د پورتنی هوایی لاری انتانات د منځینی غوږ التهاب Otitis Media 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)

دکوچینیانو د تنفسی سیستم په دوام

اومه برخه

تعریف :د منځینی غوږ التهاب یعنی د منځینی غوږ د جوف یوقیحی انتان او التهاب دی ، دا ډول انتان اکثراً د هغو انتاناتو په واسطه مینځ ته مینځ ته راځی کوم چی د مخه په ناروغ کی د ستونی درد ، ریزش یا د نورو تنفسی نارو غیو سبب شوی وی .او له هغه محراقاتو څخه منځینی غوږ ته سرایت کړی وی ، دغه سببی عوامل عبارت له ویروسی یا باکتریایی انتاناتو څخه دی ، د هغه احصایی له مخی چی د منځینی غوږ د منتن کیدو په اړین تر سره شوی داسی په ګوته شوی چی تقریباً ۷۵٪ ماشومان د ژوند په دریم ورځ په نوموړی پرابلم باندی یو ځل اخته شوی او هم ددی کوچینیانو نیمایی برخه د ژوند تر دری کلنی پوری دری او یا له دری ځلو څخه زیات د منځینی غوږ له درد او پرابلم څخه معالج دوکتورانو ته راوستل شوی دی . همدا رنګه نوموړی پرابلم په هغو کوچینیانو کی زیات لیدل کیږی کوم چی په ځنی ولادی سو تشکلاتو او ځنی ناروغیو باندی اخته زیږیدلی وی لکه cleft palat اوDownسندروم سره .

ولی کوچینیان د کاهلانو په پرتله په دی ناروغی زیات اخته کیږیږی ؟

دلته ډیر زیات دلایل موجود دی چی ولی کوچینیان نسبت غټانو
ته پدی ناروغی زیات اخته کیږی
لمړی :
کوچینیان نسبت غټانو ته د انتان سره په جګړه کی زیات مواجه وی ، ځکه چی دهغوی معافیتی سیستم مکمل شوی نه وی او د ودی په حال کی دی .
دوم :
په کوچینیانو کی Eustachianتیوب ، کوچنی ، لنډ ، مستقیم او د ستونی پورتنی برخه په لنډه توګه د مینځنی غوږ جوف سره نښلوی . نوموړی ټیوب معمولاً تړلی وی لاکن په منظم ډول سره د مینځنی غوږ د جوف د تازه هوا د اخیستو دپاره را خلاصیږی او تهویه کیږی . د بلی خوا څخه نوموړی ټیوب دنده
لری چی د اتموسفیر او د منځینی غوږ دهوا د فشار تر مینځ موا زنه تامین کړی ، په هر صورت که چیری نوموړی ټیوب د انتان د مداخلی په اثر منتن او التهابی او وتړل شی او یا داچی د لزوجی مکویدی مادی د کتلی په واسطه بند شی نو د تهویی په وخت کی نه را خلاصیږی ، او د وسطی غوږ د جوف هوا نه تازه کیږی ، یعنی په نوموړی جوف کی هوا نه داخلیږی ، او د هوا د نه داخلیدو له امله په جوف کی مایع را ټولیږی ، او د ټیوب د نه خلا صیدو په صورت کی را ټول شوی مایع د با ندی نه را وځی او د مایع د را ټولیدو له امله جوف له مایع څخه ډک کیږی .
بل مهم فکتور چی د منځینی غوږ د التهاب د مینځ راتلو مسول ګڼل کیږی هغه عبارت له Adenoid څخه دی ، ادینوید په کوچینیانو کی نسبت کاهلانو ته لوی او غټ وی . ادینوید د جوړښت له پلوه دلمفوسیت د حجراتو یو مجموعه دی چی د انتاناتو په مقابل کی د کوربه یا میزبان په پلوی جګړه کوی . ددوی د هستوګنی ځای د ستونی د علوی برخی شا ته Eustachian ټیوب ته نژدی موقیعت لری ، نو کله چی ادینوید د ځنو عواملو له کبله وپړسیږی یا متوسع شی د Eustachian ټیوب د تړل کیدو سبب کیږی ، یا داچی که ادینوید د انتاناتو په مداخله منتن شی نو په هغه صورت کی نوموړی ټیوب هم منتن کیږی او بالاخره تړل کیږی .

