امیر کړور سوري

ژوندلیک
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امیر کروړ د امیر پولاد زوی مشهور په «جهان پهلوان» د ملک شنسپ له اولادې د غور د سوری کهاله یو نومیالی امیر او د پښتو ژبې ډېر پخوانی شاعر و.
د پټې خزانې مؤلف محمد هوتک د ده په باب کې داسې لیکی:
«نقل کا؛ زبدة الواصلین، شېخ کټه متی زی غوریاخېل په خپل کتاب «لرغونې پښتانه» کې چې دی له «تاریخ سوری» څخه چې په بالشتان کې یې کتلی او موندلی و، شېخ کټه علیه الرحمة هسې وایی چې په تاریخ سوری کې راوړی:
چې امیر کرود د امیر پولاد سوری زوی و، چې په کال ۱۳۹ هجری کې د غور په مندېش کې امیر شو، او «جهان پهلوان» یې باله.

وایی چې د غور کوټو نه، او د بالشتان او خیسار او تمران ماڼی او برکوشک یې ټول ونیول، او د رسالت له کهوله یې په خلافت کې ډېرې مرستې وکړې.
نقل کا: چې امیر کروړ ډېر غښتلی او پهلوان و، په یوه تن له سلو جنګاورو سره جنګېدی ځکه یې نو «کروړ» باله چې معنی یې ده کلک او سخت.

وایی چې امیر کروړ به په دوبی «زمینداور» کې و او هلته به یې ماڼۍ درلوده چې کټ مټ د مندیش په شان وه او په دغه ځای کې یې ښکار کاوه او عشرت. په تاریخ سوری کې راوړی چې دا امیران له پېړیو په غور او بالشتان او بست کې و، او د هغه «سور» نومی له اولاده دی چې د سهاک له پښته و. امیر پولاد په هغه دعوت کې شریک و، چې ابوالعباس سفاح د بنی امیه سره جګړه کړله، او ابومسلم یې هم مرستی و.
په تاریخ سوری کې محمد ابن علی البستی داسې کښلی دی چې: د عباس دعوت په جنګو کې چې امیر کروړ، ډېرې سوبې وکړلې نو یې دا بیتونه وویل، چې «ویاړنه» یې بولی - هغه دا دی چې شېخ کټه علیه الرحمة له تاریخ سوری رانقل کړی دی:
د امیر کروړ جهان پهلوان ویاړنه
زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته په هند و سند و پر تخار او پر کابلنشته

بل په زابل نشته
له ما اتل نشته
غشی د من مې ځی برېښنا پر میرڅمنو باندې په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدونو باندې
پر ماتېدلو باندې له ما اتل نشته
زما د بریو پر خول تاوېږی هسک په نمنځ و په ویاړ د آس له سوو مې مځکه رېږدی غرونه کاندم لټاړ
کړم ایوادونه اوجاړ له ما اتل نشته
زما د تورې تر شپول لاندې دی هراتو جروم
غرج و بامیان و تحار بولی نوم زما په اودوم

زه پېژندو یم په روم
له ما اتل نشته
پر مرو زما غشی لونی ډاری دښن راڅخه د هر یوالرو د پرڅنډو ځم تښتی پلن راڅخه
رپی زړن راڅخه له ما اتل نشته
د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه په بادارۍ مې لوړ اوی د کول د سور وکړه
ستر مې تربور وکړه له ما اتل نشته
خپلو وګړو لره لور پېرزوینه کوم دوی په ډاډینه ښه باسم ښه یې روزنه کوم
تل یې ودنه کوم له ما اتل نشته
پر لویو غرو مې وینا درومی نه په څنډو په ټال نړۍ زما ده نوم مې بولی پر دریځ ستایوال
په ورځو، شپو، میاشتو و کال له ما اتل نشته
شېخ کټه علیه الرحمة له «تاریخ سوری» نقل کا چې:

«امیر کروړ عادل او ظابط او د ښې وینا خاوند و، ده به هر کله شعرونه ویل، په کال ۱۵۴ هجری د پوشنج په جنګو کې مړ شو، او تر ده وروسته یې زوی امیر ناصر ایوادونه (هېوادونه) ضبط کړل، او د غور او سور او بست او زمینداور پر مځکو خاوند شو»

د امیر کروړ په هکله دا پورتنۍ لیکه د ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا د کتاب د افغانستان نومیالی نه اخیستل شوې