د اقلیمي بدلونونو اغېزې هم له ترهګرۍ کمې نه دي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
افغانستان په وچ کې پروت هیواد د وچ اقلیم لرونکی دی، لکه څنګه چې په نړیوالو کچه د اقلیمي بدلونونو له امله ځینې ناوړه اغېزې موجودې دي او له بده مرغه افغانستان هم له دغو اغېزو څخه خوندي نه دی، دا اغېزې بېلابېل لاملونه لري چې په افغانستان کې یو تر ټولو لوی لامل له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې روان جنګ، د ځنګلونو پرې کېدل،
د چاپیریال ساتنې ته نه پاملرنه او یا کمه پاملرنه او د ځینو خلکو له لوري د حفظ الصحې نه مراعتول یې هغه لاملونه دي چې د افغانستان په کچه د اقلیمي بدلونونو اغېزې زیاتولی شي. د دې ترڅنګ بې کیفیته تېل، سون توکي، د خښتو بټۍ او د پلاستیکي کڅوړو زیات استعمال هم په دې کې بې اغېزې نه دي.
ډاکټر حمدالله محب چې سږکال د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا کوله، نو د ترهګرۍ ترڅنګ یې د چاپیریال اغېزو ته هم پاملرنه وکړه، نوموړي وویل: "د اقلیمي بدلونونو اغېزې او انساني بحران هم هغه لومړیتوبونه دي، چې افغانستان هره ورځ ترې متضررېږي. دغه ننګونې کولای شو یوازې د نړیوالو همکاریو د یوه نوي میزان او هستې په مرسته له منځه یوسو. که چېرې ددې ننګونو د له منځه وړلو غوښتونکي یو او هیله لرو چې د تل پاتې ودې اهداف تر لاسه کړو، باید له شخصي ګټو ور هاخوا  لیدلوری ولرو.
افغانستان ددې ژمنو په عملي کولو کې د ملي پراختیا د اجنډا له اصولو او د پایدارې ودې له موخو سره په تطابق کې پانګونه کړې ده. دا اهداف د افغانستان د سولې او انکشاف په ملي اډانه او د ملي لومړیتوبونو په پروګرامونو کې ځای لري."
د نوموړي په وینا: "له هغه ځایه، چې د افغانستان اقتصاد اوس هم اکثرا پر کرنه ولاړ دی، ځکه يې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیانونه زغملي. اوږده وچکالي زمونږ خلکو ته د ژوند او مرګ موضوع جوړه شوې ده. یو زیات شمېر خلکو مو خپل کورونه پرېښي دي او په شدیده بې وزلۍ کې ژوند کوي. دا هغه مسله ده، چې مونږ اوس هم ورته د اوږدمهاله حل لارې موندلو په لټه کې یو او په ورته وخت کې زیانمنو شویو کسانو ته بېړنۍ بشرپاله مرستې هم رسوو."
د نړیوالو همکارانو ترڅنګ پکار دی چې زموږ هیوادوال هم له دغو اغېزو څخه د خوندیتوب لپاره نظافت مراعت کړي، حفظ الصحې او خپل چاپیریال ته پاملرنه وکړي، له هغو کارونو څخه چې د چاپیریال د ککړتیا لامل کېږي ډډه وکړي.