د فساد ضد مبارزه د حکومت مهم لومړیتوب

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د فساد ضد مبارزه د حکومت د لومړیتوبونو په راس کې ده او په دې برخه کې یې عملي هڅې او اقدامات کړي، چې د ارزښت وړ دي، خو لا هم کافي نه ګڼل کېږي، ځکه په تېره یوه نیمه لسیزه کې فساد بېخي په میکانیزم بدل شوی چې پر وړاندې یې د جدي مبارزې اړتیا ده، تر څو د فساد رېښې وچې شي. په دې برخه کې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول د دیني علماو رول او اقدامات ځانګړی ارزښت لري

.

د روان میلادي کال د اپریل په ۲۴ په کابل کې ”د فساد کموالی د سولې پرمختګ“ تر شعار لاندې د فساد ضد مبارزې دوه ورځني کنفرانس کې  د فساد د مخنیوي په لارو چارو په کې بحث وشو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لسګونو بهرنیو سفیرانو او د ملګرو ملتونو سازمان استازو پروړاندې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه وویل، لا هم ټولې تګلارې نه دي پلي شوي او لا هم له فساد سره مبارزه ننګونې لري.

نوموړي د لومړي ځل لپاره د بودیجې د وېش په برخه کې د رونټیا د رامنځ ته کولو یادونه او پر دې ټینګار وکړ چې له اداري فساد سره د دوی مبارزه بریالۍ  ده، خو په یوشمېر برخو کې عملي هڅې نه دې شوي، تر دې دمه د حکومت ټولې هڅې نه دې پلي شوي يو شمېر وزارتونه وروسته پاتې دي.

ښاغلي غني دغو وزارتونو ته تر جولای او نومبر میاشتو پورې وخت ورکړ چې د فساد ضد مبارزه پیل کړي له بده مرغه په دې برخه کې د دولت ګډه هڅه نه ده پېل شوې. ولسمشر غني زیاته کړه په هیواد کې یې د ټولو وګړو دریمه برخه ډوډوۍ نه لري او له همدې امله له فساد او بې وزلۍ  سره مبارزه جدي او اړینه ده،

د افغانستان پر بیا رغونه د څار ځانګړې امریکایي ادارې سیګار مشر جان سپکو له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د باوري حقوقي او څارونکي سیسټمونو پر جوړ ولو ټینګار لري. نوموړي په یادکنفرانس کې وویل اداري فساد د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی اوله ترهګرۍ سره مبارزه لومړیتوب لري، خو اداري فساد سره هم باید مبارزه جدي او چټکه شي.

دملګرو ملتونو د رونټیا سازمان د فساد په اړه په خپور شوي رپوټ کې ویلی چې دافغانستان د اداري او د اقتصادي فساد په برخه کې د هغو لسو هیوادونو په کتار کې دی چې تر ټولو ډېر فساد پکې کیږي.

 د اداري فساد پر ضد مبارزې د خلکو پام راواړو او دغې مبارزې پراخ هرکلی وشو د ادارې فساد پر ضد مبارزه زمونږ د هیواد دحکومتولۍ په جدي لومړیتوبونو بدله شوې، ځکه چې د فساد له پلوه افغانستان د نړۍ د مفسدو هیوادونو په لومړي کتار کې ځای درلوده، خو د تېرو درې کالو مسلسلو هلو ځلو او فساد ضد مبارزې له برکته افغانستان له دریمې درجې څخه یو دېرشمې درجې ته ولاړ.

د اداري فساد لپاره د لوی څارنوالۍ  دیني عالمان د ټولنې با نفوذه وګړي یادوي او وایي چې دوی د عدلي او قضایي ادارو ترڅنګ د فساد په مخنیوي کې ښه رول لوبولی شي، د علماوو شورا غړي او ویاند قاسم حليمي وایي علما به د مفسدو څېرو په افشا کېدو د فساد مخنیوي ته ودانګي، علمای کرام دې د ټولنې د اصلاح لپاره له هر منبره غږ پورته کړي په هر چا کې چې فساد شته او تاسې  پرې خبر یئ د هغه نوم واخلئ.   

دفساد په مخنیوي کې که له یوې خوا د علماوو رول مهم ګنل کېږي، بل لور ته نیوکه کوونکي وایي د اداري فساد مافیا او سترې کړۍ نه جوماتونو ته ځي او نه هم د علماوو خبرې اوري،دوئ وايي دیني عالمان او د ټولنې نور قشرونه اصلاحي رول درلولی شي خو ټینګار کوي چې د فساد ریښو وچولو لپاره د حکومت عملي ګامونه اړین دي.