ذ بیح الله شریفی

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{slide=د هر څه لیدون کی پاک الله ده}
که باور لری چی الله پاک
د هر څه ورکون کی ده
د هر څه اخیستون کی ده
د هر څه لیدون کی ده
د ټولو زړونو جوړون کی ده
د ټولو مخلوقاتو ساتون کی ده
زمونږ د ټولو مالیک ده
د دواړو جهانونو پادشاه ده
پاس اسمان ته
یواری وګوره
چی څومره له لمر
وورونه ډک کوی
بیا هم خپل باد بارانونه
په شنو ونو بوټو باندی
څاڅ کی څاڅ کی وروی
څوک چی په زړه زخمی
ټوټی ټوټی پارچه پارچه وی
هیڅ کله هم لیباسی ژړاوی
د ریا زګروی نه کوی
پټه خوله چوپ به ګرځی
چی چیری غم درد وی
دوۍ به ورڅخه تښتی
هر چا ته به موسکیږی
د شوڼډو چاودوته یی
د مخ رنګ ته یی وګوره
در معلوم به یی شی
دغمجن زړګی داغونه
له که د ماشوم په شان
زړه یی نرم ارامه وی
هیڅ به نه پوهیږی
باد د خیالونو سودا یی
چی هر خواته وړی
ناخبره پټه خوله به
ورسره روان وی
ورځی شپی به یی ټولی
په انتضار کی تیریږی
په چا به شین پسرلی وی
په چا به خزان وی
په چا به راروان وی
څوک به پروت وی
د زمی شپو ورځو کی
ستا په څه باندی
دومره شور ماشور
غال مغال ده
ډیر مه کړیږه
د زړه وینی دی
څه له خوری
نور بس کړه
په زړکی
پټه مینه محبت
عبادتونو کی
یو لوی عبادت ده
د غم لړی زمانه کی
د هر چا ژوند ولاړ
د سرو لمبو په اور ده
څوک یی په پټه
څوک یی ښکاره
سوزولی دینه
رنګ په رنګ
باندی دردیږی
د هر چا زړګی
داغ داغ ټپی ټپی ده
زه له چا ګیله وکړم
لاړم بوډا شوم
هر څه دی رانه پاتی
دغه زمونږ ژوند ده
یو واری واوره
د ذبیح لله شعرونه
ژوند اسانیت څه شی ده

لوی سیند چی هر وخت روان وی
درندی درندی جپی یی شور نه کوی
د وبو شراری چی بیږی هر وخت یی
شورما شور غال مغال جوړ کړی وی

{/slide}{slide= یار می رانه ورک شو خدایه}
په نصیب می انتضار شو زوریږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه

په چیغو چیغو می غمجن زړګی ده یم بیماره
په نوی یاری می راته ور ولګی ده یم بیماره
ژوند می لکه خزان وهلی نیالګی ده یم بیماره

رانه تاو سور ور شو سوزیږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه

د ماذدیګر زیړی لمره ورشه ریباره
زما خیالی جانان ته وایه راشه دیلداره
بد می حال ده ګله راځه خبر شه یاره

هر څه می دربدر شو ورکیږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه

ورک می سبا بیګا خوبونه دي بی ده نه
راشکه تللی ټول راحتونه دي بی ده نه
راباندی پراته ډیر غمونه دي بی ده نه

زړه می غارغار شو دردیږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه

غماز بیلتون هر رنګه راتړلی زولنی دي
له سوری سوری زړنه روانی وینی دي
وښکی په ګریوانه پرتی دانی وانی دي

د چورتو پڼډ می په سر شو ډاریږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه

کاشکی مو ژوند په شان د ماشومانو وی
زړونه مو ډک له خوښیو خوشحالیو وی
ولی به هر څوک سر په درد نارو وی

قصمت می ولی مرورو شو نه پوهیږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه

نه به اوس له قصمت سره جنګونه وی
نه به دا د دنیا غم لړی خبګیانونه وی
نه به د چا په زړو کی ډیر نفرتونه وی
مسافر ذبیح لله په سی چیغبږم خدایه
یار می لاړ مسافر شو ژړیږم خدایه

{/slide}

{slide= ته چی لاړی مسافر شوی}
لاری لاری وښکی زه بییومه چی ته نه یی
څاس کی څاس کی یی څه څومه چی ته نه یی
له که د سوال ګر یتیم په شان غوندی
سترګی هر خواته اړومه چی ته نه یی
راځه راځه روزی به خدای رارسوینه
داسی مینه به څه کومه چی ته نه یی
بی تا ګریوان په وښکو لوند خیشت دی
ژوند په ورکی ولله تیرومه چی ته نه یی
د ژوند بهار می تیریږی په خزانونو باندی
له که خزان وهلی پاڼی ژیړه شومه چی ته نه یی
بس نور د خپله خوښه یاره که راځی راشه
زه هم د ذبیح لله په شعرو وخت تیرومه چی ته نه یی

{/slide}{slide= زما مسافر جانانه}
د غم د پاسه غم ده تورو تیارو کی
وختونه بی تانه تیرومه زما جانانه
چیرته لاړی سری سترګی ژړانه
هر وخت یی ګرځومه زما جانانه
ته چی لاړی په ما جوړشو قیامتونه
د زړه وینی غورځومه زما جانانه
ولی په څه دومره خپه ورک شوینه
قسم ده ډیر ډیر یادومه زما جانانه
بس ده نور می مه اخله ازاررونه
سوال زاری درته کومه زما جانانه
راځه راځه روزی به خدای رارسوینه
توکل په خدای کړه رادرومه زما جانانه
که نه پوهیږی واوره د ذبیح لله شعرونه
نور د په لوی خدای سپارومه زما جانانه