پتوجنیزس ( Pathogenesis ) :
کله چی د Eustachian ټیوب مجرا د موضعی انتاناتو ) Pharyngitis ) په واسطه سره یا د ضخاموی ادینوید له امله وتړل شی ، باکتریاګانی مینځنی غوږ ایستلا کوی ، د منځینی غوږ د جوف ایسارشوی هوا له سره رشف او جذبیږی او په نوموړی جوف کی منفی فشار مینځ ته راولی ، او جوف ته د باکتریا د را رسیدو زمینه مساعد ګرځوی ، دغه ریفلوکس یعنی د باکتریاګانو را رسیدنه مینځنی غوږ ته او له جوف څخه دا فرازاتو نه راوتنه او بندش بلعوم ته ددی سبب کیږی چی د متوسط غوږ په جوف کی مایع را ټول او د باکتریا وو په واسطه سره منتن شی . معمول پتوجن باکتریاګان عبارت دی له : pneumococcia هیموفیلوس انفلو انزا( غیر وصفی ۱۰٪ دb له نوع څخه) ، Moraxegga catarrhalis او د A دګروپ streptococci څخه په یاد مو باید وی چی د انفی بلعومی له ساحی څخه باکتریاګانی ، یا هغه باکتریاګان چی له Tympanocentesis څخه تجریدیږی سره اړیکی نه لری ، ویرسونه ( رینوویرس ، CMV ,RSV )په ۲۰-۲۵٪واقعاتو کی د پتو جن انتاناتو کومک کونکی پیژندل شوی دی .

سریری تظاهرات :
د منځینی غوږ په انتان اخته ناروغان تبجن ، مخرش او اکثراً خپل اخته غوږ را کیکاږی ، نوموړی ناروغی معمولاً (۱-۷) ورځی وروسته د انفی بلعومی له التهاب څخه مینځ ته راځی ، په اخته ناروغ کی کانګی ، اسهال ، سرچرخی ، Tinitus او را وتلی قدامی شیردان او له غوږ څخه د افرازاتوراتلل له عمده سریری اعراضو څخه شمیرل کیږی .په یو نورمال او روغ غوږ کی که د otoscop په واسطه سره مثبت یا منفی فشار پر غوږ وارد شی دطبل غشا آزاد انه او په نورمال ډول سره په حرکت راځی ، که چیری نوموړی پرده په غور سره ولیدل شی ، نو د هغه رنګ ګلابی شکل او Translucentوی، او د یوی سکه په اندازرڼا له مرکزه قدام خلفی څنډو ته په معمول ډول سره خپروی یا انعکاس ورکوی ،مګر برعکس په التهابی منځینی غوږ کی د otoscop سره په معاینه کی لاندنی تظاهرات په سترګو کیږی :
د غوږ پرده یا د طبل غشا راوتلی غیر متحرک ، سره رنګ دمخکینی نښی نښانی لکه د Malleus د short process له مینځه تلل ، د بلی خوا څخه ددی امکان هم موجود وی چی د طبل غشا تثفب وکړی چی د نوموړی پر دی یا غشا په سوری کیدو یا تثقب سره درد هم له مینځه خی .د منځینی غوږ التهاب ممکن د منظمو Ipsilateral سره یو ځای اووسی چی دواړه له nontypble , . هیموفیلوس انفلو انزا څخه مینځ ته راځی .

تداوی :
بی له دی چی د منځینی غوږ د التهاب سبب او عامل وپیژنو باید په چټکی سره تداوی ته اقدام وکړو , Trimethoprim-sulfamethoxazol او
، cefaclor ،Erythromycin-sulfisoxazole موثر دواګانی دی چی د منځینی غوږ د التهاب په تداوی کی په کار وړل کیږی . په هغه صورت کی چی د Beta-Lactamase د تولید کونکی باکتریاګانو اشتباه موجود اووسی ، نوموړی دواګان او Amoxicillin-clavulanic تجویزاستطباب زیات لیدل کیږی ، ځکه چی ضد احتقانی دواګان او Antihistamin په یواځنی شکل او یا د انتیبیوتیکونو سره په ګډه اغیزمن نه وی .
د منځینی غوږ د التهاب اختلاطات عبارت دی له: د اوریدو حس له لاسه ورکول ،مزمن Effusion ،د cholesteatoma ( د keratinized د ایپیتیلیل وده) تشکل ، Petrositis او Mastoiditis څخه .

