یو تریخ حقیقت

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر                      

دا یو څرګند حقیقت دی ،او ټولو ته ښکاره ده چی مونږ د وختونو څخه ښه ګټه نه ده اوچته کړی .حتی که وختونه زمونږ په ګټه هم راغلي ،خو مونږه تری ښه استفاده نه ده کړی .یعني وختونه مو نه دي مهار کړي .یا دغفلت له وجهی او یا هم د کم استعدادۍ له وجهي فرصتونه او وختونه زمونږ له لاسه تللي

،

وخت غنیمت دی ،خو له لاسه وځي

ژرشه چې وخت په تیریدو دی ګله

خو بر خلاف دښمنانو ډیر د وختونواو فرصتونو څخه ښه ګټه اوچته کړی، او هغوی د وختونو په قدر تر مونږ ښه پوهیدلي ،یعني حالا تو څخه یی دخپل ملک او خلکو د پاره ښه کار اخیستی .نو راځئ چې د فرصتونو او وختونو څخه ښه ګټه پورته کړو ،او شرایط د خپل په ګټو وڅرخاوو ،د زمان څخه ښه استفاده وکړو ،لکه دا نورو ملکونو خصوصا ګاونډیانو چې کړې او کوی یي .په اوسني شرایطو کې د خپلو سترګو په وړاندي ښه وینوچې زمونږ د چارواکو څخه ښه وختونه په تیریدو دي .او باید مونږه هم و خت څخه د خپلو خلکو او خپل ملک د خدمت د پاره تری هغه ګټه اوچته کړو چې لازمه ده