{/slide}{slide= جانان می ورک ده}
خیالی جانان می مسافر ده
ژوند ولاړ په سور ور ده
زړه زما ډیر غمجن ده
زندان راته خپل کور ده
بیلتون د خواری غربی له
لاسه سړلی په کوم لور ده
چی په ده به څه تریږی
لوی خدای زمونږ خبر ده
په وښکو لوند ګریوان ده
رابه شی زما په عتبار ده
له ما سره یی کړی ول
لوزونه را نیزدی اختر ده
د ذبیح لله په شاعری کی
خوښ می دغه لڼډ شعر ده

{/slide}{slide= نه راځي خبونه بی تانه}
په ما بل دي سره ورونه بی تانه
جانانه نه راځي خبونه بی تانه
ناچاره یوازی پرته یم چاته ووایم
د غمجن زړګړی حالونه بی تانه
چیرته لاړی ورک یی په ما راټول
دي د دنیا ټول غمونه بی تانه
مدام تاپسی ژړیږم راځه راشه
زما نه تیرږی وختنونه بی تانه
هر څه می خوږمن خوږمن دي
د ژوند نه شته خوندونه بی تانه
مسافر ته شوی ګرمه زه شوم
ذبیح لله نه شته راحتونه بی تانه

{/slide}{slide= ورک جانانه زما}
چیرته لاړی مرور شوی جانانه زما
ولی داسی مغرور شوی جانانه زما
خدای ته وګوره راځه په تیرو پلو
د خاوری امبار شوی جانانه زما
ډیر ډیر د یاد ومه ورکه مسافره
ولی لاس په سر شوی جانانه زما
کومه می ګنا وه راته ووایه حالونه
بیا د چا د زړه سر شوی جانانه زما
سوال کوم نور می مه اخله ازارونه
راشه که بیا می دلبر شوی جانانه زما
په زیارتونو باندی به نزرونه و ویشمه
ذبیح لله ولی سر شار شوی جانانه زما

{/slide}{slide= مسافره یاره}
له غمه مرمه جانه زما
ډیره خپه یمه جانانه زما
یوازی په کور کی تکی
تنها پرته یمه جانانه زما
د خدای لپاره پرته له تانه
زه څوک لرمه جانانه زما
چی د سوی زړه حالونه
ورته ووایمه جانانه زما
راوړه دینونه هر وخت
د زه یادومه جانانه زما
د غم باران راوری لمده
خیشته یی کړمه جانانه زما
راشه د ځوانی عمر په سرو
لمو کی تیرومه جانانه زما
تللی عمر بیرته نه راګرځی
تا پسی ناجوړه یمه جانانه زما
زه څه وکړم چی ته راپخلاشی
هیڅ نه پوهیږمه جانانه زما
ته چی نه یی دا ډیر دولت
دنیا د څه کومه جانانه زما
یو زل د ذبیح لله شعرونه واوره
نور د په خدای سپارمه جانانه زما

{/slide}{slide= راوړه دیدنونه}
که مرګی راغی بیا به نه دیدنونه
په زړه به پاتیشی سومره ارمانونه
د لری وطن مسافره راځه راځه
نور د خدای له پاره ومنه سوالونه
ډیر می یادیږی زما ورکه یاره
بس کړه په ما مه ګده شرتونه
ارمان ارمان ده چی د ځوانی
عمر په جودایی کی سره تیرونه
بیا چی هر څه وکړو دوباره
نه راکرځی بیرته تللي وختونه
راشه ورکه یاره
تانه به هیره یم جانانه
زه د نه هیروم جانانه
یاره چیرته رانه لاړی
چاته د پریښودم جانانه
ولی د کلونو مسافر شوی
هر وخت د یادوم جانانه
ورکه یاره راشه بی تانه
زه قیامتونه تیروم جانانه
راځه بس کړه دا جنګونه
سوالونه در ته کوم جانانه
بی تانه وختونه نه تیرږی
د ذبیح لله شعرونه اورم جانانه

{/slide}{slide= راځه بی غوره یاره}
هر وخت زګرویږم بی غوره یاره
لکه د شمیع ولیکیږم بی غوره یاره
راشه راوړه دیدنونه و خیالی جانانه
بی له تانه نه جوړیږم بی غوره یاره
څه به کړم د مسافری ډیر دولت دي
چی زه تنها ژړیږم بی غوره یاره
له که ویشتلی مرغی غوندی هر خواته
غورزم راغورزم تپیږم بی غوره یاره
زما خو د شپی ورځی خوبونه تښتیدلی
خدای خبر ستا به هم یادیږم بی غوره یاره
ولی مرورو یی راته وایی چی د کومی
ګنا سزا راکوینه نه پوهیږم بی غوره یاره
روح می تا وړی زه خو هسی کالبوت یم
ځکه هر رنګه دردیږم بی غوره یاره
ذبیح لله راځه نور مه اخله غچونه بس ده
که را نه غلی مړه کیږم بی غوره یاره

{/slide}{slide= چیرته رانه لاړی}
راشه دیدن راوړه له غمه مرمه جانانه زما
راځه راځه سوالونه درته کومه جانانه زما
عمر د ژمی ماذدیګر ده په مڼډه تیریږی
دوه ورځی ژونده سبا به مړه یمه جانانه زما
بیا به په زړونو پاتی وی د عمر ارمانونه
چی ته نه یی زه ژوند څه کومه جانانه زما
چیرته رانه لاړی شوی د کلو مسافر تا ویل ځم
د سو شپو مسافر زر بیرته راځمه جانانه زما
ولی درنه هیر دي خپل لوځونه بی غوره یاره
بی له تا نه زه قیامتونه تیرومه جانانه زما
وښکی می روانی په ګریوانه دي لاری لاری
مړی مړی یی در پسی تویومه جانانه زما
د خدای لپاره راشه ذبیح لله ډیر می یادیږی
هر وخت سحر ماښام د یادومه جانانه زما

