نهیلي هیلې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 نهیلي هیلې

 مورنی کلی می خپه دی د غم کوکې وهي

پرهر پرهر له وینو ډک زړگی یې څړیکی وهي

ترخې کیسې هم چم گاونډ او له پردو نه لري

ژاړي په لوړکومي گیلې خپلو بچو نه لري

وایي که نن مې تر پښو لاندې غلیمان رغړوي

ورسره جوخت مې ځان پلورونکي زورواکان کړوي

له څړیکو کریږو او زگیرویو نه مې خوند اخلي

په  ویر رنځونو یې اخته کړم اوس مې ژوند اخلي

دلته کوربه او کوربانو نه اډماران جوړ شوي

دلته پردو سره پلمو کې ټگماران جوړ شوي

ترغۍ تالان په وینو لیت ستي په اور یې کړمه

په دښمنۍ کې یې راښکیل تربور د ورور یې کړمه

ما ته زما د زړگي بڼ ښکلیو غاټول گلانو

ما ته د بڼ په غوړگو بوټو کې مې ټول گلانو

یه در واري شم تاړاک وړې مور مو ننگ غواړي !

یو خوږه مینه توده غېږه څنگ تر څنگ غواړي

نور مې پردو لاسو کې مه پریږدې چې ولوبيږم

ښکار له لمسون سره سورکو وینو کې ولمبيږم

پاڅې یووالي کې خپلواکه اراده جوړه کړئ

یوې سپیڅلې رښتیا لار ته مو وسله جوړه کړئ

س . سیلنی

۱۳۸۱ لمریز ورستۍ میاشت