مخمس برغزل حمزه بابا

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


عزیزی غزنوی

سل رنګه ادا کوی په سترګو کې
سحر که سودا کوی په سترګوکې
د زړونو تالا کوی په سترګو کې
ګوره چې خندا کوی په سترګو کې


کار د مسیحا کوی په سترګو کې
+++
یو ځلی ته دې پلو ته را بسی
ځان به درنه ځار کړمه که زما بسی
هیله ده چې زما سره پخلا بسی
یو ته قهر بل ته مهر شابسی
دا کوی هم دا کوی په سترګو کې
+++
وارمې په زړګي باندې اوربل کوی
یاره سپیلنی می ستا کتل کوی
خوله دې لکه پونګه سپڼیدل کوی
مخ دی که وعدې د سبا تل کوی
ته راته بیګا کوی په سترګو کې
+++
نه دې شته له چا سره وفا ځکه
دومره بې پروایې محبوبا ځکه
کړې په هرمین باندې جفا ځکه
شوی په آشنایې کې نا آشنا ځکه
ځای د هر آشنا کوی په سترګو کې
+++
تل ستا د ښایست صفت به زه کوم
تا ته عزیزی د زړه خواله کوم
ستا مینان ډیردی زه به یي څه کوم
زه حمزه دعا درته په خوله کوم
ته راته ښکنځا کوی په سترګو کی

عزیزی    غزنوی 

تورنتو    کانادا