{/slide}{slide= شا لوګینه راشه}
شا لوګینه راشه ډیر می یادیږی شیرنه یاره
هر څو د هیروم نه می هیریږی شیرنه یاره
بی تا ژوند غمجن غمجن ده سبا به مړه یم
عمر د زمی ماذدیګر ده تیریږی شیرنه یاره
و لی کړی په ځان ظلمونه خدای مهربانه ده
یوه مړی روزی به رارسیږی شیرنه یاره
لکه د شمع غوندی ولیکیږم وبه وبه شوم
بی له تا می ژوند نه خوښیږی شیرنه یاره
تاخو ویل ځم د سو شپو مسافر ته خو شوی
د کلو مسافر دا څه راسره کیږی شیرنه یاره
مسافری کی هر مسافر په چیغو ژړلیدي
دا تا څه کی میندلی که نه پوهیږی شیرنه یاره
ذبیح لله مسافری ته ډیر شعرونه جوړکړی
یو زل یی واوره د هر چا خوښیږی شیرنه یاره

{/slide}

{slide= و مسافر یاره راشه}
ستا لیدل می ارمان ده راشه
ژوند می تانه قربان ده راشه
ګوره خپه درنه لاړه نه شمه
راځه اخیری دیدن ده راشه
هر وخت خپه یم زګرویږمه
سخت می ګزران ده راشه
جوړ قیامت ده بی تانه راته
تور تم ټول جهان ده راشه
و زما بی غوره مسافر یاره
روح می ځی روان ده راشه
زړه می په ځان پوهیږی ذبیح لله
رانیزدی شوی می زلکدن ده راشه

{/slide}{slide= په ژوند}

مسافره راشه
د دنیا مه کړه غمونه او راشه
تنها تیرومه دردونه او راشه
راځه د خدای لپاره بی تانه
نه تریږی وختونه او راشه
لمده خیشته یی کړمه د غم
راوری بارانونه او راشه
بی غوره ولی درنه هیر
دي خپل لوزونه او راشه
تکی تنها پرته یمه نا چاره
چاته ووایم حالونه او راشه
دا ستا د یاری زور ده په نیمه
لار کی جدا سونه او راشه
ژوند ولاړ په سور ور ده
نور ومنه سوالونه او راشه
یو وار واوره د ذبیح لله
یو سو شعرونه او راشه

{/slide}

{slide= نور وطن ته راځه}
په زړه می ولاړ غم ده
نه جوړیږی بی تانه او راشه
هر سومره یی سبرومه
نه سبریږی بی تانه او راشه
هر وخت سحر ماښام راته
ژړیږی بی تانه او راشه
هیڅ چاره می نه شته هر رنګه
زوریږی بی تانه او راشه
سری لمبی می له تنه
جیږیږی بی تانه او راشه
نه خوشحالیږم هیڅ شی می
نه خوښیږی بی تانه او راشه
د نیمګړی دنیاګی ارمانونه
نه پوره کیږی بی تانه او راشه
روح می روان ده ځی ورو ورو
رانه بیلیږی بی تانه او راشه
ذبیح لله بی دیدنه به غمونه می
نه ورکیږی بی تانه او راشه

{/slide}{slide= وطن ته راشه}
و د زړه سره وطن ته راشه
و زما دلبره وطن ته راشه
ولی د یم هیره ګنا می څه ده
و زما دلداره وطن ته راشه
راځه راځه پوخلا شه بس ده
و خیالی ګره وطن ته راشه
ولله تنها تنها ژړیږم بی تانه
خدای ته ګوره وطن ته رشه
بی تا می نه شته ده خبونه
د خدای لپاره وطن ته راشه
نور می ومه نه وزرو سوالونه
و جانانه مسافره وطن ته راشه
یو ځل واو ره د ذبیح لله شعرونه
و بی غوره یاره وطن ته راشه

پیښور ته راشه جانانه زما
د پیښور ښکولی بازار ده جانانه زما
هر خواکی یی بیروبار ده جانانه زما
هر وخت په کی جوړ شور ماشور وی
خیالی پسرلی ګلی کلذار ده جانانه زما
غوړیدلي وړی غوټې تک شن دی
ټول وطن ښایسته ګلدار ده جانانه زما
نور می ومنه سوالونه بس ده راځه
ولله ډیر می یادیږی بی غوره یاره
زړګی می غار غار ده جانانه زما
ستا راتګ هر درمان ټکور ورته
راشه تا سره می کار ده جانانه زما
ذبیح لله یو زل به راځی بی تانه می
ژوند ولاړ په هنګار ده جانانه زما
سترګی درته په لاره یم دلداره زما

{/slide}{slide= څلوریځی}

څلوریځی
زړه می خوږیږی لویه خدایه
څه وکړم نه سبریږی لویه خدایه
خپه خپه غمجن یم ډیر فرشانه
خپل وطن می یادیږی لویه خدایه


یو زل خامخا راشه
په پښتون خوا راشه
د پسرلی هر خواته
میلی دي و اشنا راشه

ډیر ډیر می یادیږی ولله
یاره نه می هیریږی ولله
هیره می نه کړی ذبیح لله
بی تا می زړه زوریږی ولله

راځه نور مه کوه جنګونه
د خدای لپاره راوړه دیدنونه
د مرګی ښامار مو مخکی ده
یوه ورځ به له دنیا نه ځونه
*******
څلوریځی
ډیر می یادیږی ستا هغه نازونه
نه می هیریږی ستا هغه لوزونه
دریاد یی کړه که د هیر شوی وینه
له زړه می پاکیږی ستا هغه تسویرونه
څلوریځی
که مرګی راغی بیا به نه دیدنونه
په زړه به پاتیشی سومره ارمانونه
د لری وطن مسافره راځه راځه
د خدای له پاره نور ومنه سوالونه

څولوریځی
راځه سبا به مړه یم
نور راشه بیا به نه یم
ډیر می یادیږی یاره
ډیره ولله تا نه ګلمنه یم

زه خو نه هیروم لوزونه ستا
هم هغه شان ته یم مینه ستا
ډیره ارمانجنه یم د دیدن ستا
ګورته به ویسم ارمانونه ستا

کم کم کوه نازونه و سر شاره یاره
دلته نه شته بالښتونه و مسافره یاره
په خالی سنګل باندی د سر ولګه ونه
وطن پردی ده ناپوهه و زما ناخبره یار

سترګی چاته واړومه و زما د مینی یاره
خپل وطن ته ځمه و زما د مینی یاره
نه راځی خبونه ما بوځه د خدای لپاره
ځاری درته کومه و زما د مینی یاره
څلوریځی
روح می له تنه په هواکیږی
زړه می راته په ژړا کیږی
لویه خدایه اوس به څه کومه
خیالی جانان می رانه جداکیږی

چی هیرومه نه می هیریږی الله
سرا سر غمونه په ما وریږی الله
دا خپل وطن می ډیر یادیږی الله
خیالی ژوند می رانه بربادیږی الله

{/slide}{slide= ارمان می خپل وطن ده}
زړه زما ډیر غمجن ده
رانه پاتی خپل وطن ده
ولله ډیر خپه یمه نا چاره
راته تور تم ټول جهان ده
په سور ور کی سوزیږم
سخت شوی می ګزران ده
سحر ماښام ژاړم لوند می
په وښکی ټول ګیروان ده
نه می هیریږی څه وکړمه
په لړ زان می ټول بدن ده
زما ذبیح لله بد نصیب ده
روح له مانه په رفتن ده
خدایه قبوله می دا دعا کړی
ارمان می د وطن دیدن ده

{/slide}{slide= خپل وطن}
چی هر څو یی هیرم
نه می هیریږی الله
ښایسته خپل وطن می
ډیر ډیر یادیږی الله
زړګی زما هر وخت
ورپسی ژړیږی الله
هر څه خوګمن دي
دلته نه جوړیږی الله
د ورتګ یی کومه
سوالونه نه قبلیږی الله
غمجن خپه ژوند ده
څه وکړم نه سمیږی الله
زما ذبیح لله شعرونه
نه خوشحالیږی الله

{/slide}{slide= ډیره خپه یم خدایه}
نن می دا زړګی ولی
راته ژړیږی لویه خدایه
ډیر غمجن خپه خپه دي
نه خوشحالیږی لویه خدایه
د مسافر جانان یادونه
په وریږی لویه خدایه
هر سومره یی هیروم
نه هیرږی لویه خدایه
نه پوهیږم چی په ده به
څه تیرږی لویه خدایه
د راتګ یی دعا کړم
نه قبلیږی لویه خدایه
د مسافری په تیغ ویشتلی
بیا کله جوړیږی لویه خدایه
ذبیح لله مسافری د هی چا
نه خوښیږی لویه خدایه

{/slide}

{slide= وطن نه می هیریږی الله}
لکه باران په زړه می راوریږی الله
هر څو یی هیروم نه می هیریږی الله
خپه غمجن غمجن یم ډیر فریشانه
دا خپل ګل وطن می ډیر یادیږی الله
د تنها یی زیندان کی یی مدام ژړیږم
کله به می د دیدن ارمان پوره کیږی الله
د ژوند مزه ده تللی لکه شمعه ولیکیږم
سوال زاری درته کړم نه قبلیږی الله
ذبیح لله ځه لاړ شه بی وطنه به سم نه شی
هر څه می خپه خپه دي نه خوشحالیږی الله

{/slide}{slide= وطن می یادیږی الله}
دا خپل خیالی وطن می ډیر یادیږی الله
هر څو یی هیروم نه می هیریږی الله
ډیر کلونه وشو چی ورنه را ورک یم
مسافری کی په ما قیامتونه تیریږی الله
جدا یي کی دردونه تیروم بد می حال ده
خپه زړګی می مدام ورپسی ژړیږی الله
روح می رانه روان ده ځی بیلیږی الله
زما یی ارمان ورستی دیدن ده خدایه
هر څه می غمجن دي نه خوشالیږی الله
ذبیح لله ځه ځو نور نه کیږی بل وطن کی
ذبیح لله شریفي

{/slide}{slide= په ژوند}

په ژوند کی د چی
ځوانی د په مستیو
ساتیریو کی
تیره کړی وی
په زوړ توب کی
د خدای عبادت کول
لکه چی خزان وهلی
بوټو ګیا ووته
په زمی کی
وبه ورکه وی
کله بیا راژوندی کیږی
هر څه سره
هر چا سره
چل او ول کیږی
غولول کیږی
ولی د خدای
عبادت سره نه کیږی
دا کار مه کوه
عبادت کی باید
ډیر ښه فکر وکړی
چی ریا دروغ
چل او ول په کی ونه شی
به غیر د خدای له مقصده نه
په بل مقصد باندی ونه شی
د دنیا او د ژوند د مجبوریت
لپاره عبادت مه کوه
په د باندی پوهه شه
چی عبادت کول
د ساتری او مژغولتیا
کسب او کار نه ده
عبادت نه ټایم پاس
یا ساتری مه جوړه
عبادت باندی
ځان ته د او بل ته
بازی مه ورکه
عبادت باندی
غولول مه کوه
د نورو د لاس په
پیدا کولو د روضی
خوړلو باندی
د عبادت کول ګنا لری
د موپت خورو خلکو
عبادت کول
هڅی بی معنا ده
دعبادت پاکی تنها
دیته نه وایی
چی پاکی جامی
واغونځه
پاک پاک ګرځه
ولی زړه
ویجدان
حیساس ته دی
د نورو حال ته
هم فکر کوه
چی دنیا کی
څه تیریږی
په د باندی باور ولره
چی دا رقم او داسی
عبادت کول نه قبیږی
که په هر دین
هر مذهب کی وی

{/slide}{slide= صداقت}

صداقت ریښتینولی له ځانه مه لری کوه
چی د مایوسی نا امیدی زنګونه درتړینه

مکر ریا متلب اشنایی مه کوه
چی د مینی محبت له بامه د غورزوینه

نفرت کینه خپل غرځی مه کوه
چی د تنها یی په زیندان کی د بندوینه

شک شکوا په خپل ځان او بل مه کوه
چی د لیونتوب په دام کی د نیښلوینه

ځان ته لوړ بل ته ټیټ نظرمه کوه
چی خپل جیګ نوم نیشان د ټیټوینه

د بل کړو کیردار باندی ډیر چورت غور مه کوه
چی خپل کړه کیردار د درڅخه هیر روینه

د توحمت بوهتان د دروغو ویناوی مه کوه
چی د دوستی رڼا وی او ډوی د مړی کوینه

د یو چا د بدو کړنو ډیره ستاینه مه کوه
چی ستا نوم ته هم د بدو رنګ راوړینه

د دروغو چل اوول د فریب پلونه مه ټړه
که د ریښتنی باد باران ولګیږی بیا یی ړنګوینه

په تیرو باندی ډیر فکر پیښمانی مه کوه
چی د مخکی روان سفر کاروان نه د شاته کوینه

که په لاره ځی روان وی پورته اسمان ته ډیر مه ګوره
لاندی ځمکی شاوخوا ته هم ګوره چی څه دي ونه ولیږی

د ژوند سفر د موټر ترین اسپ بایسکل تیاری غوندی ده
ښه فکر کوه چی څرنګه یی باید وچلوی چی ټکر ونه کړی
چی ځان هم زوبل نه کړی
او بل هم زوبل نه کړی

{/slide}{slide= دنیا د ټولو کور ده}
دنیا د ټولو کور ده
اغزی مه کره چی پښو کی به د لاړ شی
ښه ګولونه وکره چی سیمه د ګلزار شی

بد خوی مه کوه چی ځان پوری به د هیران کړی
ښه خوی کوه چی در نه جوړ ښه سلطان کړی

نفرت مه کوه چی د پیښمانی به سیند دی غرقه وی
مینه محبت کوه چی د عشق په ټال کی د زنګه وی

بد څه له کوی د دنیا د خوشحالی رڼا مړه کوی
ښه کوه چی د دنیا د خپګیان درد ورک کوی

بدی نفرت د جنګ جګړو زیږه ده
ولی بد رنګه وی دا ښکولی دنیا ګی

دنیا ټوله په مینه محبت شایسته ده
دنیا د ټولو انسانانو په شریکه کور ده

دا کور په هر انسان باندی ښکلی ده
د هر انسان په ښیږڼو باندی رنګینه ده

د دنیا د تاریخونو کتاب په ښو انسانانو زرین زلیږی
د بدو خلکو له هر یاد کړنو څخه هر انسان ویریږی

د هر انسان ښیږڼه د راتلونکو انسانانو لپاره چراغ ده
هر بدی نفرت یی ورته لوی ګړنګ ډک له هر درد ده

د هر انسان ښیږڼه که زیاته وی یا کمه وی نورو سره یی
یوځای کړه د خوشحالیو لوی پڼډ جوړیږی نور هم درندیږی

بدی مه کوه چی د خپګیان لوی پڼډ ورڅخه جوړیږی
هر څوک ورلاندی زوریږی دردیږی دنیا ورانیږی
ښه فکر وکړه خپل کور کله څوک خرابه وی برباده وی

{/slide}{slide= په ژوند کی د چی}
په ژوند کی د چی
ځوانی د په مستیو
ساتیریو کی
تیره کړی وی
په زوړ توب کی
د خدای عبادت کول
لکه چی خزان وهلی
بوټو ګیا ووته
په زمی کی
وبه ورکه وی
کله بیا راژوندی کیږی
هر څه سره
هر چا سره
چل او ول کیږی
غولول کیږی
ولی د خدای
عبادت سره نه کیږی
دا کار مه کوه
عبادت کی باید
ډیر ښه فکر وکړی
چی ریا دروغ
چل او ول په کی ونه شی
به غیر د خدای له مقصده نه
په بل مقصد باندی ونه شی
د دنیا او د ژوند د مجبوریت
لپاره عبادت مه کوه
په د باندی پوهه شه
چی عبادت کول
د ساتری او مژغولتیا
کسب او کار نه ده
عبادت نه ټایم پاس
یا ساتری مه جوړه
عبادت باندی
ځان ته د او بل ته
بازی مه ورکه
عبادت باندی
غولول مه کوه
د نورو د لاس په
پیدا کولو د روضی
خوړلو باندی
د عبادت کول ګنا لری
د موپت خورو خلکو
عبادت کول
هڅی بی معنا ده
دعبادت پاکی تنها
دیته نه وایی
چی پاکی جامی
واغونځه
پاک پاک  ګرځه
ولی زړه
ویجدان
حیساس ته دی
د نورو حال ته
هم فکر کوه
چی دنیا کی
څه تیریږی
په د باندی باور ولره
چی دا رقم او داسی
عبادت کول نه قبیږی
که په هر دین
هر مذهب کی وی

{/slide}{slide= خدایه ښځی هم ستا بنده ګانی دي}
په سور اورکی چیغیږم
هیره هیره شوم سوزیږم
خدایه دا څه راسره کیږی
په خپله ګنا باندی نه پوهیږم
هر سومره دعا کوم نه قبلیږی
چاته فریاد وکړم ورته وژړیږم
ولی دا دومره ظلم په ما کیږی
په نوم د ښځی هر وخت زوریږم
ولی ښځی په د نوم ښځو غلامیږی
خدایه ښځه هم انسان ده ولی حقیریږم
*******
د ظالم پلار له لاسه داسی
شومه دربدره غلی کینه یاره
د هر چاغوسوته حوصله کړم
ډیره یم ناچاره غلی کینه یاره
یو مو غریبی ده بل ته شولی
موپت خوره غلئ کینه یاره
ستاله لاسه یم د ټول کور د وړ
او غټ نوکره غلی کینه یاره
د ورونو مخ کی د نه شی کولی
یوه ازاده خبره غلئ کینه یاره
یو یئ بی کاره بل چی شیخی کړی
کړی می هیره هیره غلی کینه یاره
دا ناروا تبلیغ نصیحت د اور رالږوینه
کړم د هیرانه دیل ازاره غلی کینه یاره
واوره د ذبیح لله یو څو شعرونه چی
د انسانیت ژوند څه ده مکاره غلی کینه یاره
*******
ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفی
المیره هالیڼډ


دنیا د ټولو کور ده

اغزی مه کره چی پښو کی به د لاړ شی
ښه ګولونه وکره چی سیمه د ګلزار شی

بد خوی مه کوه چی ځان پوری به د هیران کړی
ښه خوی کوه چی در نه جوړ ښه سلطان کړی

نفرت مه کوه چی د پیښمانی به سیند دی غرقه وی
مینه محبت کوه چی د عشق په ټال کی د زنګه وی

بد څه له کوی د دنیا د خوشحالی رڼا مړه کوی
ښه کوه چی د دنیا د خپګیان درد ورک کوی

بدی نفرت د جنګ جګړو زیږه ده
ولی بد رنګه وی دا ښکولی دنیا ګی

دنیا ټوله په مینه محبت شایسته ده
دنیا د ټولو انسانانو په شریکه کور ده

دا کور په هر انسان باندی ښکلی ده
د هر انسان په ښیږڼو باندی رنګینه ده

د دنیا د تاریخونو کتاب په ښو انسانانو زرین زلیږی
د بدو خلکو له هر یاد کړنو څخه هر انسان ویریږی

د هر انسان ښیږڼه د راتلونکو انسانانو لپاره چراغ ده
هر بدی نفرت یی ورته لوی ګړنګ ډک له هر درد ده

د هر انسان ښیږڼه که زیاته وی یا کمه وی  نورو سره یی
یوځای کړه د خوشحالیو لوی پڼډ جوړیږی نور هم درندیږی

بدی مه کوه چی د خپګیان لوی پڼډ ورڅخه جوړیږی
هر څوک ورلاندی زوریږی دردیږی دنیا ورانیږی
ښه فکر وکړه خپل کور کله څوک خرابه وی برباده وی

*******
المیره هالیڼډ

صداقت ریښتینولی له ځانه مه لری کوه
چی د مایوسی نا امیدی زنګونه درتړینه

مکر ریا متلب اشنایی مه کوه
چی د مینی محبت له بامه د غورزوینه

نفرت کینه خپل غرځی مه کوه
چی د تنها یی په زیندان کی  د بندوینه

شک شکوا په خپل ځان او بل مه کوه
چی د لیونتوب په دام کی د نیښلوینه

ځان ته لوړ بل ته ټیټ نظرمه کوه
چی خپل جیګ نوم نیشان د ټیټوینه

د بل کړو کیردار باندی ډیر چورت غور مه کوه
چی خپل کړه کیردار د درڅخه هیر روینه

د توحمت بوهتان د دروغو ویناوی مه کوه
چی د دوستی رڼا وی او ډوی د مړی کوینه

د یو چا د بدو کړنو ډیره ستاینه مه کوه
چی ستا نوم ته هم د بدو رنګ راوړینه

د دروغو چل اوول د فریب پلونه مه ټړه
که د ریښتنی باد باران ولګیږی بیا یی ړنګوینه

په تیرو باندی ډیر فکر پیښمانی مه کوه
چی د مخکی روان سفر کاروان نه د شاته کوینه

که په لاره  ځی روان وی پورته اسمان ته ډیر مه ګوره
لاندی ځمکی شاوخوا ته هم ګوره چی څه دي ونه ولیږی

د ژوند سفر د موټر ترین اسپ بایسکل تیاری غوندی ده
ښه فکر کوه چی څرنګه یی باید وچلوی چی ټکر ونه کړی
چی ځان هم زوبل نه کړی
او بل هم زوبل نه کړی

{/slide}{slide= کاشکی دنیا وی لکه یو کور}
کاشکی دنیا وی لکه یو کور
نه خپلو کی کینه وی نه نفرت

ټول روان وی په لار دانسانیت
نه سرحدونه وی نه فاسفورت

هر انسان ډک وی له محبت
نه نژادونه وی نه قام فرست

نه کمزوری وی نه زورور
نه جنګونه وی نه دا وحشت

نه ټوپک وی نه غریب زوریدلی
نه دا مرګونه وی نه دا جهالت

ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفی

{/slide}{slide= خدایه دا څنګه زمانه شوه ؟!}
دنیا کی یو وحشت ده
نوم د پیسو او شهورت ده
د هر چا په ژوند یی
بل کړی سور ور ده

خدایه دا څنګه زمانه شوه
په تیښته انسان له انسانه شو

انسان یی اسان ته جوړغټه
بلا دښمن کړ په نفرتونو ده
دنیا یی ټوله اخته کړی
په بدو مرضونو عذابونو ده
د خیر ښیګڼو انسیانیت
نوم  ختمیږی په ورکیدو ده
ظلم ستم په هر چا باندی
په هر ځای کی زور ده

خدایه دا څنګه زمانه شوه
په تیښته انسان له انسانه شو

هر خواته ګوری ډیر بی
زاره له خپل ژوندانه شو
د خوارنو په کی زګروی ده
خواره واره په مرضونه شو
هر چاته چی ګوری
په چیغو نارو یی زړونه شو
په ددنیا غم بارانونه راوری
لوند ورباندی هر کور ده

خدایه دا څنګه زمانه شوه
په تیښته انسان له انسانه شو

ولی زړونه رنګا رنګ خپه کیږی
څوک ښکاره څوک په پټه چیغیږی
د تور تمونو پرده خوره ده
اخیر ولی داسی کیږی
هر څوک له ژونده ناخبره ده
د څه لپاره خلک زګرویږی
انسانان دنیا رنګا رنګ دردیږی
دا هڅی د ریا خوشحالی به څه کړی
د بی چارګانو د خوښی ډیوی مړی کیږی
د یو سو ساعتو سیالی  به څه کړی
دا چی یوه خوا جوړیږی
دا څی جوړول به څه کړی
چی بله خوا یی خرابیږی
دا ارمانونه به څه کړی
د ډیرو زړونه په ناهقه ژړیږی
دنیا په شان د یوه کور ده
ذبیح لله خیر غواړه پوهیږی
د انسان انسانه یی زړه تور ده

