نوې سمفوني

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

دنیا فتنو نیولي وه

فتنو هم ښه زور اخستي و

او دا له فتنو ډکه دنیا

د زور او زیاتي خواته

نه ستومانونکي مزلونه وهل چې پای یې هم معلوم نه و

پوهیدو یا نه پوهیدو له ډاره یا له جبره

موږ هم

له دی کاروانه سره ملگري و

اوهر نیواک، مستبد، جابر

او استیلاگر ته مو

لاسونه پړه قول هورا، هورا ویل

او د الله اکبر په چغو

مو بدرگه کول

بلاخره

دا له فتنو ډکه دنیا خپله

فتنه کې راگیره شوه

داسي فتنه چې

سرمایه، کمونیزم

او مذاهب ټول یې

قفس ته کړل

او هر یو د خپل ځان

د ساتنې له پاره

ځان زنداني کړ

اود یو بې وزله

بې وسه او بې کسه مرغۍ په شان

قفسو کې ترپکې وهي

نه الوتلای شي

اونه هم بحر ته ورتلای شي

رڼې، رڼې گوري

او خلاصون غواړي

او لا هم نه پوهیږي چې،

د نظم او توازن نوې سمفوني،

په غږیدو ده

او دا د فتنو جابرې او مکارې دنیا ته

نوی درس، نوی کمال، نوی جمال

او د ژوند نوی سلوک وربخښي

چې نوم یې دی نړۍ وروسته له کرونا!

 

۱۴.۰۴.۲۰۲۰

وایله

دنمارک