د جیو بو التهاب
SINUSITIS
Sinusitis د paranasal د جیوب یو قیحی انتان دی چی اکثراً له ریزش او الرژیک Rhinitis څخه مینځ ته راځی ، همدارنګه که ناروغ سیانوتیک قلبی ناروغی ، سیستیک فبروزس ، د امینو ګلوبولین کمښت (مجموعی یا subclass ) ، HIV انتان ، انفی شزنی انتوبیشن ، Immotilcilia syndrome او د غاښونو انتا نا ت ولری دsinositis د پیدا کیدو چانس په هغو کی زیات موجود وی . د زیږیدنی په وخت کی فکی جیوب (Maxillary ) ، غربالی (Ethmoid ) او sphinoid جیوب موجود اوسی ، حال داچه جبهی جیوب په یو کلنی عمر کی انکشاف کوی ، هوا را نیونه د جیوبو د تشکل له امله په تعویق ولویږی او له همدی کبله جبهی جیوب تر لس کلنی پوری له هوا څخه نه ډک کیږی .

اسباب :
(Etiology ) :د Mucociliary د جریان په مقابل کی بندش (دویروسی Rhinitis مخکی تلل ) د باکتریاوو د تکثر د پاره مساعد زمینه برابروی ، هغه باکتریګانی چی د سینوزیتس د پیدا کیدو سبب کیږی عبارت دی له Pneumococ,H .influenza غیر وصفی M.catarrhalis ، Anaerobic باکتریا ،او په نادر ډول سره streptococci او staphylococci ، .
Nasocomial سینوزیتونه ممکن دی چی له klebsiella یا Pseudomonase څخه مینځ ته راشی .neutropenic immunosuppresed ناروغان شاید د Aspargillus یا zygomycetes کورنیو د غړو انتاناتو له امله په سینوزیتس باندی اخته شی . د پزی د مکوزا کلچر دمسول انتان په پیژندنه کومک نشی کو لای .که چیری ضروری وګڼل شی ، د Antral بذ ل ( په مکزیلری سینوزیتس ) د تشخیص د پاره انتخابی پرو سیچر ګڼل کیږی .

سریری تظاهرات :(clinical manifestation ) :
دغه تظاهرات د پزی له افرازاتو ، Mucopurulent رینوریا ، ټوخی (خصوصاً د شپی له خوا ) د پزی stuffness د پزی وصفی آواز ، د مخ پړسوب ،درد، او د سر له درد څخه عبارت دی . له جیوب څخه د وړانګی تیرول او د جیوبو رادیو ګرافی یا CT سره ګیدای شی چی د هوا او د مایع سویه او مکدریت را څرګند شی . په هغه صورت کی چی د سینوزیتس د کوم ا ختلا ط مثله موجود ونه اوسی د جیب اسپیرشن ضرور نه دی .

تداوی ( Treatment ) :
د حاد سینوزیتونو په تداوی کی د خولی د لاری د لاندنیو انتی بیوتیکونو تجویز موثر وی :
Amoxicillin , Amoxicillin clavulanic Acide , cefaclor ، Trimethoprim-sulfamethoxazole .
د نوموړی ناروغی د اختلاطاتو درملنه باید چی د جیوب په تشیدو او یا تخلیه کیدو سره تر سره شی . او که چیری ا ستطباب ولیدل شی کیدای شی چی د parantral دلاری وسیع الساحه انتیبیوتیکونه ناروغ ته تجویز شی .د نوموړی ناروغی اختلاطات عبارت دی له : orbital cellulites, ، epidural ،ياsubdural Empyemia دماغی ابسی ، د Dural د جیب ترومبوز دجبهی د جیب د table د برخی د ننه او یا د باندی osteomyelitis ، pott puffy تمور ، او meningitis . سینوزیتونه په استما لرونکی کوچینیانو کی د قصباتو دچټک تقبض سبب کیږی ، چی باید تر پاملرنی وی .