خدایه دا څنګه زمانه شوه
په تیښته انسان له انسانه شو

ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفی

{/slide}{slide= که کابل جان دی}
ښایسته له ټول جهان دی
پیښور که کابل جان دی

خیالی وطن ګلی ګلذار دی
زما ژوند زما غرور دی
په جګو غرو سرشار دی
همغه خړپړ زما کورر دی

ما ته له ټولی دنیانه ګران دی
پیښور که کابل جان دی

مسافریکی راوریږی
غمونه توفان دی
بی له وطنه نه تیریږی
وختونه څخت ګزران دی

نه می هیریږی زما ځان دی
پیښور که کابل جان دی

په کړاونو دردونوکی
ژوندون دی خدایه
ډوب یم خیالونو کی
دا څه جنون دی خدایه

هر درد ته می درمان دی
پیښور که کابل جان دی

پردی وطن کی نه شته راحتونه
هرخواکی یی خپګیان دی
ورک شوی می خوبونه
په ما راغلی خزان دی

زما د ژوند هرارمان دی
پیښور که کابل جان دی

د بیلتون په سرو ورونوکی
یی پروتیم سوزیږم
راګیر شویم فکرونو کی
په جودایی کی یی زوریږم

د جګو غرونو ګیروګان دی
پیښور که کابل جان دی

ما ذبیح الله ته هر ټکور دی
هر رنګه بختور دلدار دی
غم درد راباندی زور دی
خپګیان په ما بادار دی

د خړو زمریو ګلستان دی
پیښور که کابل جان دی

ناخبره ورکیم له ځانه
خدایه ګیله وکړم له چانه
له خپل قسمته که دنیانه
نور ځمه دی دغم له زندانه

اخیری دیدن یی زما ارمان دی
پیښور که کابل جان دی

{/slide}{slide= پکتیا می یادیږی}
ښایسته پکتیا کی مو کورونه دي هر څومره یی هیروم
نه می هیریږی لوی یې کلاګانی دي پکتیا می یادیږی
کور د خوشحالیو اتڼونو وه اوس نه دی غلی دې زړه
می نه بیلیږی ورڅخه خیالی ځای دی پکتیا می یادیږی
توریالې د هر پیړیو دی غرنی سیمه دی تر نه خپه زړګی
می نه سبریږی په جګو غرو ښکلی دی پکتیا می یادیږی
په کی پراته هر رنګه قومونه دي په جدایی کی ژوند می
نه تیریږی د احمد زیو اصلی ټاټوبی دې پکتیا می یادیږی
د ګلستان کی هر رنګه ګلونه دي لویه خدایه غمونه می
نه ورکیږی ورکی می ټولی خوښی دي پکتیا می یادیږی
مسافری کی می ورک خبونه دي پردی وطن کی زوریږم
دلته هیڅ چاره می نه کیږی ژړا ګانی دي پکتیا می یادیږی
په ما ذبیح لله ډیره ګرانه دی هر مسافر دا وایی مسافری کی
ژوند می نه سمیږی هر قیامت مسافری دې پکتیا می یادیږی

{/slide}

{slide= غیرتی خړ پړ افغانستانه}
ښایسته له ټول جهان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
ته مو تکور هر درمان یی کور د هر افغان یی
څومره ښکولی ګلالی یې زمونږ زور هر توان یی
ته مو باغ او باغبان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
ته مو هر رڼا لکه ګروپ یې جنجالونو کی مسروپ یې
هر خوښی نه یی ویستلی یی له خبګیانه چوپ چوپ یې
ته زمونږ نوم نیشان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
ناحقه هر رنګ وزوریدلۍ د ناپوهو بچانو له لاسه ودردیدلۍ
هر بلا ته یی غورزولی یی لکه خزان وهلۍ باغونه وریزیدلی
زمونږه سر او ځان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
دغه جنګونه د نور ورک شی چی د دردونه د سپک شی
بی ګونا یی خوږ کړی وی وهلی د ښمنان دی غرق فرک شی
زمونږ ژوند او ایمان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
بی تا مو ګزاره نه کیږی بل وطن کی مو چاره نه کیږی
ته مو هر خوشحالی یی ستا د بیلتون له غمونه سره نه کیږی
د هر بچی د لوی ارمان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
خدای د دا جنګ څوړ کړی کاشکی بیا د یو ځلی راته جوړ کړی
غګ د صولی راولی هر بچۍ د په خوشحالۍ ځان موړ کړی
په ما ذبیح لله ډیر ګران یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
ذبیح لله شریفی

{/slide}{slide=دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی}

لاس کیی مو ډالر دي زور راسره ډیر دی

دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

چرس پوډر د پیسو پیداکولو ښه لار دی نیمایی اولس په د عمل ګرفتار دی
د وطن کی کوڼډی یتیمان ډیر دي زمونږ د وکیلانو دبدبه نوم نیشان په برابر دی
ټول اولس بی روزګار ګرځی مونږ په سی کتار کتار ګرځی
هر یوه باندی مو زور بر دی زمونږ د والیانو ډار په هر چا باندی خور دی

اسلام د یموکراتسی مو شعار دی فارلمان زمونږ بازاردی
دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

ښکولی موټر مو شوحرت دی ښی بنګلی مو عزت دی
دروغ فریب مو لوی عدت دی غلا زمونږ جورت دی
مخ کی ببر ګیری قومندانان وه اوس لڼډ ګیری وکیلان د پارلمان یو
هر یو مو د پردیو استخبارتو اجینټ دی چور چپاول زمونږ سیاست دی

غلامی ښه کار او بار دی دا خیسلت د هرغدار دی
دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

وطن مو ټول ګیروګان دی توجارت مو په کی روان دی
ځامن مو د هر چا په سر باداران دۍ ټول توجاران دۍ
نور خلک فارلمان کی د وطن د ګټو د تاوان خبری کړی
زمونږ د وطن خبرو کی نقسا ن دی دا مو دبدبه او دوران دی

رایګیری لوی قمار دی زمونږ سات په کی ښه تیر دی
دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

بی چاره بی کاره بی عقل بی علمه ځوانان لرو داړه ماری ته بدماشان لرو
چا که څه راته وویل تباهی وهلو ته یی ظامان لرو هر کلی کی شیطانان لرو
وطن که ورانیږی مونږه یی څه کړو مونږ دوبی غرب هیند کی کورونه لرو
د وطن د ګنجونو زخیرو خرسولو ته هر رنګه پرمان لرو مونږه دا فیلان لرو

ټو پک باډیګارد مو غرورو دی زمونږ ژوند ښه برابر دی
دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

غوغا جوړول زمونږ جال دی دا مو یو چل او ول دی
مافیا د ټول جهان راسره مل دی هر یو مو ښه تکړه غل دی
ذ بیح الله واوره که بی عقلان په دنیا نه وی وښیارانو به څه کول
په اولس اور د غریبی بل دی هیندی سیریالو نه یی د لاری حل دی

وطن هڅی هم ټول دربدر دی زمونږه په څه کار دی
دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی

د معدنونو خرسول زمونږ ارمان دی ټولی نړۍ ته مو علان دی
دۍ کار کی راسره جوړ ګاوڼډیان دي دا زمونږ ګزران دی
اولس که ژاړی او که خاندی مونږه یی څه کړو
هر یو یی فریشان دی په پښته نه کی یی تاوان دی

دغریبی له لاسه غار غار دی ټول خوار او ځار دی
دا د پټی سر دی پټی ورسته سرور دی
((((((((()))))))))
وایی که دنیا ټوله وبه ویسی
د مرغاوی د پښو له بنده دی
په وزیرانو یی څه که افغانیستان ټول چور تالا سی
د دوی هر یوه جیب کی یی خاریجی فاسپورتونه دی
لوی میسال یی پوخوانی د حجیانو وزیر ده ! ؟ !
د نورو وزیرانو مو هم دغه لار ده ! ؟ !
««««««««««««««
»»»»»»»»»»»»»»
عقل سره چی جورت
نوی څه پکار شه
شاه چی خبر له مملکت
نوی څه پکار شه

چی علم سره عمل
نوی څه پکار دی
چی حاکم اولس سره
مل نوی څه پکار دی

دنیا او دولت د چی ډیر شی
عمر یی لیږ وی څه به یی کړی
هر حاکم چی ظالم غدار شی
غم شریکی به یی څه کړی


بخت چی کوټه شی
بادشاهان ټکری خوری
قسمت چی مرور شی
هر انسان ټکری خوری


هر څوک چی ډیر غریب شی
د هر چا د تومت خبری خوری
ژوند چی ګرفتار د هر مرض شی
له هر خوا سپیړی دهر عفت خبری خوری


مینتوب عاشوقی چی په پټی دووی
داڅی عاشقان مینان به څه کړی
شاعر چی میخور لیلا فرست وی
دا غزلخوان شاعران به څه کړی

هر څوک مسافر د بل وطن شی
خوارځار او سپک شی
شعرونه د چی بی وطن شی
ذبیح الله دا شعرونه د ورک شی

ذ بیح الله شریفی

{/slide}{slide=له چا ګیله وکړو چاته ووایو ؟}

کته او پورته ټول وطن په وینو رنګ دی
یو بل سره هر وخت تربوری ګیلی مانی کړو
کته او پورته روان هر خوا کی مو جنګ دی
یو بل سره خپل منز کی جنګونه د ښمنی کړو
په خپله خپل منز کی مو بل کړی هر اور دی
په خپله مو هر دام غوړولی هر لور دی
هر تاوان اول له خپلو بی باکو مشرانو رارسیږی
له پردیو څخه ګیله نه کیږی له خپلو کیږی؟
خدایه معلومیږی نه څوک اسلی ګنا هکار دی
خدایه هر چا نه د ژوند ورکه شوی لار دی
د د ښمن هر چل هونر ځکه راباندی زور دی
د د ښمن په د کار هر لاس راباندی بر دی
راتړلی یی په پښو کی په هر نوم د جګړو زنګ دی
رانه ورکه شوی لاره د یوالی او نګ دی
د بل په ایشارو په مشوره خپله ورانی کړو
کته او پورته ټول وطن په وینو رنګ دی
یو بل سره هر وخت تربوری ګیلی مانی کړو
کته او پورته روان هر خوا کی مو جنګ دی
یو بل سره خپل منز کی جنګونه د ښمنی کړو
له یوی خوانه د ښمن د نفاق جوړ کړی راته اړم دی
له بلی خوانه بی علمی جوړ کړی راته غم دی
راغلۍ خدا یه افغانانو باندی څه بلا دی
راغلۍ په جامه کی که د نیکتای که ملا دی
له د بلا نه خلاس یدل اسانه کارنه دی
له خپل حال هی څوک له ځانه خبر نه دی
د چا یی ورانی کړی خونی خوار او ځار شول
د چا یی مات کړل سرونه خاوری په سر شول
چا نه یی وخکلی سترګی ړانده شول
چا نه یی وشکول غوګونه کاڼه واڼه شول
څوک یی جګ کړل په پنجرو کی
څوک یی کینول په چل په وزرو کی
راوی غورزول له جګو جګو پاڼډونه
راوی شکولی غاړی ګاری بګاری ګریوانونه
د هر چا زړه نیولی د دردونو زنګ
د هر چا زړه خدایه له د جکړو تنګ دی
د بل د ګټو لپاره هر رنګه قربانی کړو
د بل په ایشارو په مشوره خپله ورانی کړو
کته او پورته ټول وطن په وینو رنګ دی
یو بل سره هر وخت تربوری ګیلی مانی کړو
کته او پورته روان هر خوا کی مو جنګ دی
یو بل سره خپل منز کی جنګونه د ښمنی کړو

{/slide}