د موازي ادارو مخنیوی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې  د موازې ادارو د پاړسوب د مخنیوي لپاره به ټولې خپلواکې او غیر ضروري ادارې، چې په ناسنجول شوي شکل او همدارنګه د بین المللي همکارانو په وړاندیز د دولتي ادارو پرځای رامنځته شوې دي، د ټولو په اړه به غور کېږي او په هغه صورت کې چې اړتیا یې په روښانه ډول محسوس نه وي، ښایي لغوه شي

.

په دې برخه کې ولسمشر غني له دقیقو ارزونو وروسته خپل لومړي اقدامات وکړل، ځکه د ځمکو خپلواکه اداره یې له ښار جوړولو وزارت سره مدغمه کړه، د مسلکي زده کړو معینیت یې د پوهنې وزارت او د کانکور کمېټه یې د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټ او د حج اداره یې د حج او اوقافو وزارت له چوکاټ وېسته او همدارنګه یې د ملکي هوایي چلند اداره له ټرانسپورټ وزارت سره یو ځای کړه.

کوم کسان چې په اوسنیو ادارو کې کار کوي، ټول د تخصص او کاري سابقې له مخې دولت ته انتقالېږي. پر دې بنسټ د دغو ادارو لغوه کول د بېکاري لامل نه کېږي، بلکې د ادارې او نظام په موثریت بدلېږي، ځکه له یوې خوا د ادارو ترمنځ د وظیفوي تداخل مخه نیول کېږي. له بلې خوا د دوی دندې او وظایف په واضح توګه سره تفکیک کېږي.

په تېرو کلونو کې ناسالم اداري فرهنګ منځته راغی چې له امله یې بېلابېلې ادارې د خپلواکو ادارو په نوم رامنځته شوې چې فعلاً یې شمېر ۲۵ ته رسېږي. سره له دې چې د دې ادارو موخه په نظام کې د موثریت او شفافیت رامنځته کول دي، خو په خپله د عدم موثریت او په ځینو مواردو کې د فساد د رامنځته کېدو لامل شوې دي. دا ادارې چې د کوم وزارت تر مدیریت او څارنې لاندې نه دي، هيڅ بنسټ ته ځواب ویونکې نه دي.

ولسمشر هم په هيڅ وجه د دې بنسټونو د کړنو د څېړنې او ارزونې توان نه درلود، نو له همدې امله دغه ادارې یوه په بله کې مدغم شوه او کومې چې باید د وزارت له چوکاټه جلا شوې وای جلا شوې او دغه لړۍ که همداسې د ټولو ادارو په برخه کې ادامه ولري، نو باور دی چې په راتلونکي کې به ښې پایلې ولري. اصلي ادارې باید د نظام د جوړښت په داخل کې پیاوړې شي. موازي ادارې د نړۍ په هېڅ ځای کې د موثریت لامل شوې نه دي. هغه ادارې چې د یوې اړتیا له مخې رامنځته شوې دي، په هغو کې د خپلواکي مانا د پروګرامونو او دندو د ترسره کولو په برخه کې خپلواکي ده، نه د حساب د نه ورکولو خپلواکي. دا تصور چې یوه خپلواکه اداره د هيڅ ارګان یا بنسټ پر وړاندې ځواب ویونکې نه ده، له قانوني پلوه استناد نه لري.

 ټولې دولتي ادارې په ځانګړي ډول هغه ادارې چې د ولسمشري بنسټ اړوند دي، د نورو قانوني بنسټونو پر وړاندې چې د اساسي قانون په واسطه ټاکل شوې دي، مسوولیت لري. له حساب ورکولو پرته خپلواکي له قانون څخه د تېښتې او مطلق العناني په مانا ده او مطلق العناني په یو ولسواک نظام کې ځای نه لري. ادارې دې فعاله شي، موثره دې شي، خدمتګاره دې شي او د خدماتو پر وړاندې کولو دې متمرکزه شي، تر څو هم د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي او هم د دوی رضایت او قناعت حاصل شي او هم د ولس او حکومت تر منځ واټن راکم شي.