خناق
Croup
د croup اصطلاح یواځی یوه ناروغی ته نه اطلاق کیږی بلکه د پیښواو دحالاتومجموعه دی چی د پور تنی تنفسی لاری د التهابی کیدو په نتیجه کی مینځ ته راځی چی اخته کوچنی یو ډول خشن او زیږ اوآز سره مل ټوخی لری ، خصوصاً کله چی وژاړی .
یا په بل عبارت croup یوحاد انتانی پیښه دی چی د هغه وقوعا ت په هغه کوچینیانو کی چی له شپږ میا شتو څخه تر دری کالو پوری عمر ولری زیات په سترګو کیږی خصوصاً د منی په وروستیو او د ژمی په پیل کی د اخته کیدو چانسی زیات وی .
پس ویلی شو چی croup د پورتنی هوایی لاری د بندش یو له ډیرو عام انتانی سندروم یا د Laryngotrachobronchitis حاد انتان شمیرل کیږی .ددی ناروغی سببی عامل په متبارز ډول سره ویروس دی parainfluenza ټایپ ( 1 ) اوټایپ ( 2 ) په ډیر عام ډول سره ددی ناروغی په مینځ راتلو کی مسول ګڼل کیږی .

سریری تظاهرات :
نوموړی ناروغی د پورتنی تنفسی لاری په انتانی اعراضو (ریزش یا یخنی) شروع کیږی او لږ تر لږه پنځه ورځی وروسته د مینځه ځی ، دغه اعراض عبارت دی له یو ډول غږ لرونکی ټوخی ( په وصفی ډول سره د زه دتارونودشلیدلو غږ ته ورته غږ وی ) ، شهیقی stridor ، او تنفسی تشوش څخه کوم چی ورو او یا په حاد ډول سره پر مخ ځی . په فزیکی معایناتو کی د علوی تنفسی لاری د بندش علایم لکه فصی تنقس ، خفیفف یا قابل د ملاحظی سره فوق القصی (supersternal ) ،بین الضلعی (intercostals ) او تحت ا لضلعی (subcostal ) شا تنی کشش (Retraction ) لیدل کیږی ، د ښکتنی هوایی لاری دناروغی مل او مترافقه علایم او اعراض ممکن wheezing او بلغم داره ټوخی وی ،علاوتاً په دی ناروغی زیات اخته کوچینیان ډیر شدید ناروغ نه معلومیږی ،اما کله چی هوایی لاره وتړل شی د ناروغی لوحه شدید او مدهش کیږی . چی د artificial) ) هوایی لاری د پرانیستلو ضرورت لیدل کیږی ، د بندش عمده ځای او موقیعت subglottic فاصله دی چی د ویروسی عامل په ذریعه په ذکر شوی موقیعت کی پړسوب اواذ یما مینځ ته راځی ( جدول 12-5 ) اوهوایی لاره تړی .رادیوګرافی دsubglottic د فاصلی steeple sign را ښکاره کوی چی د subglottic د فاصلی د تنګوالی څخه نمایندګی کوی .

