د ولسمشر غني د سولې ټولشموله پلان

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
محمدبشیر یوسفزوی
ولسمشر غني په کندهار کې مشرانو، متنفذینو او علماو ته په وینا کې وویل چې په راتلونکو دوه میاشتو کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک شي. دا تړون لږ ډېر تخنیکي او سیاسي دی، نو له دې امله دا ماته پرېږدئ، مګر ورپسې چې د سولې تفصیلي پلان دی، په هغه کې به بیا د افغانستان د ولسونو، علماو، ښځو او بېلابېلو اقشارو استازي ګډون لري او هر څوک به په کې خپل رول په منظمه توګه ادا کړي
.
نوموړي همدارنګه د ترکیې دولتي رادیو تلویزیون سره په مرکې وویل، "په پیل کې د سولې هغه پلان چې زه یې لرم، ټولشموله دی. په دوحه کې د خبرو په وروستي دور کې چې مدني ټولنې، ښځو، ځوانانو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو په کې ګډون کړی وو، په خودجوشه، خو په څرګند ډول له «جمهوري نظام» څخه دفاع وشوه. کله چې د سیاسیونو په اړه خبرې کوو، هغه سیاسي ګوندونه مې هدف نه دی، چې ځانګړې ټاکنیزې حوزې لري.
آیا هغوی پخپله دې کار ته ځانونه انتخاب کړي؟ اساسي موضوع دا ده، چې د افغانستان حکومت، د افغانستان د خلکو منتخب استازی دی. د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته هېڅ ډول حرکت نشي ترسره کېدای. آیا د سیاسیونو یوه ډله کولای شي [د خبرو د لوریو] سیاسي بندیان آزاد کړي؟ یقیناً چې دغه صلاحیت یوازې له حکومت سره دی."
د سولې د مذاکراتو ترسره کول یو اجرائیوی صلاحیت غواړي، ځکه څوک چې اجرایوي صلاحیت ونه لري، نو د مذاکراتو پایلې او پرېکړې به څوک او څنګه عملي کوي، نو په دې خاطر باید افغان سیاسیون بې ځایه د مذاکراتو په نامه نه وخت ضایع کړي، نه د سولې برابر شوی فرصت ضایع کړي او نه هم طالبانو ته بې ځایه دا هیله ورکړي چې دوی د غرور احساس وکړي او یا د برترۍ احساس وکړي او یا هم د قوت احساس وکړي.
په دې برخه کې د ښاغلي غني محاسبه او وړاندوینه ځکه دقیقه ده چې نوموړي نړۍ لیدلې، د سولې بېلابېل تړونونه یې له نظره تېر کړي، نو هغه هم وضعیت تحلیلولی شي، هم مناسب او معقول موقف نیولی شي او هم مذاکرات په ښه توګه مدیریت کولای شي او دا طالبانو درک کړې، ځکه نو له حکومت سره له مذاکراتو انکار کوي، نوموړی وایي: "د هوکړه لیک د تطبیق موضوع ده. ما د سولې له سلو زیاتې هوکړې لوستې دي. یعنې پر دې مسئلې مې یو عمر کار کړی دی. په همدې دلیل باید سم او حساب شوی عمل وکړو. دوامداره سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده، څو ګڼو مسایلو ته پام وشي. په همدې دلیل د سولې بهیر هره برخه مختلف شریکان، مختلف صفونه او مختلف ائتلافونه لري. په دې برخه کې اصلي موضوع د ښاروند‌محور [سولې هوکړه‌لیک] تائیدي میکانېزم دی. "
د سولې مذاکرات هغومره اسانه او بې جنجاله هم نه دي لکه ځینې یې چې فکر کوي او هغومره ستونزمن او پېچلي هم نه دي لکه یو شمېر چې ورڅخه نهیلي دي. دا لاره اغزنه ده، لوړې او ژورې لري، مګر دا هر څه په تدبیر، عزم او اراده حل کېږي.