ای هیواده

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزی غزنوی
ای هېواده ای هېواده
د دنیا د زړګي یاده
څومره ښکلی او ودان وې
باعزته په جهان وې


کور او کلي دی آباد وو
دا اولس دې ټوله ښاد وو
د دښمن په زړه کې خار وې
د دوستانو افتخار وې
خوشالخان که غنی خان وو
ماشو خیل او که رحمان وو
مولانا که سنایې وو
دغه ټول له تا راضي وو
ته دعلم مدرسه وې
د آدابو خزانه وې
تا روزلي نابغې وې
چی لیکلې یې فلسفې وې
ته معلم وې د دوران
ښایسته تر ټول جهان
تا روزلې دې پوهان
باغیرته با توران
ته ټاټوبی د نازو یې
ته پالونکی د عینو یې
تا روزلی احمدشاه ده
د محمود په شان پاچا ده
ښایسته دی سم او غر وو
پاکیزه دی لر او بر وو
ستا باتورو جنګیالانو
ستا زړه ورو شاه ځلمیانو
انګریزان تنبلی شاته
شورویان یي بلې خواته
د هټلر ټانکونه سست وو
چنګیزیان په منډه مست وو
په تاڅه وشوو وطنه
ای د لوړعزت لمنه
تا مدام زمریان روزلي
دا کارغان چا را وستلي
چې لګیادي په مردارو
مخ دې تورشي د غدارو
دوستمیان که حضرتان دي
داعشیان که طالبان دي
دا خلقیان که پرچمیان دي
ستمیان که شعله یان دي
دا حزبیان که جمعتیان دي
اتحاد که وحدتیان دي
ستا د هر څه دښمنان دي
انسانډوله حیوانان دي
یو سرکوزی شوروی دی
بل له اصله پرنګی دی
یو لاسپوڅی د ایران ده
بل مریی د پاکستان ده
یومزدور دی د عربو
د بوجهلو بولهبو
جنایاتو ته تیاردي
ښځه او نر دوی نه بیزار دي
تور اوسپین خیرنی ږیرې
کالی خیرې ګریوان څیرې
سپین پټکي یې په سرتړلي
موږ یې ټول در په در کړی
اسلامی داړه ماران دې
ستا په پاکه خواره باندې
تجارت کړي د ډالرو
د کلدارو او سرو زرو
رنګ دي ورک شي د مرییو
نوکران دي د پردیو
جنایات یې دومره کړي
چې چا نه دي اوریدلي
که چنګیز بیا را ژوندی شي
نو و دوی ته به مریی شي
که تیمور له قبره پاڅي
له خوښی نه به وناڅي
ضرورت څه و شیطان ته
چی راغلی دا جهان ته
دوی په خپله شیطانان دي
تر شیطان نه استادان دي
په غضب د خدای ککړ دي
د لعنت ویلو وړ دي
ای زما ښکلی وطنه
ای زما روح او بدنه
په ما ګران تر سر او ځانه
تر مذهب او تر ایمانه
ای د ځمکې د مخ پته
ای همزولی د جنته
تا نه ورک به لوټماران کړو
ورک به ټول داړه ماران کړو
تا به بیرته مونږ ودان کړو
تا به رشک ګلستان کړو
در نه ځاردی عزیزان شه
صدقه دې هرافغان شه

عزیزی غزنوی
تورنتو   کانادا