکاوت، خورا لنډې ونې او پلن مخ د ناروغۍ په اړه چې د ډاونز سندروم نومېږي ډېر معلومات ترلاسه کړي.
د ډاونز درلودونکي د عادي دوو کروموزومو پرځاى د يوه ځانگړي يعنې يوويشتم کروموزوم درې نسخې لري. دغسې کسان کمزورى ذکاوت لري او ډېر احتمال شته چې د زړه ناروغي او نور رنځونه ورته پيدا شي.
تر تجربې لاندې موږک ظاهرا" هماغه ځانگړتياوې وموندې چې د ډاونز سندروم درلودونکي انسانان يې لري.
د پلټونکو هيله اوس داده چې په کروموزوم کې هغه جين وپېژني چې دغه تکليف رامنځ ته کوي، په دې هيله چې ښه درملنه ورته وموندل شي.
د کم ذکاوت لنډې ونې ناروغۍ درملنه نژدې شوې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode