د بېکاري او بې وزلي چاره پکار ده!

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


محمد بشیر یوسفزوی

سره له دې چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ګڼ فرصتونه او پرېمانه طبیعي زېرمې لري، مګر د دې باوجود هم افغانان له بېکارۍ او بې وزلۍ څخه ځورېږي. د دې دواړو لوی لامل جنګ او ناامني ده. ځکه چې جګړې هر څه مروړلي، خلک یې وېرولي، تاسیسات، فابریکې او د شغلونو د ایجاد مراکز او بنسټونه یې له یوې مخې ویجاړ کړي دي، له دې امله ګڼ خلک هم وزګار او هم بې وزله دي

.
د بې وزلي او بې کاري دواړو اساسي چاره پکار ده، ځکه تر هغو چې د دې چاره ونشي، نو نه روانه جګړه بندېدلی شي او نه هم ټولنه ثبات ته رسېدلی شي. دا اوس هم د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې ډېری هغه ځوانان جنګېږي چې یا وزګار دي او یا هم بې وزلي په مخه کړي دي. دښمن د دوی له دغو دواړو مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه اخیستې، دوی ته یې د دروغو تمې ورکړي. دوی یې په یوه او بله پلمه تېرېستلي او په لوی لاس یې د خپل ولس، هېواد ا ونظام پر وړاندې د جګړې په ډګر کې ودرولي دي او هره ورځ بې ګناه خلک ورباندې وژني.

زموږ لویه بدبختي داده چې اوږدې جګړې مو د هېوادوالو ژوند اخیستی، هره ورځ یې وژني او بدمرغه کوي او له بلې خوا د دوی له مجبوریتونو څخه په استفادې د جګړې لپاره سربازګیرۍ هم د ولسونو له منځ څخه کېږي. زموږ ولس زموږ د ولس په لاس بې موجبه وژل کېږي، او بدبخته کېږي. د دغې بدمرغه لړۍ د ختمولو لپاره اساسي فکر او چاره پکار ده.

اساسي چاره په بېلابېلو ابعاد کې ممکن او اسانه ده. لومړی دا چې دولت دې خپله لاس پکار شي، وزګارو خلکو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي. ځوانان دې عربي او نورو هېوادونو ته د قرارداد له لارې واستوي. د دې کار به دوه ګټې وي، یو خو به زموږ ځوانان لاس پکار شي، کسب او کار به زده کړي او دویمه ګټه یې داده چې دوی به هم خپلو کورنیو ته او هم خپل هېواد ته د حلال عاید او ګټې وټې لامل شي.
د دې ترڅنګ دې حکومت خصوصي سکتور، پانګوال او بهرنیان په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي د دغو پانګونو له برکته به په کور دننه زموږ ځوانانو ته کاري شغلونه او فرصتونه برابر شي. کله چې ځوانان پکار شي دوی به له جګړې لاس په سر شي او د جنګ پرځای به حلال کار او رزق ګټلو ته مخه کړي. څومره چې په هېواد او ټولنه کې کار زیات او ځوانان مصروف شي، نو همغومره د بې کارۍ او بې وزلۍ ګراف ورسره راکمېږي او د دغه ګراف کمېدل د جګړې د شدت پر کموالي مستقیم اغېز لري، ځکه کله چې زموږ ځوان قانوني کار او د عاید لاره چاره ولري، نو له جنګ څخه به لاس واخلي.
د دې ترڅنګ دې حکومت د کروندګرو ملاتړ وکړي، دوی ته دې اسانتیاوې ورکړي، پورونه دې ورکړي، تخمونه دې ورکړي. ماشینونه او ترکتورونه دې ورکړي. د اوبو لګولو سیستمونه دې ورته فعاله کړي. د دوی پیداوار دې په ښه بیه واخلي. مارکېټ او بازار دې ورته پیدا کړي. بهر ته د صادرولو لارې چارې دې ورته ولټوي. همداسې دې د مالدارو سره د مالدارۍ په برخه کې مرستې وکړي، تر څو د لبنیاتو او غوښو له واردولو بېغمه شو، هغه پیسې چې په لبنیاتو او غوښو په نورو هېوادونو کې لګول کېږي هغه دې په کور دننه مصرف شي هم به ارزانه، هم باکیفیته غوښې او لبنیات برابر شي او هم به ورسره زموږ د خلکو ژوند ښه شي. کاري فرصتونه به ایجاد شي او خلک به د حلالې مړۍ او ډوډۍ خاوندان شي.
سره له دې چې ولسمشر غني تل په دې برخه کې د حکومت د کړنو او داخلي تولیداتو ته د ترجیح ورکړو یادونه کړې، مګر په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده، تر څو هم هېواد د نورو له احتیاجه خلاص شي، هم خلکو ته کاري زمینې برابرې شي. هم مو پیداوار زیات شي او تر ټولو مهمه دا چې خلک ارام ژوند ته مخه کړي او له جګړو لاس په سر شي.