تداوی (Treatment ) :
د Epinephrin aerosolized racemic په تجویز سره اذیما په ګذری او موقتی ډول سره ښکته راځی یعنی له خپل شدت څخه کښینی ،او په سریریاتو کی یو څه بهبودی په ناروغ کی لیدل کیږی ،مګر اذیما او انسدادی حالت زر بیرته عود کوی او ناروغی د څونوروورځو د پاره دوام کوی ،په شدیدو واقعاتو کی لازم ګڼل کیږی چی پور تنی ذکر شوی دوا هر (۲۰) دقیقی وروسته څو ځلی تکرراً باید ناروغ ته تجویز شی ، د شهیق په وخت کی د subglottic د فاصلی جدارونه دواړه سره را کش کیږی او انسداد لا پسی شدید (همدارنګه اذیما) کیږی ،پس دا ډول اخته ناروغان له جهدی تنفس کولو څخه باید خوندی وساتل شی .ددی دپاره چی اخته ناروغ آرام وساتل شی ، د آرام ساتلو بهترین ځای دهغه دمور غیږ دی ، آرام کوونکی دواګانی ( sedative ) په ډیر احتیاط سره باید توصیه او تجویز کړل شی . د حنجری د چاپیریال د ترشحاتو د وچید و د مخنیوی د پاره باید چی ناروغ ترسړه خیمی لاندی وساتل شی ، او یا داچی د یخ ، مرطوب وجهی ماسک څخه کار واخیستل شی ، کوچینیان چی په شدید croup باندی اخته وی ، باید چی په روغتون کی بستر او تر ژور پاملرنی لاندی ونیول شی ، کله چی ددی ناروغی اعراض او علایم له مینځه لاړ، پس له هغه ناروغ ممکن دوه امکانیت سره مخامخ شی : یا دا چی ناروغ کاملاً روغیږی، یا دا چی ناروغ ستړی ستومان او د تنفس په عدم کفایه باندی اخته کیږی ، ځکه چی aerosolized Epinephrine د لنډی مودی دپاره خپل تاثیر غورځوی ، نو په دی اساس اکثر دوکتوران او د علم خاوندان داسی توصیه کوی چی نوموړی ناروغ د aerosolized Epinephrine د لمړنی زرق څخه وروسته په روغتون کی بستر او تر کلک څارنی لاندی ونیول شی سره دهغه چی د انسداد علایم یی د نوموړی دوا سره بهبود هم موندلی وی . دبلی خوا که چیری اخته ماشوم ډیر کوچنی (د څلور میاشتو څخه کم ) وی ، یا داچی د ناروغی اعراض تر یو مودی پوری اوږد شی ، لازم دی چی دا کوچنی په ډیر احتیا ط سره Lryngoscopy شی ، ځکه چی د نورو مدهشو ناروغیو د مینځ ته راتلو ( subglottic stenos یا Hemangioma ) امکا نات موجود دی .سمدلاسه د ناروغ وضع لاپسی خرابیدل ( تبه ، تنفسی تشوش ، Leukocytosis ، ) ددی نمایندګی کوی چی ناروغ ممکن یو مغلق او یا اختلاطی bacterial Trachitis ولری ، د حاد تشنجی croup په مورد کی لا تر اوسه ډیر معلومات په لاس کی نشته ، مګر ځنی په دی فکر کی دی چی الرژیکی میکانیزم په ځنو ناروغانو کی عمده نقش لری ، دا ډول ناروغان په ډیر آسانی سره تداوی کیږی یعنی ناروغ ساړه او مرطوب هوا ته مواجه ګرځول کیږی او هم د ناروغ چا پیریال په مرطوب هوا سره مساعد ګرځول کیږی

EPIGLOTTITIS

دعلوی تنفسی لاری د بندش بل سندروم د acute epiglottitis څخه عبارت دی چی یو عاجل طبی پیښه دی چی که په چټکی سره دهغه علاج اودرملنه ونشی د ناروغ په مرګ تمامیږی .
Epiglott چی د ژبی په بیخ یا قاعده کی موقیعت لری د اناتومی له نظره یو د غوښی برغول شکل سا ختمان دی چی د انسان د بلع او د مایعاتو د څښلو د فعل په وخت کی تنفسی لاری باندی ولویږی او لاره بندوی تر څو چی په هوایی لاره کی اوبه او غذایی مواد داخل نشی .

اسباب او وقوعات :
ددی ناروغی سببی عامل معمولاً باکتریا خصوصاً Hemophilus influenza Type (b) منل شوی په ډیر نادر ډول سره streptococc هم د ناروغی په مینځ راتګ کی ونډه اخلی . د هیموفیلوس انفلوانزا ټایپ (b ) ډول Epiglottitis دوقوعاتو فیصدی په هغه کوچینیانو کی چی د (۲-۵) کالو عمر ولری ډیر لوړ وی . نوموړی ناروغی په هغه ماشومانو کی چی ددوکلو ټیټ عمر ولری غیر معمول وی ، اما باید په ډاګه شی چی دا ناروغی د عمر په هره صفحه کی حتی په کاهلانو کی هم واقع کیدای شی . د نوی مطالعاتو په نتیجه کی داسی څرګندونه شوی دی چی نوموړی ناروغی دلاندنیو عواملو له کبله هم مینځ ته راځی :
*دډیر ګرم او سور غذایی مړی په خوړلو سره کوم چی Epiglott
وسوځوی
*په مستقیم ډول سره دستونی زخمی او ټپی کیدل چی Epiglott هم ورسره ټپی شی .
* ویروسی انتانات
* هر هغه عامل چی د Epiglott د التهاب او دپړسوب سبب وګرځی .

Pathophysiology :
مسول انتان په کسبی ډول سره علوی تنفسی لاره کی داخل او په لمړی سر کی د پزی او بلعوم (Nasophryngitis )التهاب مینځ ته راوړی ،متعاقباً التهاب او التهابی وطیره ښکته خوا ته پراخیږی چی په نتیجه کی Supraglottic Cellulitisمینځ ته راوړی چی د Epiglott او د Vallecula د التهاب سبب کیږی ، التهابی epiglottitis په میکانیکی ډول سره دهوایی لاری د بند ش سبب ګرځی . چی په نتیجه کی د تنفس کار او فعالیت زیاتیږی ، کاربندای اوکساید متراکم او د Hypoxia سبب کیږی او د بلی خوا باید په ډاګه شی چی د تنفسی لاری دغه التهابی تر شحات او د هغوی کلیرنس هم ماوف کیږی ، چی د نوموړی فکتورونو په ګډه سره وژونکی Asphyxia د څو ساعتونو په موده کی مینځ ته راځی .



