ملنګ جان يو عوامې او ملي شاعر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پښتو سندريز شعر او ادب زمو نږ د ټبر يو مهم تخنيک دي چې زمونږ لرغونو او تاريخې شاعرانو په همدغه لړ کې خپل تا ريخي الها مات دمحيط او بشر په ژبه څر ګند کړي دي .
زمونږ دملي شاعرانو خپل تا سيرات او احساسات دملي آوازونو په قا لب کې داسي ځاي کړي دي چې دسندر غا ړو په ژبه دساز او سرود سره خلکو ته رسيږي ، همدغه دليل دي چې زمونږ شفا هې ادبيات له پخوا زمانونه تر اوسه پورې دخلکو په زړونو او ازها نو کې به سبت او هيڅکله به هير نشي .

عا ميانه شاعرانو زيات زحمتونه ګاللي دي يعنې دملنګ جان تر وخته پوري زيات پړاونه وهلي دي ، ډيري تجرو بې يې طي کړيدي ، ډير مو ضو عات يې پخپله غيږه کې ځاي کړيدي او ډير اهنکونه يې خپل کړي دي ،خو کله چې ملنګ جان پر دي ډګر ور ګډشو ،نو عا ميانه شاعرۍته يې هم دتر نګ او داهنګ له مخې او هم دمو ضوع او محتوا له مخي نوي خوزښت او تحريک ورکړ ملنګ جان دپښتو په عا ميانه شاعرۍ کې دژور سياسي شعور او لوړ ملي احساس په درلودلو سره ضد مو ضوعات طرحه کړل اوپه پارونکو او هڅو نکو اهنګونو کې يې خپل ولس اوملت ته ورسول ،دده نغمي او تراني اوس ورسره زمزمه کړي ،ورسره غبرګيکړي او په لرو بر پښتنو کې يې نه سړ يدونکي چيغې اوهنګامې تودي او ولاړيکړي او خوږې نغمي يې دتل لپاره خو ږې پا تې شوي څرنګ چې دپښتو عا ميانه شا عرۍ معمو لاً نالوستو شاعرانو کړې ، نو ځکه ددوي دشا عرۍ هر درک په ليدنو ولاړو ،خو ملنګ جان د خپل وخت ضد سيا سي مسا يل او جر يانو نه په ډيره ساده او روانه ژبه کول او ولس ته يې رسول او دادپښتو په ټوله عاميانه شاعرۍ کې دده امتياز و اړ همدا امتيازديچې مونږ دپښتو په عاميانه شاعرۍ کې دنوي تحرک اوخو ځښت را منځ ته کوونکې بللي او دحاس حماسي شاعر لقب ورکړ شوي .
ارواښاد استاد قيا مالدين خادم پخپل کتاب (النبوغ او عقبر يت )کې ملنګ جان يو نا بغه بللي دي.ځکه ده ذده کړي نه دي کړي ،خو درک يې ، احساس او شاعرانه استعداد يې په خلايې تو ګه څپا نده ، ځلانده او خو ځنده وه .
دي ځوان و شاعري يې ځوانه وه ،ډيره هيله يې لرله چې دپښتو په عا ميانه شاعرۍ کې نورۍ زياتونې وکړي او نوره ګټوره پا نګه را منځ ته کړي ،خو نا څا په مړ ينه او ځو نيمر ګۍ نه يوازي دي ځوانيمرګ کړ بلکه دده شاعرۍ يې هم ځوانيمرګه کړه ،او پښتنۍ ټو لنۍ ديو داسي څپانده استعداد او نا بغه شاعرۍ له نعمت نه محرومه کړ ،چې دپيړۍ تيريده به هم داتشه ډکه نه کړي . .
رفيع الله ستانګزى د ښوونې او روزنې پوهنتون پښتو څانګه
rafiullah,دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ..

رفيع الله ستانګزی