په جگړه ځپلي افغانستان کې د طبابت په برخه کې د یوې پښتنې پیغلې بې ساری پرمختگ

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې، چیرته چې د وروستیو لسیزو جگړو او ناخوالو له امله په گڼ شمیر سیمو کې یې نجونو ته پوره تعلیم کول هم اوس یو خوب گڼل کیږي، یوې پښتنې پیغلې په لنډ وخت کې په طبابت کې دومره پرمختگ کړی چې اوس نارینه ډاکټران یې لا له تجربو زده کړه کوي

.

خاطره ذهین فیض په افغانستان کې لومړنۍ او یوازینۍ ښځینه ډاکټره ده چې د زړه «د درملنې او تشخیص پروسیجرونو» په برخه کې یې سپیشلټي کړې او په دې برخه کې کولای شي په یوازې سر، د زړه علاجي او تشخیصي پروسیجرونه ترسره کړي.

په افغانستان کې ښځې ډاکټرانې اکثره د ښځینه امراضو ماهرینې دي، او یو ډیر لږ شمیر یې بیا د زړه د داخلي ناروغیو په څانگه کې کار کوي، خو د زړه د علاجي او تشخیصي پروسیجرونو په برخه کې ډاکټره خاطره ذهین فیض لومړنۍ گڼل کیږي.

ډاکټرې خاطرې فیض امریکاغږـ ډېوه ته وویل چې کورنۍ یې په لومړي سر کې په پاکستان کې کډوال و، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کله چې هغه خپله لا ماشومه وه، افغانستان ته ستانه شول او د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته یې خپل تعلیم پخپل هیواد کې ترسره کړ.

په ٢٠١۴ کې له کې اېم یو (کابل میډیکل یونیورسیټي) څخه فارغه شوې او بیا یې د زړه د ناروغیو په برخه کې تخصص (سپیشلیټي) اخیستی دی.

له درېیو کلونو راهسې د زړه د مداخلوي پروسیجرونو (Interventional Cardiology Procedures) په برخه کې کار کوي.

دغه ډول پروسیجرونه کیدای شي د مرض د تشخیص په مقصد ترسره شي، لکه انجیوگرافي، او یا هم کیدای شي چې مقصد یې د زړه د ځینو تکلیفونو علاج وي، لکه د زړه د تنگو شویو حلقوي رگونو پراخول، یا د زړه د تنگو شویو والونو پراخول او داسې نورې علاجي عملیې. دا آپریشنونه په افغانستان کې ډیر کم ترسره کیدای شي او یوازې یو څو د گوتو په شمار صحي مرکزونه یې د ترسره کولو وړتیا لري.

په افغانستان کې اکثره ښځې ډاکټرانې، د ښځینه امراضو ماهرینې دي، خو ډاکټرې خاطرې جلا لاره غوره کړې ده

٢٨ کلنه ډاکټره خاطره ذهین فیض په تېرو درېیو کلونو کې زیاتې لاسته راوړنې لري. هغه وایي چې تر اوسه یې په یواځې توگه د زړه د ناروغیو په تړاو، له ٢٠٠٠ زیات پروسیجرونه ترسره کړي چې پکې تشخیصي انجیوگرافي، کورونري انجیوپلاستي، سټیننگ، او داسې نور غټ او واړه جراحي پروسیجرونه شامل دي.

پر دې سربېره، ډاکټره خاطره ذهین فیض معتبرو نړیوالو جورنالونو او رسنیو ته هم د طبابت په اړوند څېړنیزې لیکنې کوي. د هغې وروستی مطلب، په یوروپین هارټ جورنال کې چاپ شوی چې په یورپ کې د زړه د ناروغیو د سوسایټي معتبره نشریه ده. سربیره پر دې یې، په امریکا، مصر، او نورو هیوادونو کې هم په عالمي سیمینارونو او څیړنیزو غونډو کې د افغانستان په استازیتوب گډون کړی دی.

ډاکټره خاطره وایي چې پر میډیکل لیکنو علاوه یې، د سکولونو (ښوونځیو) شاگردانو ته هم په د کانکور (د داخلې) آزموینې دپاره، درې کتابونه لیکلي دي.

ډاکتره خاطره ذهین فیض امریکا غږ ـ ډېوه ته وویل: «خوشحاله یم چې پخپلو کړنو او علمي پرمختگونو مې، د سیمې او نړۍ په کچه د افغانو نجونو د وړتیا او عزم یو غوره تصویر وړاندې کړی دی، او هیله منه یم چې هره پښتنه پیغله وکړای شي په تعلیم کې د زلمو جوگه شي او آن له هغو هم مخ ته ولاړه شي.»

د بشري حقونو د څار اداره (Human Rights Watch) وایي له ٢٠٠١ کال راهیسي چې افغانستان کې د نجونو د تعلیم دپاره د حکومت او نړیوالو مرستندویه هیوادونو او موسسو کومې هڅې روانې وې، هغه په دې وروستیو کلونو کې پڅې شوي.

هیومن رایټس واچ زیاتوي چې په افغانستان کې اوس مهال له هرو درېیو نجونو څخه چې باید تعلیم وکړي، کابو دوه تنه یې له تعلیم کولو څخه محرومه پاته دي.