سریری تظاهرات :
نوموړی ناروغی په چټکی سره شروع کیږی چی متصف دی په لوړه تبه ، تنفسی تشوش ، صاعقوی پرمختګ ، شدید Dysphagia ، او ټیټ یا خپه ډوله آواز ( ۱۲-۵ جدول ) ، اخته ناروغ د تنفس د اسانتیا په منظور شخ او یکه راست کیښینی او د عسرت بلع له کبله دهغه له خولی نه لاړی او لعابات را روان وی یعنی Drooling لری ، نوموړی ناروغی د کوچینیانو د ناروغیو یو عاجل پیښه دی چی د التهابی پروسی په سیر کی هوایی لاره بلکل تړل کیږی ، او د کوچنی د آنی او چټک مړینی سبب کیږی .



تشخیص :
دناروغی په وصفی شکل کی Epiglottis باید په مستقیم ډول سره تر څارنی او مشاهدی لاندی راوړل شی ، او په ناروغ کی سریری علایم او اعراض وپلټل شی ، نوموړی ناروغی له دغو ناروغیو ( شدید خناق ، باکتیریل Trachitis ، اجنبی اجسام ، Ludwig angina ، د بلعوم او قرب التانسیلی ابسی) څخه باید تشخیص تفریقی شی .د نوموړی ناروغی تایدی تشخیص د Epiglottis په مستقیم لیدنه سره سر ته رسیږی ، یعنی Epiglottis التهابی او احمراری ښکاری ، چی د هغه سور والی د آلو بالو سوروالی ته ورته والی لری ،دا مشاهدات او لیدنه هغه وخت چی د ناروغ ستونه د عملیات په خونه کی د یو جراح داکتر او anesthelogistپه کمک سره کوم چی د Intubation عملیه سر ته رسوی یا داچی زمینه Tracheostomy ته مساعد ګرځوی تر سره کیږی .
سببی عامل ممکن چی د التهابی Epiglottitis له سطح څخه یا د وینی په کلچر کی را څرګند او بر بنډ شی ، نوموړی ناروغی د شدید Croup څخه د غاړی د جنبی رادیو ګرافی په اجرا کیدو سره تفریقی تشخیص کیږی ،چی په فلم کی د Epiglottis پړسوب لکه د لاس د غټی ګوتی (Thumb sign ) په شکل معلومیږی ، معالج دوکتور ناروغ سره باید د رادیولوژی تر دیپارټمنټ یو ځای لاړ شی ، او خپل ځان د Intubation یا Tracheostomyد اجرا د پاره که ضرورت وی چمتو وساتی .

تداوی :
ددی ناروغی اصلی تداوی د هوایی لاری د بندش په له مینځه وړلو باندی ولاړ دی ،یعنی په عاجل ډول سره هوایی لاری باید خلاص کړل شی ، نو لازم دی چی انفی بلعومی intubation یا (Nasotracheal intubation ) تر سره شی ، انتوبیشن شوی کوچنی باید تر جدی څارنی لاندی ونیول شی چی ددی مطلب د سرته رسولو د پاره یو مجرب نرس ته ضرورت لیدل کیږی انتخابی antibiotic یی (Ceftriaxone ) دی ، چی د هیموانفلوانزا د نابودی اصلی انتی بیوتیک قبول شوی ، ناروغ ماشوم تر (۴۸-۷۲) ساعتو پوری intubatte باید وی او ددی مودی څخه وروسته د انتوبیشن تیوب باید وویستل شی ، د ناروغی انزار په هغه صورت کی چی پورتنی تداوی په وخت سره اجرا شی او له بلی خوا څخه هوایی لاره هم خلاص کړل شی قناعت بخش بریښی ، د نوموړی سببی عامل په مقابل کی واکسین هم د وقایی دپاره په کار وړل کیږی .

دوام لری
اتمه برخه
ښکتنی هوایی لاره