ملی بیرغ زمونږ د ملي هویت او وحدت سمبول

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

ملتونه په ملي ارزښتونو او مقدساتو ژوندي، راټول او متحد وي او په ګډه د خپلو ملي ارزښتونو ساتنه او پالنه کوي او په دې برخه کې حتی خپل سر، ځان او ژوند نه درېغوي. د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ زموږ د تاریخي شالید او بېلابېلو حالتونو ترجماني کوي. یانې که موږ په دقت خپل ملي بیرغ ته ځیر شو، نو زموږ د زرګونو کلونو تراژیدۍ، بریاوې او سرښندنې زموږ د بیرغ په تور، سور او زرغون رنګونو کې نغښتې دي

.

له همدې امله ملي بیرغ د ملي هویت او ملت جوړونې بنسټ جوړوي، د ملتونو ملي ارزښتونه فرق کوي، خو هر ملت خپلو ملي ارزښتونو ته بېدرېغه درناوی لري، ځکه همدغه ملي ارزښتونه موږ د ژوندي او واحد ملت په توګه یاد او ښاد ساتي.

د ملي ارزښتونو له ډلې یو هم ملي بیرغ دی. ملی بیرغ زموږ دهویت او زموږ د حیثیت ، یووالي او خپلواکۍ نښه ده چې زموږ اتلانو او نیکونو په خپلو وینو ساتلی او په هر ځای او هر زمان کې یې ورڅخه په مېړانه او زړورتیا دفاع کړې.

ملی بیرغ هغه علامه یا نښان دی چې موږ د واحد ملت په توګه معرفيکوي او زموږ د خلکو استازیتوب کوی. ملي بیرغ هغه ملي نښان دی چی همېشه د یو ملک حکومت یا هم اولس یې د خپل یووالي او ازادۍ د نښان په حیث رپانده ساتي ، تر څو یې نړی ته وښیي چې دا زمونږ طاقت او د یووالي سمبول دی.

زموږ  هېوادوال په بېلابېلو بڼو د خپل ملي بیرغ د رپاند ساتلو لپاره بېدرېغه هلې ځلې کوي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین د خپل سر او وینې په قېمت د هېواد په سرحدونو او بېلابېلو برخو کې په دې برخه کې شپه او ورځ په خدمت بوخت دي. ملي لوبغاړي مو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو مټو، وړتیا او ورزشي مهارتونو له برکته ملي بیرغ رپاند ساتي، ټولو ته ښایي چې د خپل ملي بیرغ درناوی وکړي او د رپاند ساتلو لپاره یې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

ملی بیرغ په یوه ټولنه کښی ډیر قدر لری او خلک یي د خپل ایمان په څیر ساتنه او عزت کوی او هیڅکله د هغه بې عزتي نه کوي ځکه د بیرغ یا هم د ملی ارزښتونو سپکاوی جرم ګڼل کیږی . د ملي بیرغ په ګډون نور ملي ارزښتونه او مشترکات موږ د واحد افغان ملت په توګه ژوندي ساتي، نو له همدې امله د خپلو ملي ارزښتونو او مقدساتو درناوي ته باید نهایت زیات پام وکړو.

ملی بیرغ باید پر کوم ځایو کی ونه نښلول شی لمړی ، د موټرو پر بانټ یا هم شاوخوا د ملی بیرغ نښلول یا هم په رنګ رسمول یو جرم دی ، د ملی بیرغ څخه د دستمال او یاهم غاړی د څادر کار اخیستل ښه نه دی .

کاشکې زموږ په هر کور یا حداقل په هر کلي کې یو ملي بیرغ د کلي د مشر، جومات او یا ښوونځي په سر رپاند وای، له دې سره به هم د ملي بیرغ مینه د خلکو په زړونو کې ژوندۍ وای، هم به د ملي ارزښت په توګه د بیرغ ساتنه، پالنه او درناوی شوی وای او هم به زموږ کمکیان او زلمکیان له خپل ملي بیرغ او د هغه له شان او حیثیت سره بلد او خبر شوي وای.